د اوپیک اقتصادي ځواک

 
اوپیک OPEC یا Organization of Petroleum Exporting Countries د هغو هېوادونو ټولنه یا سازمان ته ویل کیږي چې تیل تولید او نورې نړۍ ته صادروي. اوپیک په نړیوال بازار کې د تیلو پر بیو اغېز لري او څنګه چې وغواړي هغه ډول د تېلو قیمتونه ټاکي.
په اوپیک کې  سعودي عربستان، عراق، ایران، متحده عربي امارات، انګولا، کوېټ، قطر، وینزویلا، ایکوادور، لیبیا، الجیریا او نایجیریا غړیتوب لري. دغه هېوادونه د نړۍ د ټولو تولید شوو تېلو له درېیمې برخې څخه زیات تولید او صادروي.
نوموړی سازمان بنسټ هغه وخت کیښودل شو کله چې په ۱۹۶۰ زیږدیز کال د عراق په بغداد کې د سعودي، کویټ، عراق او وینزویلا تر مینځ پر یو تړون هوکړه وشوه. د نوموړي سازمان موخه د غړو هېوادونو ترمنځ همغږي رامنځته کول او د نفتو اړوند د بېلابېلو پالیسیو او سیاستونو د خپلولو په وسیله د تېلو لپاره د مناسبو قیمتونو ټاکل دي، تر څو له دې لارې په نوموړو هېوادونو کې اغېزناک اقتصادي پرمختګ ته لار هواره شي او له بله اړخه د نړۍ هېوادونو ته د تېلو په واردولو کې اسانتیا رامنځته شي.
پوهیږو چې د تېلو تقاضا ارتجاعیت نه لري، په دې معنا چې که د تېلو بیې څومره هم لوړې شي بیا هم د یو بنسټیزې اړتیا په توګه د تېلو تقاضا چندان کموالی نه کوي، همدا لامل دی چې د تېلو صادروونکي هېوادونه کولای شي د قیمتونو د لوړوالي له لارې خپله ګټه زیاته کړي.
کله چې د تېلو د صادراتو کچه زیاتیږي نو د تېلو صادروونکي هېوادونه ممکن د تېلو پر صادراتو محدودیتونه وضعه کړي او د تېلو د صدور لپاره سهمیې یا Quotas وټاکي.
د نړۍ هېوادونه د اوپیک د دغه انحصاري سیاستونو له امله له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي ځکه پر وړاندې یې هېڅ کوم انتخاب نه لري.
په وروستیو کې د همدغه ستونزې له امله ځینې هېوادونو د اوپیک څخه د تیلو د واردولو پر ځای په کور دننه د تېلو د سرچینو د موندلو، استخراج او تصفیې ته ملا تړلې او دا چاره له ۱۹۷۰ زیږدیز کال راهیسې کله چې د تېلو قیمتونه په بې سارې توګه لوړ شول چټکه شوې ده. په دغه بهیر کې امریکا هم د کور دننه د تیلو تولید ته ملا وتړله او روسیه هم د تېلو پر لوی صادروونکي هېواد بدله شوه چې نن سبا د روسیې د مجموعي صادراتو له نیمایي څخه زیات تېل جوړوي.
روسیه تر اوسه د تېلو د صادروونکو هېوادونو د سازمان یا اوپیک غړیتوب نه لري او دې کار ورته په وروستیو کې لوی زیان واړاوه. روسیې هغه وخت د تېلو د بیو د رالوېدو له امله تاوان وکړه کله چې د ۲۰۱۴ زیږدیز کال په پای او د ۲۰۱۵ کال په پیل کې د تېلو صادروونکو هېوادونو و نړیوال بازار د تېلو په صادراتو کې د کموالي په نه راوړلو هوکړه وکړه.
د سعودي د تېلو وزیر د تیر مارچ په میاشت کې هم له روسیې څخه غوښتنه وکړه چې د اوپیک پر سازمان ور ګډه شي. هغه وویل چې د تېلو د عرضې په ثابت ساتلو کې زموږ کومه سیاسي موخه نه وه او دا چې د نوموړي سازمان د هېوادونو د عاید لویه سرچینه تېل دي ځکه خو د تېلو د صادراتو کمښت په لنډ مهال کې نوموړو هېوادونو ته اقتصادي زیان رسولای شي.
د کوېټ د تېلو د وزیر د وینا پر بنسټ، د تېلو د خرڅلاو له اړخه عواید د نوموړي هېواد د مجموعي عوایدو ۹۰ سلنه جوړوي. همدا لامل دی چې د تېلو د صادراتو کمول په لنډ مهال کې د نوموړي هېواد د عوایدو د کموالي او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د نوموړي هیواد د کرنسۍ د تبادلې د نرخ د کمیدا لامل کیږي. نوموړی وایي موږ یوازې خپلو موخې ته ځان رسوو او هیڅکله مو هدف چا ته زیان رسول نه دي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.