ټيکس هغه مالي رقم ته ويل کيږي چې دولت ( حکومت ) يې له رعيت څخه په بېلابېل ډول نومونو اخلي ، داسې هم کېدای شي چې که د غه معلوم رعيت حکومت ته په خپل محدود وخت کې ټېکس ورنه کړي د خلاف ورزې په صورت کې قانوني اجراءات کوي .
په دې خاطر چې د ټيکسونو حکم د اسلامي مبين دين له مخې ښه پسې وځليږي ، هر چا ته يې د لمر په څېر حکم په بشپړه توګه وړانګین شي په راروانو نقطو کې يې ستاسو محترم حضور ته د توان په اندازه شرح او تفصيل ږدو :
مکس : که لومړی د مکس لغوي او اصطلاحي معنی ته سر ورښکاره کړو بده به نه وي ، تر څو په اسانه وکولای شو د مکس شرعي حيثيت وپېژنو .
مکس په لغت کې : که دلغوي معنی لپاره مونږ ( معجم مقاييس اللغة : ۵ / ۲۷۶ ، الصحاح : ۳ / ۹۷۹ ، لسان العرب د ( مَکَسَ ) ګړه ، قاموس المحيط : ۷۴۲ ، المصباح المنير : ۲ / ۵۷۷ ) ته مراجعه وکړو ، وبه ګورو چې د ( مکس ) معنی : د ظلم او نقصان ده ، مکس د ټيکس يو ډول دی چې له خلکو څخه اخستل کيږي ، په دې بنسټ راغونډول د مکس حقيقي معنی ده .
مکس په اصطلاح کې :دمکس اصطلاحي معنی له لغوي معنی څخه هېڅ توپير نه خوري ، ځکه په اصطلاح کې د مکس اطلاق د ټيکس په ټولو ډولونو کېدای شي .
د مکس شرعي حکم : مکس د قراني اياتونو له مخې ، د نبوي حديثونو په رڼا کې ، د اثر او اجماع له پلوه حرام دی .
د مکس په حراموالي قراني اياتونه :
د قران کريم ايتونه په عامه توګه داسې راغلي دي چې په عدل انصاف امر او له ظلم زياتي څخه د منعې ارشادات کوي ، په حرامه توګه د خلکو مالونه په يوه او بله بانه خوړل د تحريم په الفاظو غندي ، او په دې کې شک نشته چې ( مکس ) ظلم او په ناحقه توګه د پردو مال خوړل دي ، ځينې هغه اياتونه چې په صراحت يې سره يې دا پلو څېړلی دی نموني يې دا دي :
۱ - : ( إِنَّ اللَّـهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَيَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْي يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ) [ سورت نحل : ۹۰ ) .
الله پاک تاسو ته په عدل او نورو سره په بهترې رويې کولو ، خپلوانو سره په مرسته کولو او له بدو او ناوړه کارونو څخه په رابندېدو ، په نورو خلکو باندې د ظلم زياتي کولو نه د ژغورنې امر کوي ، هغه درته پند درکوي په دې خاطر چې تاسو نصيحت واخلئ .
شيخ الاسلام ابن تيمية – رحمه الله – وايي : دې ايت ټول واجبات او دالله پاک ټول محرمات راغونډ کړي دي ، تر هغه د ټولواک حکمراني نه شي دروسته کېدای چې د دې ايت په مدلولاتو يې عمل نه وي کړی ، ځکه چې د شرعيت له نګاه نه په اقوالو ، اعمالو او اخلاقو کې عدل مطلوب دی .
او احسان ـ د خلکو سره ښه رويه کول – د خلکو ګردو چارو ته شمول لري ، په هغوی باندې مشري کولو ته هم شامل دی ، له همدې کبله نبي کریم – صلی الله عليه وسلم – چې کله معاذ بن جبل – رضي الله عنه – د زکات او صدقاتو د راغونډولو لپاره واستو ، ورته يې امر وکړ چې ( وَاتَّقِ دَعْوَةِ الْمَظْلُوْمِ فَاِنَّهُ لَيْسَ بَيْنَهُ وَ بَيْنَ اللهِ حَجَابٌ ) [ صحيح البخاري : ۱۴۹۶ ] .
د مظلوم له ښېراه څخه ځان وساته ، ځکه چې د هغه او د الله ترمنځ هيڅ پرده نشته .
۲ - : بل ځای کې الله پاک فرمايی : (وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُون) [ سورت بقرة: 188]
او تاسو خپل منځ کې دخلکو شتمني په باطله ( حرامه ) توګه مه خورئ ، او مه دغه مالونه حاکمانو ته استوئ چې د نورو خلکو د شتمنۍ ورباندې په ناروان او د ګناه په طريقه وخورئ ، سره له دې چې تاسو ښه پوهېږئ .
په دې ايت کې الله پاک په ناحقه توګه د خلکو د شتمنۍ له خوړلو څخه منعه وفرمايله ، او دا منع ټول مالي پرېکړو ته شمول لري لکه : پلور او پېرود ، اجاره ، ګاڼه کول او... ، په دې منع کې د خلکو مالونه به غصب او اختطاف خوړل ، په غلا او حتی د خيانت ګرد ډولونه شمول لري چې يو هم ورڅخه ( مکس ) دی .
۳ - : ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا) [ سورت نساء: 29]
ای مومنانو ! تاسو پخپل منځ کې سره خپل مالونه په حرامه توګه مه خورئ ، مګر دا چې ورکړه درکړه تجارت او يا هم د رضا له مخې وي ، خپل ځانونه مو مه وژنئ ، الله په تاسو د ډېر رحم والا دی .
په مذکوره ايت کريمه کې الله پاک د پردو خلکو شتمني د حرام کار و کسب د ټولو ډولونوڅخه په ځان ژغورنې خپل ټول بندګان مخاطب کړيدي ، لکه قمار بازي ، سود خوري او داسې نور ... چې يو ډول يې ( مکس ) دی .
خو که د خلکو شتمني د تجارتونو او د حرامو موانعو څخه خالي پرېکړو باندې سره تبادله شي ، هله په دې شرط يې خوړل روا دي چې د دواړو خواو رضا پکې وي ، او په دې کې شک نشته د ( مکس ) اخستنه له رضا پرته په زور جبر اخستل کيږي .
۴ - :( إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ) [ الشورى: 42]
ګناه د هغه چا کيږي چې په خلکو زور جبر کوي او په ځمکه کې غیر حق بغاوت او سرکشي کوي ، دردناک عذاب به د دغې خلکو لپاره وي .
امام الطبري – رحمه الله – د دې ايت لاندې وايي : د ډېرو علماوو په قول : په نفسونو او مالونو کې زياتی کوي ، او له شک پرته ( مکس ) په دې ايت کې داخل دي .
حافظ ذهبي په ( الکبائر : ۱۱۵ ) کې وايي : ټيکس ( مکس ) اخستونکی د الله په دې قول کې داخل دی ، او د ظالمانو لوي مرستندويه هغه څوک دی چې ټيکسونه راټولوي ، ځکه دا هغه څه اخلي چې حق يې نه جوړيږي ، او هغه چا ته يې ورکوي چې حق يې نه جوړيږي .
نور هم ډېر زيات قراني ایاتونه شته چې د ( مکس ) حرام بولي او په ګوته کوي چې هيڅکله پکې خير او برکت نشته .
وروستي