
د نصیر کوټوال ژباړه او زیاتونه
د اقتصاد هغه ډول دی چې یوازې د لنډ وخت لپاره له کارول کېدونکو مصرفي توکو سره سر و کار لري. یعنې هغه توکي چې تر لنډ استعمال او یا تر یو ځل کارولو وروسته له استفادې څخه وځي او پر ځای یې نوی توکی را نیول کیږي.
دا د هغه اقتصادي جریان سره په تضاد کې دی چېرې چې اقتصادي منابع او د تولید عوامل ډېر کم پیدا کیدونکي وي ځکه په دغسې حالاتو کې له یو توکي یا تولید څخه د اوږد مهال لپاره کار اخیستل کیږي. کله چې نوموړی توکی له کاره لویږي د بیا ځل لپاره ترمیم کیږي، دا سلسله تر هغه وخته ادامه پیدا کوي تر کومه چې نوموړی توکی د څه نا څه استفادې وړ وي.
د بېلګې په ډول، پخوا چې غریبي زیاته وه نو چې به د چا جورابې وشکېدې، د دې پر ځای چې نوې جورابې را ونیسي د همدغه شته جورابو شلیدلي ځایونه به یې بیرته ګڼدل او پیوند کول چې بیا به یې هم تر ډېرې مودې پورې ترې استفاده کوله. خو نن سبا چې د چا جورابې معمولي هم زیانمنې او سورۍ شي نو د ګنډلو پر ځای یې غورځوي او ځان ته نوې جورابې را نیسي.
په پرمختللې نړۍ کې د توکو د دغه ډول کارولو یو لامل هم د وخت تنګوالی او اهمیت دی، د بېلګې په ډول که یو کارګر د ساعت پر سر دوه ډالره مزد اخلي او جورابه یې وشکیږي نو د دې پر ځای چې د دې جورابې پر ګنډلو دیرش دقیقې وخت لګوي، ولې په نیم ډالر ځان ته نورې جورابې نه رانیسي. خو په پخوانیو وختونو کې چې مزدونه ډېر ټیټ وو نو د نویو جورابو رانیول د شته جورابو د ګنډلو څخه قیمته تمامېدل. د همدغه ټکي په پام کې نیولو سره اقتصاد پوهان وایي چې د حقیقي مزدونو لوړوالی د یو ځل مصرفه اقتصاد سره مرسته کوي.
د یو ځل مصرفي اقتصاد بل لامل هم په تولیداتو کې نوی والی او پرمختګ دی، د بېلګې په ډول پخوا د تلویزیونونو او برقي سامان آلاتو د ترمیم ډېری ورکشاپونو شتون درلود خو اوس چې د برقي سامان آلاتو نرخونه رالوېدلي او ورځ تر بلې په کې نوي ځانګړتیاوې زیاتیږي ځکه خو کله چې د لګښت کوونکو برېښنایي آلات خراب شي نو د ترمیم پر ځای یې غورځوي او په بدل کې یې داسې توکي رانیسي چې نوې ځانګړتیاوې ولري او تر مخکني هغې ښه کار وکړي.
د یو ځل مصرفي اقتصاد اغېزې څه دي؟
د نوموړي اقتصاد له امله د دې پر ځای چې یو توکی د اوږد مهال لپاره وکارول شي د لنډ وخت لپاره کارول کیږي او په بدل کې یې هر ځل نوي توکي را نیول کیږي. دا چاره د توکو د انبارونو او خوسا کېدلو له امله چاپیریال ته زیان رسوي، د کم پیدا کېدونکو اقتصادي منابعو د بې ځایه استعمال او همدارنګه د لېږد را لېږد د لګښتونو د بې ځایه زیاتوالي لامل کیږي.
دا چاره د دې لامل کیږي چې تولید کوونکي د خپلو تولیدي توکو کیفیت ټیټ کړي. که پخوا به زموږ کوم توکی مات شو نو پر تولید کوونکو به مو شکایت کاوه او مات شوی توکی به مو ورته بېرته ګرځولو خو نن سبا چې دومره پیسې مو پرې نه وي ورکړي ځکه خو یې غورځوو او پر ځای یې بل رانیسو. تاسو له ځان سره محاسبه وکړئ چې په وروستیو کې به مو څومره چیناني توکي رانیولي وي، آیا دغه توکي مو له کار پرېښودو او ماتېدو له امله بیرته پلورونکي ته مسترد کړي دي؟
دغه چاره د لټۍ لامل هم کیدای شي، د بیلګې په ډول نن سبا د دې لپاره چې د لوښو د مینځلو څخه ځان خلاص کړي وګړي په یو ځل مصرفي لوښو کې خوراک او څښاک کوي.
د دغه پورتنیو منفي اغېزو تر څنګ یو ځل مصرفي اقتصاد ځینې مثبتې اغېزې هم لري. د بیلګې په ډول نوموړی اقتصاد د ډېر استعمال له امله د بیلابیلو توکو د تولید د زیاتوالي لامل کیږي چې په پایله کې یې تولید کوونکي د لویه پیمانه تولید له لارې لویه ګټه لاس ته راوړلای شي. له بله اړخه یو ځل مصرف کیدونکي توکي ارزانه وي او ډیری وګړي یې د اخیستلو توان لري.
نن سبا که د یو ځل مصرفي اقتصاد ونډه زیاته ده خو بیا هم ټول توکي داسې نه دي او اوس هم مونږ کولای شو خپل ځینې توکي د دوهم ځلې کارولو لپاره ترمیم کړو.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.