
پوهیږو چې د دولت مالي پالیسي Fiscal Policy د دولت پر عوایدو په ځانګړي ډول د مالیاتو پر تنظیم را څرخي. د نوموړې پالیسۍ د بېلابېلو سیاستونو د ټاکلو له مخې کله د مالیاتو کچه لوړه او کله هم کمیږي. په دغه لیکنه کې د مالیاتو د کمښت په اقتصادي اغېز خبرې کوو.
که فرض کړو چې مالیات په ټولیز ډول دری سلنه کمیږي نو دا چاره د وګړو تر واک لاندې عاید د زیاتوالي لامل کیږي چې له امله یې وګړي کولای شي د لګښت لپاره ډېر عاید ولري. دلته چې د وګړو د لګښت کچه زیاتیږي نو ورسره سم ټولیزه یا مجموعي تقاضا Aggregate Demand هم زیاتیږي، ځکه د وګړو لګښت د مجموعي تقاضا په ترکیب کې ځای لري. کله چې مجموعي تقاضا زیاته شي نو د یو هېواد اقتصاد هم ورسره پرمختګ کوي.
خو هر وخت د مالیاتو کمښت د مجموعي تقاضا ډېرښت ته لاره نشي هوارولای. دلته دا هم مهمه ده چې په مالیاتو کې کمښت په څه ډول تمویل یا جبران کیږي.
د بېلګې په ډول، فرض کړئ چې دولت په مجموعي مالیاتو کې پنځه سوه میلیونه کمښت راولي خو په هممهاله توګه په عامه خدمتونو کې خپل لګښتونه هم په همدغه اندازه کموي. د دغه کار په پایله کې به ځینې د ګوتو په شمېر وګړي د مالیاتو د کمښت له امله ګټه وکړي خو ځینې نور به د عامه خدماتو او د خیر ښېګڼې د د کارونو د کمښت له امله و نشي کولای چې د اضافي لګښت لپاره ډیر عاید ولري.
ځینې وختونه ممکن دولت د مالیاتو د کمښت له امله په خپله بودجه کې رامینځته شوی کسر د کورنیو او بهرنیو پورونو د تر لاسه کولو له لارې پوره کړي، خو ایا ممکنه ده چې دغه پورونه په ټولیزه تقاضا کې زیاتوالی رامینځته کړي.
د اقتصادي ځوړتیا پر مهال به دغه چاره مجموعي تقاضا ډېره کړي، ځکه دغه مهال ځینې وګړي غواړي خپلې سپماګانې داسې وکاروي چې ګټه یې تضمین وي او د دې کار لپاره دولت ته د پور له ورکړې بل غوره بدیل نشته. له همدغه لارې څخه دولت د خپلو لګښتونو له لارې جریان ته نه کارول کیدونکي سرچینې داخلوي. کله چې دولت د اقتصادي هوساینې او پرمختګ پر مهال د مالیاتو د کمښت له امله پور تر لاسه کوي او د پور پاڼې پلوري، کله چې سپما لرونکي وګړي دغه اسناد او پاڼې رانیسي نو دا چاره د خصوصي پانګوالو په واک کې د پانګې د کمښت لامل کیږي تر څو پرې په نورو برخو کې پانګونه وکړي.
پر مولدیت د مالیاتو د کمښت اغېز:
د مالیاتو کمښت د بازار د عرضې پر اړخ هم اغېز لري. د مالیاتو کمښت کاري ځواک هڅوي تر څو له وخت څخه وروسته هم کار وکړي او ډېر عاید تر لاسه کړي. خو دلته د مالیاتو کمښت سرچپه اغېز هم لري، او هغه دا چې د ټیټو مالیاتو په شتون کې وګړي کولای شي د عاید لپاره خپل ټاکل شوی هدف په کم وخت کې پوره کړي ځکه خو هغوی د خپل کار ساعتونه کموي او له دې لارې د کار د ساعتونو عرضه کمیږي.
د مالیاتو د کمښت اغېز د وګړو او کاروبارونو د اطمینان سره هم تړلی، یعنې که وګړي د راتلونکې په اړه ډاډه او مطمین نه وي نو د مالیاتو د کمښت په صورت کې خپل اضافي عاید نه مصرفوي بلکې هغه د راتلونکي احتمالي مالي او اقتصادي زیانونو د تلافي په موخه سپما کوي. ځینې وګړي ادعا کوي چې د مالیاتو د کمښت له امله وګړي او کاروبارونه یو ډول اطمینان تر لاسه کوي او دا د دولت د مداخلې د کموالي په ډول تعبیروي.
د مالیاتو کمښت د بیروني اغېزو څخه هم خالي نه دی. کله چې د نړۍ په کچه اقتصادي ناورین شتون ولري نو په دغه حالت کې که څومره هم د مالیاتو کچه کمه کړل شي بیا به هم په ټولیزې تقاضا کې کوم زیاتوالی و نه لیدل شي چې له امله به یې د بې روزګارۍ کچه لوړه او د صادراتو کچه به هم زیان وویني.
د مالیاتو د کچې کمښت د مالیاتو له ډول سره هم تړلی دی. د بیلګې پر لوړ عاید لرونکو باید د مالیاتو کچه کمه نه کړل شي ځکه هغوی د مالیاتو د کمښت په پایله کې هم خپل لګښتونه نه زیاتوي او سرچپه یې سپما نوره هم زیاتیږي. د بیلګې په ډول زمونږ په هیواد کې هغه وګړي چې د میاشتې سل زره افغانۍ عاید ولري د لګښتونو د زیاتولو لپاره ډېر کم تمایل لري ځکه د هغوی اړتیاوې د دغه عاید په وسیله پوره کیږي او که مالیات پرې کم شي نو لا یې د سپما کچه زیاتیږي خو په مقابل کې یې د کم عاید لرونکي د مالیاتو د کمښت په پایله کې ګټه کوي، په واک کې عاید یې زیاتیږي او دا چاره د هغوی د لګښتونو د زیاتوالي لامل کیږي. دا موضوع مې د عاید، لګښت او سپما تر عنوان لاندې په یوه لیکنه کې همدلته روښانه کړې ده.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.