د نړیوالتوب اړتیا څه ده؟

 
د نصیر کوټوال ژباړه او زیاتونه
 
آیا دا به غوره نه وي چې توکي او خدمات چې په کومه سیمه یا هېواد کې تولیدیږي همغلته وپلورل شي او هر هېواد د خپلې اړتیا وړ توکي او خدمات په کور دننه تولید کړي؟ دا چاره د بېلابېلو لاملونو له مخې هېڅکله شونې نه ده او نن سبا د ګلوبلایزیشن یا نړیوالتوب له امله توکي او خدمات د یو هېواد پر ځای په بېلابطلو هېوادونو کې تولیدیږي او همدارنګه د پلور په موخه په ټوله نړۍ کې ویشل کیږي.
که جاپان د موټرو په تولید کې نسبي ګټورتوب یا مزیت ولري، یعنې د نورو هېوادونو په پرتله موټرونه د کمو منابعو په کارولو سره موټرونه تولید کړلای شي نو د نړۍ هېوادونه کولای شي د کورني تولید په پرتله له جاپان څخه په ارزانه بیه موټر وارد کړي او پر ځای یې خپل اقتصادي منابع او د تولید عوامل د هغه توکو او چوپړونو تولید ته ځانګړي کړي چې نسبي ګټورتوب پکې ولري.
ایا دا به ګټوره وي چې یو هېواد یوازې د کور دننه تولید شوو موټرو پر پیرودلو ټینګار کوي؟ نه، دا کار ګټور نه دی. کله چې یو هېواد د موټرو د تولید یو پرمختللی صنعت و نه لري نو ډېر وخت، پیسو او پانګونې ته اړتیا ده تر څو د موټرو د تولید یو غښتلی صنعت رامنځته کړي. که یو هېواد دغه نیمګړتیا پوره کوي او د خپل ناخالص کورني عاید لویه سلنه د موټرو صنعت ته ځانګړې کوي نو دا چاره له دې امله زیان اړوونکي ده چې په نورو برخو لکه ښوونه روزنه، روغتیا، دفاع او نورو عام المنفعه چارو لپاره کم منابع پاتې کیږي او په دغه برخو کې یو هېواد وروسته پاتې کیږي.
که چېرې داسې قانون وضع شي چې باید هر سړی د خپل هېواد تولید شوی موټر را ونیسي نو دا چاره د ګټې پر ځای تاوان لري ځکه هغه وګړي چې د خپل هېواد تولید شوی موټر یې نه خوښیږي هیڅکله نه غواړي چې دغه موټر را ونیسي او د موټر د لرلو څخه صرف نظر کوي چې له امله یې د عمومي تقاضا د کمښت له لارې اقتصادي جریان له خنډ سره مخ کیږي.
ځینې صنعتونه یوازې د صادراتو په موخه رامنځته شوي وي لکه په اسیایي هېوادونو لکه هند، چین او نورو کې د ټوکر صنعت. نوموړي هېوادونه دنړۍ نورو هېوادونو ته ټوکر صادروي. که دغه واردوونکي هېوادونه د خپل کور دننه د ټوکر صنعت پیل کړي نو لکه څنګه چې نوموړی صنعت ډیرې کاري قوې ته اړتیا لري ځکه خو باید د نورو صنعتونو لپاره کاري ځواک دغه نوي رامینځته شوي صنعت ته را ولیږدوي چې دا چاره  په نورو صنعتونو کې د کاري ځواک د کمښت او هلته د مزدونو د لوړوالي له امله د تولید د لګښتونو د لوړوالي لامل کیږي. همدارنګه دغه کاري ځواک د ټوکر نوي زیږیدلي صنعت ته هم په دې شرط  راځي چې د مخکنیو مزدونو په پرتله ورته لوړ مزدونه وټاکل شي  چې دا چاره د ټوکر د صنعت لګښتونه لوړوي او د وارداتي ټوکر پر ځای د هېواد دننه د ټوکر تولید لا ډیر ګران تمامیږي.
ګلوبلایزیشن یا نړیوالتوب د مخ پر ودې هېوادونو لپاره هم په ګټه دی خو په دې شرط چې د نړۍ پرمختللي هېوادونه د خپلو کورنیو صنعتونو په ساتنه کې له یو څه انعطاف څخه کار واخلي او د مخ پر ودې هېوادونو څخه د توکو ورود ته د نړیوالې ازادې سوداګرۍ د یو اصل په توګه احترام وکړي. مخ پر ودې هېوادونه لومړني او ساده توکې تولیدوي او پر مختللي هېوادونه باید خپلو هېوادونو ته د دغه توکو د صادریدو مخنیوی و نه کړي تر څو په مخ پر ودې هېوادونو کې نوي زیږیدلي صنعتونه پرمختګ وکړي تر څو په پایله کې په لویو صنعتونو بدل شي.
د اقتصادي ګلوبلایزیشن او د ازادې سوداګرۍ د له مینځه وړلو یو بل زیان هم د لویه پیمانه تولید د ګټو د له مینځه تلل دي. په دې مانا چې که هر هېواد د خپل ځان لپاره ټول توکي او خدمات پخپله تولیدوي نو له امله به یې بې شمیره کاروبارونه رامینځته شي. دا چاره به د تولید د متوسطو لګښتونو د زیاتوالي د او د تولید د مثمریت Efficiency د کموالي لامل شي، خو په مقابل کې یې د نړیوالتوب او د نړیوالې سوداګرۍ له لارې کیدای شي چې ځینې کاروبارونه په نړیوال بازار کې د نفوذ له امله په لویو کاروبارونو بدل شي او د لویه پیمانه تولید له لارې د تولید د کمو لګښتونو په وسیله ډیره ګټه لاس ته راوړي. د نوموړو کاروبارونو ګټه د نړۍ نورو مخ پر ودې هېوادونو ته هم رسیږي داسې چې ممکن نوموړې کاروبارونه د خپل تولید د پروسې ځینې پړاوونه په هغه هېوادونو کې طی کړي چیرته چې کاري ځواک او د تولید نور منابع ارزانه وي چې له امله یې په دغه هېوادونو کې د روزګار نوي فرصتونه رامینځته کیدای شي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.