د وخت ځواک او د هغه تنظیم (دویمه برخه)

 
د ډاکتر محمد ابراهیم شینواري لیکنه، ژباړه او لنډیز
ټول کارونه د لومړیتوب له مخې تر سره کړئ. 
Ö        کارونه د [الف، ب، ج او د] په ګروپونو وویشئ. تر ټولو مهمو کارونو ته (الف)، دویمه درجه مهمو کارونو ته (ب)، درېیمه درجه مهمو کارونو ته (ج) او نامهمو کارونو ته (د) ولیکئ. (الف) کارونه پخپله تر ټولو مخکې وکړئ، (ب) کارونه په دویم ګام کې تر سره کړئ. (ج) کارونه نورو همکارانو ته وسپارئ چې تر سره یې کړي. (د) کارونه پریږدئ. هیڅوک ټولو کارونو ته وخت نشي پیداکولی خو ضروري کارونو ته ضرور وخت پیدا کولی شي او باید پیدا یې کړي.
Ö        د (الف) په کارونو کې هغه کارونه راولئ چې تر ټولو مهم وي، که دا کارونه مشکل او خسته کن هم درته ښکاري. تاسو همدا مشکل او خسته کن کار تر ټولو لومړی وکړئ. داسې یې وګڼئ چې د ملاریا درمل خورئ او کونین چې تر ټولو اغیزناک خو ډیر زیات ترخه درمل دي، تر ټولو لومړی وخورئ. کله چې تر ټولو ترخه درمل لومړی وخورئ یعنې تر ټولو خسته کن او ستونزمن کار تر ټولو مخکې وکړئ، نو فکر او خیال مو ډیر ارامیږي. وروسته تر هغه نور کارونه تر سره کړئ، دغسې اسان کارونه په ډیره اسانۍ کولی شئ.
Ö        د کارونو د لومړیتوب په ټاکلو کې د هر کار په شان د ۲۰ او ۸۰  قانون یا د پریتو قانون (Pareto’ Rule) په پام کې ونیسئ. ۲۰٪ کارونه زموږ د ۸۰٪ نتیجو مسئول دي. باید دغه ۲۰٪ مهم کارونه تشخیص، پلان او اجراء کړو، پاتې ۸۰٪ نورو همکارانو ته سپارلی شو. له بلې خوا موږ هم باید خپل ۸۰٪ وخت دغو مهمو کارونو ته ورکړو.
Ö        د ۳ قانون زده او عملي کړئ: هره ورځ لږ تر لږه درې مهمترین کارونه په نښه کړئ. د ورځې په پای کې چک کړئ چې دغه درې کارونه مو سر ته رسولي دي که نه. ورو ورو دا خپل عادت کړئ چې باید دغه درې مهمترین کارونه درځینې هیڅکله نا اجراء شوي پاتې نشي.
Ö        هره ورځ هغه کلیدي شاخصونه وارزوئ چې ستاسو بریالیتوب پرې تلل کیدای شي. د کار زیاتوالی او حجم مهم ندی. ستاسو کار هله مهم دی چې تاسو ته شاخصونه د بریالیتوب پر لور د تګ اشاره درکړي. شاخصونه داسې وټاکئ چې ستاسو رسمي او مهم کارونه وتلي، همدا رار ستاسو د دوامدار پرمختګ او پوخوالي اندازه دروښايي.
Ö        د Triage   قانون وکاروئ: د دوهم نړیوال جنګ پر مهال چې به روغتونونو ته زیات ټپیان وروړل کیدا، ډاکترانو ورته رسیدګي نه شوه کولی نو په درې ډلو به یې ویشل: هغو ناروغان به یې هیڅ تر درملنې لاندې نه نیول چې د ژوند چانس به یې نه، هغه ناروغان به یې منتظرول چې بې له بیړنۍ مرستې به هم ژوندي پاتې کیدل او ټول تمرکز به یې پر هغو ناروغانو کاوه چې د ډاکتر له مرستې پرته به یې ژوند نه شو ژغورل کیدای. تاسو هم کارونه داسې وویشئ چې ځان ته هغه کارونه پریږدئ چې تر ټولو مهم وي او ستاسو د مستقیم پام پرته په ښه ډول نه تر سره کیږي.
Ö        د A, B, C  قانون هم کارولی شئ: ډاکتران په د بیړنۍ مرستې په خونه کې دا قانون مراعاتوي. لومړی هغو ناروغانو ته توجه کوي چې تنفسي لاره (airway) یې بنده وي، بیا د وینې بهیدنې(bleeding)   ناروغ ته ځان رسوي ځکه د وینې بهیدل هم ډیر ژر ناروغ وژني. په دریم ګام کې هغو ناروغانو ته پام کوي چې شعور (conscious) یې بایللی وي. په اداره کې موږ کولی شو دا قانون پدې ډول جوړ کړو: لومړی مهمو او بیړنیو کارونو ته توجه وکړو، بیا مهمو کارونو ته پام وکړو، تر هغه وروسته بیړنیو کارونو ته چې اهمیت یې کم وي او په پای کې هغو کارونو ته پام وکړو چې اهمیت یې کم او بیړني نه وي. په کار کې هم لدې قوانینو د نوښت او تدبیر له مخې استفاده کولی شو.