د الکولو (الکولي مشروباتو) د څښلو ضررونه

  ابراهیم شینواری
الکولي مشروبات استعمالول هم یو منفي انساني عادت دی. الکول ډېر زیات ضررونه لري او په نړۍ کې هر کال په  میلیونونوکسان لدې امله مري. یوازې په امریکا کې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې ۸۸۰۰۰ کسان د الکولو له امله مړه شوي او د دوه نیم میلیونه کلونو کاري پوټنشیل له منځه تللی دی.
الکولي مشروبات که اندازه یې کمه هم وي، ډېر ژر بدن ته  جذبېږي او په مرکزي عصبي سیستم په بیړه منفي اغېزه کوي. د پروټین د کمښت سبب کېږي،  د حجرو د تخریب له امله د معدې د زخم، له کولمو څخه دویټامین ب ۱۲ د جذب د کمښت، په ځیګر کې د ویټامین ډي د جوړښت د مخنیوي او د صفرا د تولید د کمښت سبب کېږي. د ځیګر التهاب، سیروز او سرطان تولیدوي.
د الکولو لنډمهالې او بيـړنۍ ستونزې ګډوډ لید، ګنګسیت، کانګې، نسناستی، د معدې دروندوالی، سردردي، د تنفس ستونزې، بې توازنه لید او اورېدل، د دماغ کمزوری برداشت او همغږي، بې شعوري، کمخوني، کوما او د حافظې ګډوډي.
همداراز ځان او بل ټپي کول، ټکرونه کول، تشدد، له لوړو ځایونو راغورځېدل، سوځېدنې، تجاوز او ټولنیزه بې نظمي.
 
د الکولو اوږدمهالې او دايمي ستونزې
غیرارادي ټپي کېدل، قصدي ټپونه، په دنده کې ټپونه، تسمم، د وینې لوړ فشار، دماغي سکته، د زړه ناروغۍ، د ځیګر ناروغۍ، د اعصابو زیانونه، جنسي ستونزې، د دماغ دایمي زیانونه، د ویټامین ب ۱ کمښت چې د کمخونۍ، بې حسۍ او بې حالۍ سبب کېږي، د معدې او کولمو قرحه (زخم) او التهاب، سوتغذي، د خولې او مرۍ سرطانونه.
الکولو د نړۍ ډېر مشهور پوهان، هنرمندان او څېړونکي وژلي؛ ډېر درانه خلک یې شرمولي او بې عزته کړيدي او ډیر یې په اصطلاح له سړیتوبه ایستلي دي. اوس ۱۵ میلیونه امریکایان له الکولیزم څخه ځورېږي او د موټرو ۴۰٪ ټکرونه د الکولو د څښلو له امله پېښېږي.
 
د الکولو، سګرټو او نورو مخدراتو استعمال ته خلک ولې تشويقېږي؟
د رسنیو له لارې، د ممثلینو له لارې، د کلي کور او ټولنې د ځینو خیالي ځوانانو له خوا د دغو موادو د کارولو له لارې، د دغو موادو د پلورونکو له خوا، د ذهني ناارامتیا لرونکو له خوا د ارام میندلو په تمه او دې ته ورته حالاتو له لارې.
د علاج لارې یې د قوانینو له مخې بندیز، د اخلاقي او دیني تبلیغاتو له لارې د خلکو منع کول، د کلکې دینې عقیدې له لارې پخپله له دغو سلوکونو ډډه کول، د روغتیايي تعلمیاتو او مشوره ورکولو له لارې او د نجات په مرکزونو کې د بستري کېدو له لارې د دې اعتیادونو څخه خلاصون ممکن دی، خو ټینګ عزم او پر نجات باندې باور یې کیلي ده.
په امیندوارۍ کې یې ضررونه ډېر وژونکي دي چې مخکې په دغه برخه کې پوره معلومات ورکړل شول.