
لینکه امین پاچا
دوستانو مخکې له دې چې خپلې اصلي موضوع ته راشم غواړم د متفکر او سیاست تر منځ توپیر په ګوته کړم.
زما له نظره متفکر هغه چاته ویل کیږي چې د یوه ښه فکر او استعداد خاوند وي، د بېلابېلو موضوعاتو په هکله فکر وکړي، ټولنې ته نوی فکر راوړي، کتابونه ولیکي، دروغ ونه وایي، خلکو ته غلط فکر ورنه کړي، خلاصه دا چې ټول کار یې له فکر سره تړلی وي....
خو سیاست بیا بېله موضوع ده، په سیاست کې به له دروغو، چل، فکر او غیر مستقیمو لارو څخه کار اخلې او د همدغو دروغو او غیرو مستقیمو لارو په واسطه به خپل ځان خپلې موخې ته رسوې.
اوس چې په هېواد کې یو متفکر واکمن شوی دی داسې خبرې کوي ته به وایي له خوبه پاڅېدلی او همدا خبرې یې په خوب کې اورېدلې دي، یوه ورځ به په یوه سور او بله ورځ به په بل سور کې وي، یوه ورځ به وینې چې ښې او په زړه پورې نغمې به وایي بله ورځ به بابولالې غږوي.
د خدای بنده له یوې خوا طالب سره سوله کوې، به قطر کې دې دفتر کرایه کړی، د یو شمېر هېوادو په مرسته له طالبانو سره مستقیمې خبرې روانې دي، لومړۍ غیر رسمي ناسته دې درلوده، په راتلوونکي کې به رسمي ناستې هم ولرې، له بلې خوا له خوبه پاڅېږې جنګ ته په جنګ ځواب ورکوې، په هېواد کې روان جنګ یو تحمل شوی جنګ بولې، په دې خو ټول پوهیږي چې روان جنګ یو تحمل شوی جنګ دی او په دې هم پوهیږي چې دا جنګ پاکستان او امریکې په موږ تپلی دی.
زه وایم چې که ته جنګ ته به جنګ ځواب ورکوې نو لطفا مهرباني وکړه دا د سولې محترمه عالي شورا وتړه، په قطر کې دې پرانیستی دفتر بند کړه، د سیمې او نړیوالو هېوادو څخه د سولې په راوستو کې د مرستې غوښتنه مه کوه.
که ته وایې چې (این کړه تین کړه زما پټی را شین کړه) نو دا امکان نه لري، هغه یو متل دی وایي ټولې مڼې په یوه لاس کې نه نیول کیږي.
اوس هم که چېرې ته غواړې هېواد کې سوله راشي نو متفکر صېب لطفا له خپل فکر څخه په سمه توګه کار واخله کنه دا ځل به ته هېواد د بربادۍ په لوري روان کړې، ټولې خواوې مه خوره یوه خوا په پام کې ونیسه او همغه خوا وپاله.
مننه