
کیدای شي چې په معاصرتاریخ کې د مصر پخوانۍ ولسمشر داکتر محمد مرسي د ټولې اسلامي نړی تر ټولو قوي او صابر مشر وي. دا په دې معنې ده چې له ډیرو سوله یزو او په زړه پورې چالاکیو څخه په استفادي یې ځان سیاسې صحنې ته راوړاندې کړ او په ډیره مدبرانه توګه یې وکولای شول چې د 2012 کال ټاکنې وګټې. که څه هم دیموکراتانو او د مصر مستبدو او مبتذلو چارواکو نه غوښتل چې نوموړی ګوند دې د قدرت پر ګدۍ کښینې خو مرسی او داکتر بدیع وکولای شول چې له څه باندې 60 کلونو اصلاحي مبارزې څخه وروسته خپل ګوند اخوان المسلمین قدرت ته ورسوي. مرسې زندانونه وزغمل، زندانونه یې مات کړل، مسلمانان یې له زندانونو خلاص کړل ځان یې هم له زندانه خلاص کړ او په ډیره میړانه او پوره دیموکراتیکه توګه یې ځان تر جمهوري ریاسته پورې ورساوه.
خو ښه مې یاد شي، چې کله په 2013 کال کې کمونستانو یې پر ضد لاریونونه پیل کړل د مرسې له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو چې ((مرسې په سولیزه توګه د قدرت د انتقال لپاره له محترم اوباما سره خبرې کړی دي)). د دې واک سپارلو معنې څه کیدای شي؟! آیا مرسې له خپله عزمه دومره په شا شوی و، دومره مرال یې ټیټ شوی وو چې د واک په سپارلو کې یې له اوبا ماسره هم مشوره کوله؟! ولې یې له خپل قدرته سمه استفاده ونشوای کړای، ولې داسې باید شوی وای. آیا مرسې ته د مصر د فرعونیانو خاصیت نه وو معلوم آیادی نه پوهیدی چې کله فوځ بیدون د ده له مشورې ورته 72 ساعته ضرب الاجل وټاکلو دیو ریس جمهور په توګه یې څه له وسه نه وو پوره؟ ولي یې ټول کمونستا لکه دوی چې وکړل نه و وژل؟ ولې یې فتاح سیسي په خپل لاس د دفاع وزیر وټاکلو؟ او که څوک داسې استدلا کوي چې دی به یې له دسیسونه ووخبر نو بیا خو دا دیوداسې په غم لړلي اود سیاسې وضیعیت له کبله په دسیسو کې راګیر هیواد د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره وړ کس نشې کیدای! باید یو آمر دمادون له کارونو په پوره توګه خبر او په هرڅه یې کنټرول ولري. او که یې له دسیسو خبر وای نو ولي یې فتاح سیسې له مظاهرو وړاندې نه ګوښه کولو. ولې یې ابراهیم د کورنیو چارو دوزیر په توګه پر خپل ځای پریښی وو حال دا چې ابراهیم د فوځي دیکتاتور مبارک د کمونیستې رجیم خونړی سابقه لرونکی کس وو. له دې ټولو به ورتیر شو: چې کله دفتاح سیسي ځواکونو د جمهوري ریاست ماڼۍ کلابنده کړه ده په خپله بیانیه کې ویل چې زه تر سر تیر یم خو دخلکو د رایې له ارزښته نه تیریږم. مطلب یې هغه رایه وه چې نوموړی ورباندې دجمهوری ریاست تر څوکیۍ رسیدلی وو، نو بیا دې جناب ولې تش دیو بوټ ګزار ورباندې ونکړ. زما په آند د اخوان المسلمین د ګوند د ناکامیدو، د مصر د اوسنې دکتاتور سیسی لخوا ورباندې د ترورستانو نوم ایښوودنو، دهغوی په تور لست کې دشامیلولو، د اخوانیانو د وژلو او نورو هغو ناخوالو چې د مرسې له لاسه دې ګوند ته ورپیښ دي د ټولو مسولیت به د هغه جناب پرغاړه وي. خواوس هم لا وخت شته او تر اوسه اوبه ټولې له ورخه ندې تیرې، اخوانیانوته یوازې دوې لارې ور پاتېدې چې کیداشي خفګان یې په هیلو بدل شي.
لومړی لاره داده چې دوی ته نور د عزر او زاری کولو وخت نشته، په خپله عقیده باید ټینګ ولاړ او د زاری، بشري حقونو ته د انتظار او سولیزو لاریونو د کولو پرځای باید د بر حق جهاد لاره خپله کړي او کنه دوی به مبارزه کوي او کمونستان به یې پاڼسۍ کوي چې دا په حقیقت کې د اخوان دمشرانو له لوري د هغوی د پیروانو سره ستره جفاده چې دشنونکو په وینا اوس ددې لارې په خپلولو سره ددوی د مشکل دحل پرځای کیدای شي مشکلات یې نور هم پراخه شي دا ځکه چې دوی اوس وار له مخه له سیاسې فعالیتونو رټل شوی او که دا لاره خپله کړي نو خپله به ثابته کړي چې د کمونستانو په وینا ترورستان دي او کیدای شي ګټوره ثابته نشي.
دوهمه لاره چې کیدای شي په دې تنګ وخت کې ور ته زیاته ګټوره تمامه شي هغه داده چې دوی باید تسلیم شي. او د تسلیمدو تر څنګ د کفري دولت په چوکاټ کې و خپلې عقیدې ته د ژمن پاتیکیدو تر څنګ په پټه مبارزه وکړي ترڅو د حکومت یوه څنډه لاس ته راوړي او بیا مبارزه شدیده کړي.
خو په ټوله کې: دا ټول د اسلامي نظام له ټینګښت څخه د پښې مانه کیدو او یا هم د غربی دیموکراسی په تار د اسلامی نظام د چاربندۍ په انتظار او د الله ج د احکامو د پریښوودلو پایلې دي. که په لومړي سر کې اخوان المسلمین د اسلامی خلافت په مقصد د وسلوال جهاد په شمول له اوسنیو لارو چارو استفاده کړې وای اوس به فاسد سیسی دا جرت نه کولو چې د یو داسې اسلامی ګوند مشران او پیروان یا بندې او یاهم پاڼسۍ کړي.