په مطالعه کې د وخت ارزښت 

 
د ډاکتر محمد ابراهیم شینواري ژباړه او لنډیز
وخت زموږ تر ټولو باارزښته شتمني ده. وخت پیسې دي او وخت ژوند دي. کله چې ژوند او پیسې په مطالعه ولګیږي نو ارزښت یې څو چنده کیږي. د نړۍ ټول رهبران او کاشفان هغه خلک دي چې مطالعه کوي. د مطالعې لپاره د وخت او پیسو مصرف بیرته ۹۰۰ چنده ګټه راوړي. ۲۱ مه پیړۍ د معلوماتو پیړۍ ده، معلومات یو ځواک دی، خو په هرو ۵ – ۷ کلونو کې د یوې مشخصې برخې معلومات زړیږي او څوک چې مطالعه نه کوي، نوي معلومات لاس ته نشي راوړي.
هر نوی او مثبت بدلون له مفکورې څخه منځ ته راځي او ښې مفکورې په هغو کسانو کې وي چې نوي شیان مطالعه کوي. ډیره مطالعه له ډیرو او ښو کارونو او فرصتونو د میندلو سره مساوي ده.
مطالعې ته باید پلان ولرو. که په اونۍ کې یو کتاب ولولو، په میاشت کې ۴، په کال کې ۵۲ او په لسو کلونو کې تر ۵۰۰ زیات کتابونه کیږي. دا لوی شمیر موږ د دې وړ کوي چې نږدې په هره موضوع کې د هرې سویې سیاسي او ټولنیزو مشرانو په مخکې خبرې وکړای شو او داسې خبرې چې د خلکو خوښې شي. که هره ورځ لږ تر لږه یو ساعت مطالعې ته ورکړئ، دغه هدف ته رسیږي.
ستاسو د ژوند تر ټولو لویه شتمني ستاسو  مسلک او هغه مهارتونه دي چې تاسو پرې خپل ورځنی عاید ګټئ. دا تر بانکونو او جایدادونو ځکه ستره شتمني ده چې هر چیرته درسره ځي. نو په دې تر ټولو ستره شتمنۍ پانګونه وکړئ. د خپل عاید لږ تر لږه ۳٪ پخپل مسلکي پرمختګ او د نوو پوهنو، معلوماتو، مهارتونو او تجربو رده کړې ته بیل کړئ. مطالعه ستاسو د پانګوال کیدو یا شتمن کیدو تضمین دی.په مسلکي مجلو، د مسلکي مطالعې په کلبونو، انټرنیټي کلبونو او هغو ټولنو کې غړیتوب واخلئ چې مسلکي بحثونه او خبرې اترې پکې کیږي.
زده کړه او په زده کړه پانګونه افزایشي دارایي (زیاتیدونکي پانګه) ده. هغه هره روپۍ چې تاسو یې پخپله زده کړه لګوئ. ستاسو عاید پوره زیاتولی شي.
لکه د ژوند په ټولو برخو کې چې له کم وخت د زیاتې استفادې هنر زده کول ضرور دی، دغسې د مطالعې په برخه کې هم وکړئ. که په موټر کې روان یاست مهم خبرونه، علمي معلومات او مسلکي مسایل واورئ. کله چې کور ته راځئ، له ماشومانو سره مو د نوو موضوعاتو د شریکولو له لارې هم د علم په تعمیم، هم د ماشومانو په روزنه او د خپلو معلوماتو د تکرار له لارې په هغوی ځان ښه پوهوئ. د چټکې مطالعې د لارو چارو کورسونه ونیسئ، چې په یوې دقیقې کې مو د لوستلو سرعت تر ۱۰۰ کلیمو او په حافظه کې د هغو د پاتې کیدو میزان ۸۰٪ ته لوړ شي. د مهمو موضوعاتو د لنډیزونو د جوړولو له لارې په کم وخت کې ډیر څه زده کولی شئ.
د   OPIR Overview, Preview, In-views, Review)   ) میتود زده کړئ. چې په لږ وخت کې هم زیاته مطالعه وکړئ او مهم او بیړني مسایل له عادي او نامهمو څخه بیل کړای شئ.
Overview یا په سرسري نظر د عنوانو او مهمو برخو کتنه.
Preview یا مهمې برخې ژر ژر لوستل. پدې میتود کې د هر متن لومړی او وروستی پراګراف پوره او نور د هر پراګراف لومړی او دوهمه کرښه پوره او نور هسې له نظره تیر کړئ.
Inviews یا ژوره لوستنه. دا په داسې حال کې وکړئ چې یا ازموینې او یا یو مهمې پيښې ته تیاری نیسئ. ټول پدې صورت کې ټول متن په دقت ولولئ، بیا له ځان سره تکرار کړئ او ځان ډاډه کړئ چې پوره حاکمیت پرې لرئ.
Review یا بیا کتنه په هغه وخت کې کوئ چې معلومات مو زده وي، لوستي مو وي، خو د بیا کره کولو او یا د لا رایادولو لپاره مو پکار وي.
بله مهمه مسئله دا ده چې بې ضرورته شیان مه لولئ. پخوا دا ویل کیدل چې هر کتاب په یو ځل لوستو ارزي. دا خبره سمه نده، ځکه ځینې کتابونه منحرفونکي، وخت ضایع کوونکي او د ناسمو معلوماتو لرونکي وي، د یو لیکوال په وینا دغسې کتابونه په لوستلو نه په سوزولو ارزي.
ښه ده چې تاسو د مهمو هدفونو د لومړیتوب لست ولرئ، هغه کتابونه او مواد وټاکئ چې د لومړیتوب په الف، ب، یا ج ګروپونو پورې مربوط وي. هغه چې ستاسو د ژوند هدفونو ته د رسیدو سره مرسته نه کوي نو تاسو هم ترجیح مه ورکوئ. باهدفه ژوند مهم دی.
بله مهمه مسئله داده چې زده کړي معلومات مو له نورو سره شریک کړئ. دا کار دوه ګټې لري؛ یو دا چې د جاریې صدقې د ثواب مستحق کیږي او بل دا چې له نورو سره مو ښې اړیکي جوړیږي. د بریالیتوب د ډیرو سببونو په سر کې استعداد او ټولنیزې اړیکي ټینګول ډیر مهم دی. نو تاسو معلومات د جاریې صدقې په نیت شریک کړئ. د نورو مینه او مرسته درته اتومات او مفته راجلبیږي.
 د ټول عمر یا له زانګو تر ګوره زده کوونکي اوسئ. پدې کې مو هم له یوې خوا د یو سنت د ژوندي ساتلو ثواب په برخه کیږي او له بل لوري مو معلومات نوي کیږي او معلومات خو شتمني، ځواک او عاید دی نو هم مو خرما او هم ثواب په برخه کیږي.
زده کړه او مطالعه د دنیایي او اخروي بري لومړی کیلي ده. د علم زده کړه د انسان د بینایي سبب کیږي ځکه قرآن کریم عالمان د بینا او ناپوهان د ړندو سره یو شان ګڼلي دي. پوهه انسان په دین سم پوهوي او ځکه له الله تعالی تر ټولو ډیر ویریدونکي خلک د الله تعالی عالم بنده ګان دي.