غزل


یار رانه جدا ښکاري
خړه چې فضا ښکاري

بم یې په اوږه ايښی
ماته خو ملا ښکاري

ستوري راڼه شوي دي
شپه چې نن رڼا ښکاري

زړه یې درد نيولی دی
ځکه وارخطا ښکاري

ډزې د ټوپکو دي
هر څه په هوا ښکاري

څو سپين مخي بیا راغلل
یو پکې اشنا ښکاري

نن دې غوټۍ شونډو اې !
پاڼې د شهلا ښکاري

ګل*ايمان* ترې ورک دی نن
یار چې په ژړا ښکاري
ايمان