د ټيکسونو شرعي حيثيت ( دوهمه برخه )


دوهم : د ( مکس ) په حراموالي نبوي حديثونه :
د ( مکس ) په حرمت نبوي حديثونه دوه ډوله دي : عام دليلونه ، او خاص دليلونه .
عام دلائل هغه دي چې د پردو خلکو شمتني په ناحقه توګه خوړل کلک غندي او حرام يې بولي ، کولای شو چې دعامو ځېنو دلائلو ته لنډه اشاره وکړو .
۱ - : ابوبکرة – رضي الله عنه – روايت کوي چې نبي کريم – صلی الله عليه وسلم – مونږ ته د لوی اختر په روځ خطبه راکړه ..- په خطبه کې دي - : تر هغه ګړۍ چې رب سره مو ملاقات وشي ، ستاسو وينې ، ستاسو شتمنۍ په يو بل داسې حرامې دي لکه دا ورځ ،دا مياشت او دا ښار چې درباندې حرام دی ، ايا ما درته اسلام تبليغ کړ ؟ ټولو وويل : هو . هغه وويل : ای الله ته پرې ګواه شه ، حاضر دې زما خبرې غائب ته ورسوي ، ډېر وخت اوريدونکی له رسوونکي نه په خبره ښه پوهيږي ، زما له مړينې وروسته کافران مه جوړېږئ چې د يو بل څټونه ووهئ . ( صحيح البخاري : ۶۷ ) .
۲ – د ابوهريرة – رضي الله عنه – نه روايت دی چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم – فرمايي : (كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ دَمُهُ وَمَالُهُ وَعِرْضُهُ ) [ صحيح مسلم : ۶۷۰۶ ] .
په مسلمان باندې د مسلمان وينه ، دمسلمان شتمني او د مسلمان ابرو حرامه ده .
۳ - : د ابو حميد الساعدي – رضي الله عنه – نه روايت دی چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم – فرمايی : (لَا يَحِلُّ لِامْرِئٍ أَنْ يَأْخُذَ عَصَا أَخِيهِ بِغَيْرِ طِيبِ نَفْسٍ مِنْهُ ) [ صحيح ابن حبان : ۵۹۷۸ ]
د چا لپاره جائز نه دي چې د خپل ورو لښته [ چوکه ] هم د هغه د زړه له خوشحالې پرته واخلي .
په دواړو حديثونو کې دېته اشاره ده چې دمسلمان مال او شتمني له اجازې او د زړه د خوشحالې پرته په بل چا حرامه ده ، او په دې کې شک نشته چې ( مکس ) په جبر زور اخستل کيږي .
باقي هغه نبوي حديث د( مکس ) اړوند په ځانګړي توګه غږيدلي دي ، کولای شو له جملې څخه يې ځېنې نموني ذکر کړو :
۴ - : د غامدي مشهور حديث دی چې نبي – صلی الله عليه وسلم – ته راغله ، او ورته يې وويل : ما پاکه کړه ...په حديث کې دي : ( مَهْلًا يَا خَالِدُ، فَوَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَقَدْ تَابَتْ تَوْبَةً لَوْ تَابَهَا صَاحِبُ مَكْسٍ لَغُفِرَ لَهُ) [ صحيح مسلم : ۱۶۹۵ ]
خالده ! قلار شه ! په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما نفس يې په لاس کې دی ، دې ښځې داسې توبه ويستلې ده که د ( مکس ) والا يې وباسي هم به ورته ګناه بخشش شي .
امام نووي دمسلم په شرح ( ۱۱ / ۲۰۳ ) کې وايي : حديث په دې دلالت کوي چې ( مکس ) د ګناه بدترين ډول دی .
که څه هم له دې څخه نور حديثونه هم شتون لري ، خو ولې ضعف څخه خالي نه دي له دې کبله مو قابل ذکر ونه ګڼل ، خو په مجموعه توګه ښايي چې مکس حرام دی ، او له حرامو څخه ګټه په ځان ژغورنه کې وي ، په هغې باندې بوختېدنه کې نه وي .
دريم : د ( مکس ) په حراموالي شرعي اثار :
عمر بن عبدالعزيز د مديني ګورنر ته ليک واستو چې ( مکسونه ) وانه اخلې ، دا مکس نه بلکې هغه بخس دی چې الله يې په قراني ايت کې يادونه کړېده : ( وَلاَ تَبْخَسُوْا النَّاسَ أَشْيَائَهُمْ ) [ سورت أعراف : ۸۵ ] .
د خلکو سره په ورکړه درکړه کې نقصانونه مه کوئ .
خو که زکات درته چا درکو ترې قبول يې کړه ، او که زکات درته چا درنه کړ الله به ورسره حساب کتاب وکړي ، والسلام .
زمونږ د ژوند د نيکمرغه پرمختګ لپاره دغه اياتونه ، نبوي صحيح حديثونه او د عمر بن عبدالعزيز صحيح اثر بسنه کوي ، که د ژوند په هر پړاو کې مو په الله توکل وکړ ، الله به مو ټولې چارې سمې او د ترقې په لور رهي کړي .
او د سلفو صالحينو ټولو علماوو په دې اجماع کړېده چې مکس او له مسلمان څخه ټيکسونه اخستل حرام دي ، کولای شئ چې د مزيدو معلوماتو لپاره ( اعلام الموقعين : ۱ / ۳۹ ، المبسوط : ۲ / ۱۹۹ ، المدونة : ۲ / ۳۱۰ ، المجموع : ۳ / ۱۶۲ ، مطالب أولي النهی : ۱ / ۶۱۲ ، الانصاف : ۶ / ۱۲۲ ) ته مراجعه وکړئ .
د ( مکس ) ډولونه :
مکس ډېر ډولونه لري ، مونږ کولای شو د مکس هغه ډولو ذکر کړو چې فقهاء کرامو پخپلو علمي ارزښتناکو ليکونو کې ياد کړيدي :
- : د مکس يو ډول دا دی چې د جاهليت په زمانه کې به په بازارونو کې له پلورونکي څخه مالي عوض اخستل کېده .
- : بل ډول يې دا دی چې د زکات په راغونډولو ګمارل شوی يې له زکات څخه وروسته د ځان لپاره مالي ټوله کوي .
- : دا هم د مکس ( ټيکس ) بل ډول دی چې په لارو تيريدونکي تجارانو څخه د سر په سر معلومه اندازه مالي رقم اخستل کيږي .
- : د فقهاوو ذکر کړو ډولونو څخه بل ډول مکس دا هم دی چې ګورنران او ټولواکان يې د زکات او صدقې په نوم د عشر په صفت اخلي .
- : هغه ټيکسونه چې له تجارانو او يا له عامو خلکو څخه له شرعي حق پرته اخستل کيږي ورته مکس ويلی شي .
- : د حقوقو د خپلولو لپاره ، په ګواهي او سفارشو کې مالي رقم چا ته ورکول هم په مکس کې داخل دي .
دا ټول د ټيکس ډولونه حرام او ناروا دي ، که چا واخستل په صدقه کولو ترې ثواب نشته ، ميلمه پالل ، د خلکو په حوائجو کې يې کله ناکله نفقه کول يا نور د خير ښېګړو په لارو کې مصرفولو پرې هيڅ ثواب نه ورکول کيږي ، ځکه ټيکسونه حرام دي ، او په حرامو ثواب نه ګتل کیږي .
که څوک د دې اړوندمزيد تفصيلات غواړي ، کولای شي چې لاندينې مراجعو ته سرښکاره کړي :
(الأموال ) د قاسم بن سلام ليکنه ، ( غريب الحديث ) د خطابي ليکنه ، ( المفهم ) د ابوالعباس القرطبي ليکنه ، ( نيل الأوطار ) د شوکاني لیکنه .
د ( مکس ) په نوم وسمهاله صورت چې ښاروالۍ يې په تجارانو او د پلور او پېرود په شغل بوخت وګړو کوم مالي رقم ټيکس ږدي ، يا يې په مارکيټونو او په ميلو ږدي ، په حرامو ټيکسونو کې نه داخليږي ، که څه هم خلک دغې محدود مبلغ ته د مکس ( ټيکس ) نوم اخلي ، ځکه عبرت نوم او لفظ ته نه ورکړل کيږي ، عبرت او باور د اشياؤ مقاصدو او حقائقو ته ورکړل کيږي ، هغه مارکيټونه او د خرڅلاو نور ځایونه چې ورځني يا مياشتني ټيکس پرې کېښودل کيږي د ښاروالۍ مليکتونه دي ، او ښاروالۍ وغوښتل چې خپل دغه ځایونه په اجاره ورکړي ، علامة عبدالحميد بن باديس څخه وپوښتل شول چې ايا بازاري مارکيټونو ، منډهي ته د پلور اوپيرود توکو ، يا د رمو له څښتنانو څخه مالي عوض اخستل په د ټيکس په حرامو ډولونو کې داخليږي ؟ هغه پوښتنه وځوابوله چې :
هر څوک پوهيږي چې بازارونو سرکاري ملکيتونه دي ، که څه هم عوام پکې حقوق لري خو که ووايو چې واک يې د ښاروالۍ سره دی او د محدود مالي رقم په بدل کې يې په نيټه ورکوي ، نو په کرايه ورکول يې جواز لري ، ښاروالۍ کولای شي چې دغې ميلې يا مارکيټ ته د راوړل شوو توکو په بدل کې مالي عوض واخلي .
څلورم : د زکات په نيت ټيکس ورکول :
د زکات په نيت ټيکسونه ورکول ، یا ټيکسونه ورکول ځان ته په زکات شمېرلو کې علماوو سره مختلف دي ، جمهور حنفي ، مالکي ، او شافعي علماء وايي چې ټيکسونه ځان ته په زکات کې نه شي حسابولی ، او په سلفو کې دا د عبدالله بن عمر – رضي الله عنه - ، طاووس ، مجاهد ، ضحاک ، او د امام احمد نه په روايت کې نقل دي ، او دا مذهب شيخ الاسلام ابن تيمية هم تايید کړی دی .
د فقهاؤ ځېنې نور علماء وايي چې ټکسونه ځان ته په زکات کې حسابولی شي ، په سلفو کې دا مذهب د انس بن مالک – رضي الله عنه - ، د حسن بصري ، أبوجعفر محمد بن علي ، عطاء ، ابراهيم النخعي ، او د امام احمد نه يې هم يو روايت راغلی دی .
خو ولې د يو څو وجوهاتو له مخې ورپکې صحيح مذهب په دواړو کې لومړنی مذهب دی :
۱ – د ظلم او استبداد د ټولواکانو په رژيمونو له زغم څخه کار واخلو ، شرعي حقوق يې انجام کړو ، او خپل حقوق له الله څخه وغواړو ، چونکه ټولواکان ټيکسونه د دولت د ټولنيزو عامې رغونې په نوم ټولوي ، دا خلکو ته په ګوته کوي چې د ټيکسونو له مخې د قدرتي افتونو ځپلو خلکو ته ، د ټولنې اړوند ګرد اړتيا وړ خواوې بشپړولو کې د ټيکس له لارې راغلي ماليت نه ګټه اخلي .
۲ - : ټيکسونه بايد په زکات کې حساب نه کړی شي ، ځکه چې قراني ايت یاد کړي د زکات وړ اتوو اصنافو کې چې الله پاک يې مونږ ته د ورکړې امر کړی دی ذکر نشته .
۳ - : لږ څه مخکې تير شول چې ( ټيکسونه ) حرام دي ، اودغسې مال کله هم په زکات نه شي حسابېدای .
۴ - : ټيکسونه خلک د جبر زور له لارې اخلي ، د دغسې مال اخستل نه بلکې څښتن ته يې ورکول واجب دي ، او کله چې هم د شريعت له نګاه نه د مال حيثيت دا وي زکات يې هم اعتبار نه لري .
۵ - : زکات او ټيکس سره توپير لري ، زکات اسلامي د الله له پلوه تشريع ده چې پخپلو بندګانو يې په حلالو رزقونو کې فرض کړی دی ، د زکات لپاره يې شروط او ځانګړي مصارف تعين کړيدي ، او ټيکسونه وضعي تشريع ده د وخت سر سم تغيرات او راز راز بدلونونه قبلوي ، کله لوړيږي او کله ټيټيږي ، کله لغوه کيږي او کله براقرار پاتې وي ، او د زکات په څېر ځانګړي متعين د ورکړې ځای هم نه لري .