د بهزاد شومې موخې:

 
احمد بهزاد په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو نه بلکې د ایران د استخباراتو استازی، د ملت په کور کې کومې موخې لري او د چا په اشاره کار کوي یوه لنډه تبصره غواړم درته پرې وکړم.
 
احمد بهزاد غواړي، چې د قومونو تر منځ نفاق او تاوتريخوالي ته لمن ووهي، نو د اوس لپاره ورته ښه موقع مساعده شوې ده، چې د ټوټاپ د برق د پروژې نه په ګټه اخيستلو سره دا شوم هدف ته ورسېږي. خو شکر د اوس ملت پوه دی د کار او نه کار خلک پېژني. په ټوله کې بهزاد د پرديو خلکو به اشاره روان دی، او نه غواړي چې هغه پروژې بریالي شي، کومې چې د هېواد د راتلونکې لپاره ګټورې پروزي.
 
په تېرو ورځو کې چې کوم لاریون د هزاره وروڼو لخوا تر سره شوه، په دې لاریون کې بهزاد غوښتل هغه په سيند کې غرق شوي ماهیان بيرته لاس ته راوړي، چې خوشبختانه دا کار یې ونه شو او هر څه یې د خاورو سره خاورې شول. تر ډېره بريده یې خپل مخ تورې او جاوسوسه څېره ملت ته برالا او لا منحوس شو.
نوموړي غوښتل، چې په دې کار به ور سره ټول ملت او په تېره بیا هزارګان ور سره ودرېږي مګر ونشول.
احمد بهزاد لیکلي؛
درد ما برق نیست
درد ما فرق است
ته به وا دا خلک ړانده، کاڼه او شل دي چې اوس به هم په دې پسې ځي..
تاته یې اوس د بامیانو د برق څه؟ خو ته یواځې غواړې قومي او مذهبي تفرقې رامنځ ته کړې او ایران د دې لپاره ګمارلی یې، 
اوس تر بل هر وخت چیغې ځکه زیاتې وهي چې د ایران یوه ستره پروژه چې لاریون و، له ناکامۍ سره مخ شو.
بهزاد پیسو د هضم لپاره هر څه کوي، د بهزاد هدف درد برق او فرق نه دی، هدف دا دی چې څنګه کولای شي، قومونه په خپلو کې سره واچوي او سترې پروژې چې ایران پکې خپل تاوان ګوري له خنډ سره مخ کړي. خو، شکر دی چې دا چيغې یې هسې د هوا تورو بازانو ته وکړې، په هر څه کې چې د ملت خير وي خلک په همغه کار باندې خوښ دی او ټول خلک همغه کار غواړي، اوس په هېواد کې ډېر نور داسې تورمخي او رذيل بهزادان شته دي، چې نه غواړي زموږ هېواد ښېرازه او د یوه پرمختللي هيواد په کتار کې و درېږی خو ملت پوه دی او د داسې کرغېړنو څېرو تر شاه نه ودرېږي.
باید په ډاګه ووایم، چې بهزاد د ايران او پاکستان د بدرنګو موخو لپاره های او هوی کوي، ولاکه یې د بامیانو او نورو هزاره وو غم په سر وي. نوموړي له ازادۍ راډیو سره خبرې کړې دي چې داسې چټيیات یې شيندلي دي:
وایي، چې د کابل له لاریون وروسته موږ غواړي، چې نړوالو ته دا خبره وکړو، چې په افغانستان باندې خپلې مرستې ودروي، هغه مرستې چې د اردو او یا نورو  ارګانونو سره کيږي. سمه ده په ټوله کې موږ د چا څخه خيرات نغواړو اما په اوس حالت کې موږ داسې یو هيواد نه یو، چې په ټوله مانا سره هر څه پخله په مخ بوزو، بلکې د نړیوالو مرستو ته اړتیا ده او موږ یو جنګ ځپلی هيواد یو، خو زیار باید وباسو چې تر څو ځان بسیا و اوسو، خو که بهزاد د ملي پروژو د پلي کولو مخه ونيسي یا په ټوله کې د قومونو تر منځ بې اتفاقۍ ته لمن ووهي نه شونې ده، چې موږ دې یو پرمختللی او بسیا هېواد شو.
.
احمد بهزاد په ولسي جرګه کې د هرات وکیل دی او تل یي په افغانستان کې د ایران ګټې پاللي، خو اوس یې چې پر وړاندې خلک دریږي او نه یې پریږدي چې د ایران ګټې خوندي شي، په ناوړه تبلیغاتو یې پيل کړی او په دې سره غواړي، یو ځل بیا خلک پر ځان راټول کړي.
بهزاد دې خبر وي چې اوس به یې هر وخت د پردیو ګټو پر وړاندې ولسونه دریږي او پلان به یې په نطفه کې شنډوي.
ملت ته باید یوه خبره واضح شي، چې هر څوک د ملي پروژو او ملي کارونه د مخې خنډ ګرځي نو تر شاه یې مه درېږئ، ځکه دلته ځينې شېطانان د انسان په جامه کې راغلي، چې موږ او تاسې یې په خبرو او لاپو باندې تېر وتي یو. او بیا به ټوله غواړي چې افغان ولسمشر نړیوالو ته په بد نوم ور و پېژني چې دا موږ هيڅکله ور سره نه منو.
ولسمشره:
دومره مو هم نه در باندې لوریږي چي د ایران او پاکستان په اشاره ددوی د جاوسوسانو په ذریعه ستا سپکاوی وشي، بهزاد او نور شین غوږي دې تل همداسې در بدر خاورې به سر وي.
ولسمشر، که نور هیڅ ندي کړي، د حکمتیار صیب سره د سولې په اړه یې دا ستره لاسته راوړنه هم بس ده!

ایران او پاکستان هیڅکله نغواړي، چې افغانان په ارامه فضا کې ژوند وکړي، همدا یو څو چوکړې یې دلته ساتلې دي چې تشنج او بربریت ته لمن وهي. 

بهزاد وي که بل هر نابود پوزی، چې زموږ د هیواد ملي منافعو ته زیان رسوي، باید موږ ځوانان یئ مخه ونیسو او پرینږدو چې په یوویشتمه صده کې بیا هم موږ د یوې تورې ورځې لیدونکي و اوسو.

خدای دې په هیواد کې سراسري سوله راولي، چې بیا هیڅ بهزاد نامی او بد پوزی جاوسوس دلته دا زمینه برابره نشي کړای چې افغانانو ته د بدې ورځې غوښتونکی وي.


د ايران او پاکستان د جاوسوسانو مخ دې تور وي، د یو سرلوړي ګران افغانستان په لور......
ذبیح الله اېمان