
په وروستیو کې چین د نړۍ په کچه دویم اقتصادي ځواک پېژندل شوی دی. د امریکا له متحده ایالاتو وروسته د نړۍ په کچه د چین ناخالص کورنی تولید تر ټولو زیات دی. که د کورني ناخالص تولید اندازه د پېر د ځواک څرګندونه هم کوي ځکه خو له دې اړخه چین هم په اقتصادي ډګر کې تر نورو غښتلی شمېرل کیږي.
چین هڅه کوي چې د خپل اقتصادي پرمختګ کچه لس سلنه او یا هم له دې څخه لوړه وساتي چې د همدغه ټکي په پام کې نیولو سره چین شاید لس یا هم شل کاله وروسته د نړۍ په لومړي اقتصادي ځواک بدل شي.
د چین د چټک اقتصادي پرمختګ د نړۍ د نورو هیوادونو لکه اروپا او امریکا سره ځینې اندېښنې او سوالونه پیدا کړي. د چین له اقتصادي پرمختګ څخه چا ته زیان رسیږي او دغه احتمالي اقتصادي زیان به څه وي؟ په دغه لیکنه کې په لنډه توګه پر هغه اقتصادي اغېزو بحث کوو چې د چین له اقتصادي پرمختګ څخه رامینځته کیږي.
د خامو موادو او نورو اساسي توکو د تقاضا زیاتوالی: د چین اقتصادي پرمختګ د تولید د خامو موادو او نور اساسي توکو تقاضا لوړوي چې دا چاره د نوموړو توکو د بیو د لوړوالي لامل کیږي چې له امله یې د خامو موادو او د نورو بنسټیزو اجناسو کمښت یا shortage رامینځته کیږي. ویل کیږي چې چین په یوازې ځان په نړۍ کې د نفتو ۳۳ سلنه مصرفوي.
د ختیځ او لویدیځ تر مینځ اقتصادي نا انډولتیا: په چین کې د لګښت په پرتله د پس انداز کچه خورا لوړه ده چې دا چاره له ختیځ څخه لویدیځ ته د پانګې یا سپماګانو د لیږد لامل کیږي چې له امله یې په غرب کې د تادیاتو د جاري بیلانس کسر رامینځته کیږي. دا چې په اسانۍ سره د امریکا متحده ایالاتو کاروبارونه له چینایانو څخه د اسنادو د پلور له لارې پورونه تر لاسه کوي ځکه خو دا چاره په نوموړي هیواد کې د سود د نرخ د کموالي لامل کیږي.
د چاپیریال ککړتیا: په چین کې چټک اقتصادي پرمختګ د نړۍ په کچه د تودوخې د زیاتوالي او د چاپیریال د ککړتیا لامل هم کیدای شي. دا چاره یوازې چین یا اسیایي هیوادونو ته نه بلکې د نړۍ په کچه هیوادونو او وګړو ته زیان رسوي.
د بهرنیو شتمنیو تملک: چین په لویه پیمانه د بهرنۍ نړۍ څخه پانګه راټولوي، دغه چارې چین ته پر نورو هېوادونو غښتلي اقتصادي او سیاسي ځواک بښلی دی. چین د یو ټریلیون امریکایي ډالرو په مقدار د امریکا د متحده ایالاتو د پور اسناد یا بانډونه رانیسي، کله چې چین دغه بانډونه خرڅوي نو د امریکا د متحده ایالاتو اقتصاد ته لویه ضربه ورکولای شي.
د چینایي ین د تبادلې د نرخ کموالی: د چین په اقتصادي او پولي پالیسي یوه نیوکه دا هم ده چې په قصدي توګه یې د خپلې کرنسۍ ( ین) د بهرنۍ تبادلې نرخ کم کړی دی چې د دغه چارې له امله د سوداګرۍ بیلانس په لویه پیمانه په زیاتوب یا Surplus کې وي. د دغه سیاست له امله امریکا د چین سره ډیره په عذاب ده.
چین په خپل هیواد کې د رقابتي تولید له لارې د انفلاسیون نرخ ډیر ټیټ ساتلی. چینایي توکي نه یوازې د کور دننه ارزانه دي بلکې په بهرنۍ نړۍ کې هم چینایي توکي تر ټولو ارزانه پلورل کیږي او همدغه ارزانه چیناي توکي دي چې د لویدیځي نړۍ د وګړو د ژوند معیار یې هم لوړ کړی دی. که څه هم لویدیځ هیوادونه او امریکا د چین په وارداتي توکو لوړې تعرفې وضع کوي خو بیا هم نشي کولای د چینایي توکو د ډیرې ارزانۍ له امله د هغوی د ورود مخه ونیسي.
د چین رقیب هیوادونه یو څه خوشبین دي او اټکل کوي چې چټک اقتصادي پرمختګ کولای شي په چین کې د کاري ځواک مزدونه لوړ کړي چې له امله به یې د چینایي توکو د تولید لګښتونه لوړ شي او چین به د ډیری توکو په تولید کې د ګټورتوب له بام څخه ولویږي. همدارنګه چین د امریکا د متحده ایالاتو د شتمنیو ډیره برخه په واک کې لري او دا ممکنه نه ده چې په یو ځل یې وپلوري ځکه خو دا چاره د چینایي ین د ارزښت د لوړیدا لامل کیدای شي. د چین رقیب هیوادونه دا هڅه هم کوي چې د چین لپاره داسې توکي او خدمات تولید کړي چې هغوی یې په خپل هیواد کې نشي تولیدولای د بیلګې په توګه د زده کړې خدمات او نور چې له دې لارې کیدای شي د چین سره د سوداګریز بیلانس نا انډولتیا تر یوه بریده را کمه کړل شي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.