د برمته شویو کسانو په سر لویه معامله وشوه.

 
لیکنه امین پاچا
 
کابو دوه میاشتې وړاندې د کابل کندهار پر غځېدلې لویه لاره د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې، څو مخپټو وسلوالو له دوو بسونو څخه لږ تر لږه ( یو دېرش) هزاره مسافر برامته کړل. افغان حکومت د برامته شویو مسافرو د خلاصون په موخه نظامي عملیات پیل کړل، نومړي عملیات افغان حکومت ته په شپږ میلیونه ډالره تمام شول، خو د برامته شویو د خلاصون په برخه کې یې کوم اغېز نه درلود، وروسته له هغې د دولت له لوري په یو شمېر قومي سپین ږیرو او مخورو فشار راغی او دوی یې د برامته شویو د لټون په موخه وګومارل، سپین ږیرو له وسلوالو سره وکتل او د دوی شپږ ماده یي غوښتنې یې په یوه مکتوب کې حکوت ته وړاندې کړې، له بلې خوا د برامته شویو کورنیو هم د خپلو عزیزانو د لټون په خاطر هرې خواته منډې وکړې، د مشرانو جرګې مخې ته یې خیمې ووهلې، لاریونونه وشول، د ولسي جرګې دوازه یې د وکیلانو پر مخ وتړله، مدني فعالینو پر افغان حکومت نیوکې وکړې چې ګواکې دوی د برامته شویو مسافرو په خلاصون کې پاتې راغلي او داسې نور حرکتونه وشول.
اوس د دوی له ډلې نولس کسه را خوشي شوي دي، خو پوښتنه دا ده چې دا نولس برامته شوي د څه په بدل کې را خوشي شوي دي؟
افغان ولسمشر د دې برامته شویو تر را خلاصېدو څو شېبې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې د دې نولسو کسانو د خلاصون په بدل کې هېڅ کومه معامله نه ده شوې، ده زیاته کړه چې د دوی په بدل کې هېڅ کوم کورنی یا بهرنی مجرم نه دی خوشی شوی، خو وروسته کله چې خلکو او رسنیو خبره را برسېره کړه هغه هم دا چې د ( ۱۹) کسانو په بدل کې (۲۶) زندانیان هغه هم هغه زندانیان چې د بدخشان او ورته نورو پېښو کې یې لاس درلود خوشي شوي دي.
بله دا چې وروسته له څو کلونو د غزني د ناوې ولسوالي د وسلوالو طابانو په ولکه کې وه، په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو به ګډو عملیاتو کې نومړې ولسوالي د وسلوالو له شتون څخه پاکه شوه، خو دولت بېرته وسلوالو ته پرېښوده په داسې حال کې چې میلیونونه ډالره پیسې د دې ولسوالۍ به نیولو ولګول شوې، چې د دې علت هم همدا نولس کسان وو، ویل کیږي چې د دوی په بدل کې دولت نومړې ولسوالي بېرته وسلوالو ته پرېښوده.
پوښتنه دا ده چې د دې ډول کسانو په بدل کې مجرمین خوشي کول به څه پایله ولري؟
زما په نظر نور وسلوالو ته دا یو ښه چانس په لاس ورغی، وروسته له دې به دوی ملکي خلک برا-مته کوي او په بدل کې به یې له دولته څخه امتیازونه غواړي.
بل دا چې د خلکو باور به پر افغان حکومت ورځ تر بلې کم شي.
بل دا چې د جنګ لمن به نوره هم په هېواد کې وغوړیږي.
.......
اوس پوښتنه دا ده چې د پاتې نورو کسانو په بدل کې به څه ډول معامله کیږي؟
ایا دې ته ورته معامله به وي؟
ایا بله کومه خطرناکه معامله به وي؟
د دې پوښتنو ځواب ستونزمن دی زه خو نشم کولای ځواب یې کړم.
په درناوي