
نن سبا نږدې ټول وګړي د خپلو ورځنیو لګښتونو د زیاتوالي څخه سر ټکوي. څه ډول د اضافه لګښت یا overspending مخنیوی کولای شو؟ د نوموړې پوښتنې په ځواب کې په لاندې ډول ځینې هغه لارې چارې په ګوته کوو چې تر ډېره بریده پرې د خپلو اضافه لګښتونو کچه کمولای شو.
ایا څه چې رانیسې په رښتیا اړتیا ورته لرئ؟
دا د یو توکي او یا خدمت د پیرودلو لپاره تر ټولو اړینه پوښتنه ده. که موږ هغه توکي په نښه کړو چې په رښتیا ورته اړتیا لرو نو دا چاره به مو په لویه کچه لګښتونه را کم کړي. د هر توکي د پیرودلو هدف په ګوته کړئ، د یو توکي د پیرودنې موخه یا هدف ټاکل په دې مانا دي چې هر هغه څه چې رانیسئ یوه ټاکلې اړتیا ورته لرئ او په کارولو سره یې یوه ځانګړې موخه لاس ته راوړئ.
صبر او حوصله: ډېری وختونه موږ داسې توکي وینو چې پرته له پیرودنې یې ځانونه نشو ټینګولای. همدا لامل دی چې په لومړني فرصت کې یې رانیسو او دا ښکاره ده چې په همدغه لومړني فرصت کې پلورونکي زموږ له دلچسپۍ څخه ګټه اخلي او توکي راباندې په ډېره لوړه بیه پلوري. که همدغه مهال موږ حوصله او زغم وکړو او د نوموړي توکي پیرودنه تر راتلونکې وخته وځنډوو او بیا د مختلفو بیو له پرتلې وروسته یاد توکي را ونیسو نو خپل لګښتونه به مو په لویه پیمانه کم کړي وي.
که تاسو په ناڅاپي پیرودنو روږدي یاست او کله چې یو توکی وګورئ او خوښ مو شي نو خامخا یې رانیسئ، په داسې موقع زغم وکړئ، شاید یو ورځ وروسته د نوموړي توکې د پیرودونې څخه منصرف شئ یا یې کوم بل ښه بدیل پیدا کړئ. که بیا هم داسې و نه شول نو کولای شئ یوه ورځ او یا هم یوه هفته وروسته بیرته نوموړی توکی را ونیسئ. هم به ارزانه شوی وي او هم به مو وروسته له دقیقې پلټنې څخه پیرلی وي چې په راتلونکي کې به یې په پیرودنه پښېمانه هم نه یاست.
بې ځایه سیالي پریږدئ: ځینې وګړي داسې هم وي چې یو توکي ته اړتیا هم نه لري خو د نورو سره د سیالۍ لپاره یې رانیسي. که غواړئ په لګښتونو کې سپما وکړئ نو د بل چا سره د سیالۍ کوښښ مه کوئ بلکې د خپلې اړتیا پر بنسټ په منطقي توګه خپل لګښتونه تنظیم کړئ.
د بودجې ځانګړي کول: کله چې موږ د خپلې هرې اړتیا د پوره کولو لپاره د خپلې بودجې یوه برخه ځانګړې کړو بې ځایه لګښتونه مو په لویه پیمانه کمیږي. ځینې وګړي په دې نه پوهیږي چې د خپلو بېلابېلو اړتیاوو د پوره کولو یا هم د بېلابېلو توکو پر رانیولو څومره پیسې مصرفوي. که پر دې مو ځان پوه کړ چې پر څه شي پیسې لګوئ او څومره پیسې پرې لګوئ نو بیا په اسانۍ کولای شی چې په هره برخه کې خپل لګښتونه کنټرول کړئ.
یو څه د عادت له مخې مه رانیسئ: زموږ د ورځنیو لګښتونو ډېره برخه هغه لګښتونه او پیرودنې دي چې هره ورځ یې د عادت له مخې تر سره کوو. په دغه لګښتونو کې یې ځینې لګښتونه ممکن بې ګټې او اضافي لګښتونه وي. د بېلګې په ډول که موږ هره ورځ د عادت له مخې په هوټل کې کافي څښو نو که د ځان لپاره د کافي جوړولو لوښي او سامان را ونیسو او هره ورځ خپله ځان ته کافي جوړه کړو، خپل ورځني لګښتونه به مو تر ډیره بریده را کم کړي وي.
په هغه ځایونو کې ډیر وخت مه تیروئ چیرته چې د ډیرو پیسو د لګولو ویره وي. پر دغسې موقع هغه ځایونه پریږدئ، نزدې پارک ته ولاړ شئ یا هم داسې ځای ته ولاړ شئ چیرته چې د بې ځایه لګښتونو ویره کمه وي.
د خپل لګښت لپاره حدود یا پولې وټاکئ: ځینې وګړي چې نشي کولای خپل لګښتونه کنټرول کړي باید د خپلې هرې ورځې، اونۍ او یا هم میاشتې لپاره د خپل لګښت اندازه وټاکي او په هیڅ صورت پرینږدي چې لګښتونه یې له دغه ټاکلو پولو واوړي.
د لګښتونو د کمښت تر ټولو غوره لاره دا ده چې پیسې پیسې وګڼل شي. که پیسو ته ارزښت ور نه کړل شي نو ښکاره ده چې په ډیرې بې احتیاطۍ سره به پر هغه شیانو ولګول شي چې هیڅ اړتیا یې نه وي.
دعه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.