
زه هم له ځانه او له ما هم زنده ګي روانه
زه په خپل او هغه په خپل فکر سهي روانه
نه د غاښونو کړسا شته، نه د چا ژامې رپي
ښایې چې اوس مو له څنګ خیمو ده یخني روانه
لکه جنت غوندې یو ښار کې زنده ګي کومه
نور خېر او خیریت، خو هر ځای انتحاري روانه
څه په امیدونه وه راغلې نښتر له کلي
سپینه کوتره بیرته غره ته وه زخمي روانه
نه مصور شوم، نه یې سترګو په لوستلو پوه شوم
هسې آفتابه ! زړه په زور ده شاعري روانه