
په ساده ډول ویلای شو چې تعرفه Tariff د مالیې هغه ډول دی چې د هېوادونو تر مینځ له سرحد څخه پر تېرېدونکو تولیداتو ایښودل کیږي. تعرفه په وارداتو او صادراتو دواړو وضع کیږي خو مشهور ډول یې پر وارداتو تعرفه ده. په صادراتو تعرفه په ډېرو کمو مواردو کې د پرمختللو هطوادونو او یا د هغه هیوادونو له لوري وضع کیږي چې د یو ځانګړي توکي په صادراتو کې تر نورو مخکې وي. د بېلګې په ډول، د تېلو صادروونکي هېوادونه د تېلو د صادراتو څخه ځانګړې مالیه اخلي تر څو په نړیوال بازار کې د تېلو قیمتونه لوړ کړي او له بله اړخه د نوموړې تعرفې له لارې د خپل عاید اندازه لوړه کړي.
تعرفه د دوو موخو لپاره ټاکل کیږي، د ګټې په موخه او یا هم د کورني صنعت د ساتنې په موخه. ساتندویه protective تعرفه هغه تعرفه ده چې یو هېواد ته د واردیدونکو توکو د مقدار د کمښت په موخه کارول کیږي او له دې لارې هغه کورني تولید کوونکي ساتي چې د بهرنیو ورته توکو سره رقابت ولري. د ګټې د لاس ته راوړلو تعرفه بیا د تعرفې هغه ډول دی چې دولت یې د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه په صادراتو او وارداتو دواړو وضع کوي. د ځینو پرمختللو هیوادونو لپاره تعرفه د عاید د لاس ته راوړلو لویه سرچینه ده. په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د تعرفې څخه لاس ته راغلي عوایدو د نیوزیلانډ د دولتي عوایدو څه له پاسه یو پنځوس سلنه جوړوله.
د تعرفو ډولونه: تعرفې لاندې ډولونه لري.
لومړی – ثابته یا ټاکلې تعرفه: دا د تعرفې هغه ډول دی چې د واردیدونکي تولید د هر واحد لپاره مخکې له مخکې ټاکل شوې وي. د بېلګې په ډول د موبایل د هر تېلېفون، د تلویزیون د هر سیټ او نورو لپاره ټاکل شوې تعرفه. ثابته تعرفه د تعرفې د نورو ډولونو په پرتله په اسانۍ سره تطبیق او اداره کیدلای شي.
دویم – ترکیبي تعرفه: ترکیبي یا Compound Tariff د تعرفې هغه ډول دی چې د خامو موادو سره یو ځای د صنعتي تولیداتو لپاره ټاکل کیږي. یعنې که یو توکی را واردیږي نو په هغه کې د شاملو خامو توکو لپاره هم د تعرفې یوه ځانګړي فیصدي ټاکل کیږي. د دغه کار موخه د کور دننه د خامو موادو د عرضه کوونکو حمایه او ساتنه ده. د دې تر څنګ نوموړې تعرفه د کارتمامو توکو تولیدونکي صنعتونه هم ساتي. د بیلګې په ډول که په ټوکر باندې وارداتي تعرفه ایښودل کیږي نو باید پکې شاملو خامو موادو لکه مالوچو، ورېښمو او نورو باندې هم ځانګړې ټیکس یا تعرفه وضع شي. دلته به له یوه لوري د هېواد دننه د خامو موادو عرضه کوونکي لکه هغه بزګران چې پنبه، ورېښم او نور تولیدوي حمایه شي او له بله اړخه به د ټوکر داخلي صنعت له بهرنیو تولیداتو د رقابت څخه په امن شي.
د تعرفې د دغه دواړو ډولونو موخه د دولت عواید او د کورنیو تولیداتو ساتنه ده، ځکه خو د نوموړو تعرفو قیمتونه باید په داسې ډول وټاکل شي چې نوموړې موخه تر لاسه کړلای شي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.