
دسندریزو اداګانودښیښو وښارته
سپوږمۍ راځه دښکلاګانودښیښو وښارته
لمرمخې یاره دصحرا له ګردو کډه راوړه
زمادزړه درڼاګانودښيښو وښارته
دخاموشۍ له وېرونکوګړنګو راووځه
دخپل مسکا دنڅاګانودښیښو وښارته
دنفرتونوکرغېړنو لاسو،مه رادرومئ
دښاپېرودګډاګانودښیښو وښارته
دخپل دریځ دژوندانه ترمحلونو ورشه
دغره له توروبلاګانودښیښو وښارته
خپلواک دریځ