مولوي پيروز مو شهيد کړ، د پيروز قلم مو مات کړ، د پېزور افکار مو تری تم کړل، د پيروز ارمانونه مو خاورې کړل، د ځوانيمرګ هيلې مو وسوزولې، د شهيد پيروز د وطن پالنې یو غږ مو خف کړ، د شهيدانو په کاروان کې مو بل دنګ شازلمی ور زیات کړ، د پتیال، شمسي او نورو تنکیو شهیدانو ارزښتناکې وينې مو په سيند لاهو کړې.
مګر،
دا کاروان نه تم کېږي، د وطن پالنې حس ژوندی دی، د شهيد مولوي پېروز لارویان لا ژوندي دي، د پښتنو ننګیالي زلمي لا هم سا باسي دا قوم په وژنو نه خلاصېږي.
دلته به ډېر نور داسې افکار او د مقدس قلم خاوندان پيدا کېږي، چې ستاسې شومې او رزيلې موخې به غندي او د وطن لپاره به په ميړانې سره خپل سر قربانۍ ته ږدي.
ګوره په بیا بیا ور غاړې وتي یو
مرګ ته په خندا ور غاړي وتي یو
اېمان
وروستي