
د اقتصاد د راسمالي نظام له اند چې اقتصادي ستونزې له طبيعي مواردو څخه راولاړيږي ، ورسره د اسلام اقتصادي نظام کلک مخالفت لري ، د اسلام دغه نظام د اشتراکي نظام سره هم کلک ضد دی چې د ټولنيز توليد او د افرادو ترمنځ د شتمنۍ د ويشلو پلان کې رامنځ ته شوې تناقض د اقتصادي ستونزو ستر لامل بولي .
نا بلکې اسلامي اقتصادي نظام اقتصادي ستونزه خپله انسان بولي ، او همدې نقطې ته قران کریم په ځلانده اسلوب اشاره کړې ده ، الله پاک فرمايی : (وَآتَاكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ وَإِن تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّـهِ لَا تُحْصُوهَا إِنَّ الْإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ) [ سورت ابراهيم : ۳۴ ] .
ژباړه : ټول هغه څه چې تاسو غوښتلي دي الله درته درکړي دي ، خو که د الله تعالی پېرزوينې وشمارئ وبه يې نه شئ شمارلی ، انسان پخپله ډېر ظالم او کافر دی .
دا ايت ښکاره دلالت کوي چې د الله پېرزوينې ګڼ شمېر دي ، د دغسې ستړو او ستونزو د منځ ته راتګ لامل انسان پخپله دی ، کله چې په خيټه موړ او بډا انسان د الله د نعمتنونو ناشکري وکړي ، ځان احسان شناس جوړ نه کړي ، په کبر غرور کې دومره وده وکړي چې ناداره انسان ورته انسان نه بلکې له حيوان هم کم ښکاري ، دا يې هم په لاشعور کې نه وي که د نياوي ستونزو وينو څوک به يې ترې خلاصوي ؟
د دغسې انسان له کبر جبروت څخه اقتصادي ستونزې راولاړې شي ، بدبختيانې زياتې شي ، فقراو فاقت دومره وده وکړي چې ساری نه لري .
په اقتصادي ډکر کې انساني ظلم او زياتی د شتمنۍ د ويشلو په پلان کې هم منځ ته راځي ، دا ډول ظلم هله کېدای شي چې د ماليت راکړه درکړه ( تعامل )د بډايانو ترمنځ منحصره شي ، د پلور او پېرود ټول لين دين د سود په بنسټ ودريږي ، د خلکو اړتیا وړ شيان احتکار شي ، خپله به فقر او فاقت په خپلو ازغنو لاسونو د معصومو خلکو ګريوانونه دوه پړقه کوي ، د هغوی د بدن غړي به يو په بل پسې په تدريجې توګه اسارت ته ورکوي ، له کوره تر ګوره ورته پل پل د غم وي ، په ټوله زندګۍ کې په هوسا تنفس وانخلي .
د خدای پاک د پېرزوينو څخه ناشکري په دې کې نغښتل شوې ده چې له طبيعي استثمار څخه له ګټې اخستنې انسان ناخبره پاتې شي ، يواځې د ځمکې څخه په استفاده ځان منحصر وبولي ، له کار کړنې ، له توليد او ايجاد له نړۍ څخه لرې پاتې شي .
دا خبرې دېته هڅونه ده چې انسان سره نه ارزي چې عقلي ځواک د کوچنيانو په څېر په بې هوده مشغولتیا تبديل کړي ، داسې مشغولتيا چې يواځې دا نه بلکې ټولنې ته ترې نورې ډېرې ستړياوې راولاړيږي .
اقتصادي ستونزې بايد څنګه وکوچيږي ؟
اسلامي دين دومره محترم دين دی چې د نوم انسان ( مسلمان او کافر ) انسانيت پکې خوندي دی ، کرامتونه يې نه تجريحوي ، تر څو انسان د الله په حقوقو ، د انسانانو په حقوقو ، د حيواناتو په حقوقو بلکې د ګرد مخلوق په حقوقو تېری نه وي کړی ، خو دا چې انسان د الله پاک په وحدانيت لوبې ملنډې ووهي ، د نور مخلوق اړتياوی ورته هيڅ نه ښکاري ، بیا ورته مونږ نه بلکې الله ورته ( حيوان ، خر ، سپی ، شادوګان ، خنزيران او ... ) ويلي دي ، دا هله چې انسان کله انسانې اډې پايمال کړي ، د الله ممنوعه علاقه ( ټول محرمات ) بې معنا وګڼي .
د اسلامي دين له ګڼ شمېر ګټو او فايدو څخه يوه فايده دا ده چې د اقتصادي ستونزې د مخنيوې لپاره يې خلک په اسانو لارو ګودرو پوهولي دي ، الله دې وکړي چې مسلمانان ورته ځېر شي ، زه يې هم په لنډه توګه يادونه کول غواړم :
۱ - : د شتمنۍ په توزيع کې ظلم نه کول :
د ماليت اوثروت په توزيع کې که هغه دريځ غوره کړی شي کوم چې اسلام ښوولی دی ، هېڅکله به هم د خلکو تر منځ په هېڅ ټولنه کې اقتصادي ستنونزې راولاړې نه شي ، د اسلام دغه رسم کړی پلان درې اړخونه لري :
* کار ، کسب او صنعت : د اسلام په رسم کړي پلان کې کارو کسب ارزښتناک او د ودې ستر لامل دی ، په کاروکسب انسان د ډېر څه مالک جوړېدای شي ، که د اسلام دې نظر ته لږ ځېر شو راته به جوته شي چې کار او صنعت په اسلام کې د مادې د ملکيت سبب دی خو د مادې د قيمت سبب نه دی لکه څنګه چې يې اشتراکي نظام دعوه لري .
£ اړتيا : د اړتياو له مخې په ټولنه کې ګرد افراد درې ډوله تشکيلوي :
لومړی ډول : هغه خلک چې خپلې اړتياوې د الله په توفيق او بیا د خپلو مټو په زور حل او فصل کوي .
دوهم ډول : هغه خلک چې له نور هر څه پرته خپلې هغه اړتياوې چې مړښت ( په سمه توګه يې انجامول ) ورته ډېر زيات اړين ښکاري په کولو يې بوخت وي ، معنی دا ده چې دومره څه کوي چې د ده حوائج پرې رفعه شي نور غم غرض نه لري .
دریم ډول : هغه خلک چې د بدن دغړو د بې توانۍ او کمزورۍ له کبله ، يا د عقلي خامي له کبله نه خو په دې توانېدای شي چې د ژوند اړوند اړتياوې ومړوي ، او نه په دې توانېدای شي چې په ژوندۍ بڼه ټول هغه څه وکړي چې د کمال څښتن پرې جوړ شي ، لنډه دا چې د دې ډول خلکو ژوند په نورو پسې تړل شوی دی .
لومړی ډول خلک چونکه په الله پاک له باور لرنې وروسته پخپل کاروکسب باور لري ، د خپل ملکيت په بنسټ چې د توزيع اوويش مهم اړخ دی د خپلې مرضي او د زړه په خوشحالې کولای شي هغه اندازه چې اسلامي شريعت يې په ورکړی مجبور کړی دی ورکړه وکړي ، که څه يې هم ماليت ډېر دی ، خو دا طبقه خلک د خپلې شتمنۍ زکاتونه دولت ته ورکوي خو له دولت څخه مالي منافع نه غواړي ، ځکه چې اړتيا ورته نه لري .
دوهم ډول خلک که څه هم ايله بيله خپلې اړتياوې د توان په اندازه له ځانه شړي ، خپل ورځني حوائج مړوي ، خو ولې له دې څخه ناتوانه دي چې د نورو زخمونه ته مرهم شي ، د نورو سره مالي مرستې وکړي ، د زړه له درد او د خولې د اف اف نه خواران نور څه نه لري ، د اسلامي حکم له مخې په دولت واجب دي چې ددې ډول خلکو د اقتصادي وضع د ښه کېدو لپاره ګټورې لارې وسنجوي ، اړتياوې یې پوره کړي ، د کاروکسب زمينه ورته برابره کړي ، حالات داسې شرائطو ته برابر کړي چې کسبګر پکې وده وکړي ، صنعت پکې پرمختګ وکړي ، تر څو دا ډول افراد وکولای شي د کمال څښتنان شي او ددې جوګه شي چې د بل درد له دوا شي .
دريم ډول خلک داسې دي چې د اړتياو او کمالي دواړو امورو له پلوه په دولت بار دي ، هېواد بايد د اسلامي نظريې له مخې د دې ډول خلکو د اړتياو لپاره ګردې چارې وسنجوي ، حوائج يې پوره کړي ، او د حوائجو څخه يې د کار کسب مېدان ته وباسي .
هيواد کولای شي چې د دې ډول خلکو د اړتياو ستونزې د حل او فصل لپاره د له بډايانو څخه زکاتونو ، بيت المال او هغه ټېکسونه چې اسلام ورته د حليت په چوکاټ کې ځای ورکړی دی – لږ وروسته يې په تفصيلي توګه بيان راروان دی - څخه کار واخلي .
له دې پرته نور ګڼ اسلامي نصوص هم شته چې په غريبو ناداره خلکو د مالي نفقي هڅونه کوي ، لکه الله پاک فرمايي : ( وَ فِيْ أَمْوَالِهِمْ حَقٌ لِلْسَّائِلِ وَ الْمَحْرُوْمِ ) [سورت ذاريات : ۱۹ ] .
او د مالداره مسلمانانو په شتمنيو کې د ناداره او بې برخو خلکو حقونه هم شته .
د بېلګې په توګه د بډا په مال کې زکات د فقير او ناداره خلکو برخه ده .
£ ځانکړي ملکيتونه : که څه هم ضروري نه ده خو ځانګړي ملکيتونه د توزيع دوهم پړاو دی .
د ځانګړي مالي پانګونې او د تجارتي نشاطاتو له مخې ورته مزيده وده ورکول ټول هغه څه دي چې اسلام ورته د ځانګړي شروطو له مخې اجازه ورکړېده ، او دغه شروط هم په داسې کيفيت دي چې د ټولنيز عدالت سره هيڅ راز ضد او مخالفت نه لري .