
دريم : اسلامي اقتصادي نظام : 1. اسلامي اقتصادي نظام د داسې ضوابطو ټولګه ده چې د انسان په انسانيت د مکمل حفاظت هراړخيزه غوڅ نظرونه لري ، دا ځکه چې دا ډول نظام د ټولې نړې واکدار او خالق ، سميع او بصير ذات راليږدولی دی ، تر څو ددغې اسماني دين او مبين شريعت په نظر کې نېولې موخې وجود ته راشي ، دغه موخې عبارت دی د : - : انسان ماليت او ټوله شتمني . - : انساني عقل . - : انساني نسل . - : او اسماني رالېږدول شوی دين . تر څو په ځمکه باندې د عدالت او مساوات په پياوړو بنسټونو ودان دين له مخې دکرامت او شرافت ، د عزت اووقار څخه ډک د ژوند نوي مراحل ساه واخلي ، دکومو ودانۍ بنسټونه چې هم دا وي ، څښتن به يې د دنيا او اخرت په دواړو کورونو کې د سعادت په مالامال ژوند فائز وي . غواړو چې د اقتصاد هغه نظام چې واضع يې الله پاک دی ، واضع يې هغه ذات دی چې هر شپه او ورځ ورته په عاجزۍ سره نهايت زيات تندي او د کبر سرونه ټيټيږي ، يو څو ځانګړتياوې ذکر کړو ، او ياد به کړو چې اسلامي اقتصادي نظام له مخکې ذکر شوو نظامونو سره په څه کې او څومره توپير لري ؟ 2.ماليت ، شتمني ، او دنيا د الله تعالی ده ، دومره ده چې ځېنو خلکو ته يې پکې واک او اختيار ورکړی دی ، ځېنې خپل مخلوق ته يې خپل دغه ماليت په دومره اندازه ورکړی دی چې د امتحان په صورت کې يې خپل نور ځېنو مخلوق ته لږ او يا هم بيخي ورکړی نه دی ، د غنا او فقر په دواړومرحلو الله پاک خپل مخلوق ازموي چې ايا غني زما په پېرزوينو شکر وباسي ؟ ايا زه ورته د غنا په حالتونو کې ورياد يم ؟ ايا ما ورته په ورکړي ماليت کې کوم فقير ناداره زما د رضا په خاطر کله هم يادوي ؟ ايا د ايثار معنی پکې شته ؟ او فقير او نادار په دې ازموي چې ايا دا کولای شي چې زما په ليکلي تقدير ايمان ولري ؟ ايا په دې کې د صبر ماده شته او که نه ؟ د فقر په حالت کې ما او که د ځمکې نور معبودان يادوي ؟ الله دې وکړي چې مونږ که د ژوند د اقتصاد په هر پړاو کې يو رب العلمين دې مونږ بريالي کړي ، د اخرت له نعمتونو څخه دې الله پاک مونږ نه محروموي ( امين ) . ددې ټولو بنسټ دا قراني اياتونه دي : ۱ - : ( وَلِلِه مَا فِيْ الْسَّمَاوَاتِ وَالاَرْضِ ) . [ سورت نجم : ۳۱ ] په اسمانونو او ځمکه کې ټول هر څه د الله دي . ۲ - : ( وَأَنْفِقُوْا مِمَّا جَعَلَکُمْ مُسْتَخْلَفِيْنَ فِيْهِ ) [ سورت حديد : ۷ ] او له هغې مال څخه نفقه وکړئ چې تاسو ته پکې واک درکړل شوی دی . ۳ - : ( وَآتُوهُمْ مِنْ مَالِ اللهِ الذِيْ آتَاکُمْ ) [ سورت نور : ۳۳ ] . د الله پاک له هغې مال څخه ورته څه ورکړئ کوم چې الله تاسو ته درکړی دی . 3.اسلامي دين له عباداتو او معاملاتو څخه جوړ دی ، او دواړه خواوې سره منځنې ټينګې اړيکې لري . 4.د انسان له پېدائښت څخه موخه د الله پاک د پېدا کړې ځمکې د هغې ارشاداتو له مخې ودانول دي چې الله پاک په پوره تفصيل بيان کړي دي ، هغه ديني ښووني او اسماني ارشادات چې د ګرد مخلوق او په ځانګړي توګه د انسان د ښه ژوند او بهبود ، ددنيا او اخرت د سعادت پوره ضمانت کوي ، د ورانو ويجاړو فلسفو جرړې له منځه وړي او پرځای د تعمير او بيا رغونې هغه بنسټونه ږدي چې انسانيت پکې په هر معنا خوندي وي . 5. په اسلامي چاپېريال کې هر مالدار به د ناداره خيال ساتي . دا نه چې کوم فرد مال او دولت ولري ، لګښت به يې هم پخپله مرضې وي ، نا بلکې څنګه چې اسلام د مال او دولت د لاس ته راوړنې لپاره اصول ايښې دي ، په دغه څېر يې د استهلاک لپاره هم لارې ګودرې ښوولي دي ، دا چې مقصد په ښه توګه واضحه شي غواړم چې ستاسو پام يو څو اياتونو ته راواړوم . ۱ – الله پاک فرمايي : ( أَرَأَيْتَ الَّذِيْ يُکَذَِّبُ بِالدَِيْنِ * فَذَالِکَ الَّذِيْ يَدُعُّ اليَتِيْمَ * وَلاَ يَحُضُّ عَلَی طَعَامِ المِسْکِيْنِ ) [ سورت ماعون : ۱ – ۳ ] . ايا هغه سړي ته دې پام اوغور شته چې د دين تکذيب کوي ؟ همدغه سړی دی چې يتيم ته ديکې ورکوي او د يتيمانانو په خوراک او خواړو هيڅ کله هم تيزي نه کوي . دغې قراني ايتونو هغه بخيل په دنيا عاشق انسان چې هرې خوا ته يواځې ځان ويني ، خپل ډول ډال يې مقصد وي ، انساني رويې څخه محرومه وي ، زړه کې سوخ نه لري واقعاً چې : څه به احساس د بل د اوښکو وکړي ** چاچې په عمر کې ژړلي نه وي خو که دغسې انسان له ټولنې څخه ورک او پناه شي ، د خلکو له ذهن څخه هم ووځي ، له دعاګانو هم هير وي ، څنګه چې به ده د الله پاک مال خواړه او نور يې هېر وو ، دغسې به يې د قبر تورتمونه او حشرات وخوري ، او دخلکو له دعاګانو به هير وي ، دغه مال به يې د قيامت په ورځ اژدها مار جوړ شي او د بدن په نازکه اندام ( د خولې په اوښکو ) به يې چيچي ، او دا يو اواز به ورکوي چې ( أَنَا کُنْزُکَ أَنَا مَالُکَ ) زه ستا خزانه کړی مال او شتمني يم . ۲ - : الله پاک مزيد فرمايي : ( وَفِيْ أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لَلسَائِلِ وَ المَحْرُوْم ) [ سورت معارج : ۲۴ ] . د دوی په شتمنيو کې د غريبانانو او بې وسه خلکو پوره حق دی . ۳ - : او نبي کريم – صلی الله عليه وسلم – فرمايي : ( مَنْ تَرَكَ كَلًّا فَإِلَيَّ وَرُبَّمَا قَالَ إِلَى اللَّهِ وَإِلَى رَسُولِهِ ، وَمَنْ تَرَكَ مَالًا فَلِوَرَثَتِهِ ، [ سنن أبی داود : ۲۸۹۹ نمبر حديث ] له چا څخه چې واړه بچيان پاتې شي زه يې سرپرست يم ، او کله نا کله به يې داسې ويل : الله پاک او بيا د هغه رسول يې ذمه وار دي ، او که له چا څخه شتمني پاتې شوې وي هغه يې د وارثانو حق دی . 6. په مسلمان چاپېريال کې به د اقتصادي توازن او ټولنيز عدالت خاص خيال ساتلی شي . د انسانيت اخلاقي او عقيدوي دا پرمختګ د الله پاک په دې قول مبني دی : ( کَيْ لاَ يَکُوْنَ دُوْلَةً بَيْنَ الأَغْنِيَاءِ مِنْکُمْ ) [ سورت حشر : ۷ ] شتمنې به د ټولنې د مالداره طبقه خلکو ترمنځ اوړي راوړي نه ، او داسې به هم نه کيږي چې ټولنيزې ګټې وټې به يک يواځې د هغه خلکو ترمنځ توزيع کيږي چې شتمن وي . همدغه نقطه نبي کریم – صلی الله عليه وسلم – داسې توضيح کړېده چې ( تُؤْخُذُ مِنْ أَغْنِيَائِهِمْ فَتُرَدُّ عَلَی فُقَرَائِهِمْ ) [ بخاري : ۱۴۹۶ نمبر حديث ] . له شتمنو څخه به زکات اخستل کيږي او په نادارو به تقسيميږي . 7.په پردي ملکيت ځانګړی خيال ساتل چې ضايع نه شي . ددې موخه هم دا ده چې که چا پردي مال ته له حق پرته لاسونه اوږده کړل نو اسلامي شريعت واضح کړي قانون په اساس به ورسره روا چلند کيږي ، څوک هم په اسلام کې نه شي کولای چې په پردي مال خيټه واچوي ، که دغه مال څوک غلا کړي لاس به ترې په دې خاطر غوڅيږي چې د هر مسلمان شتمني په کامله توګه تامين شي ، خو که د خپل مال د حفاظت په لاره کې څوک ژوند له لاسه ورکړي اسلام ورته د شهيد مقام ورکړی دی ، دلومړۍ نقطې اړوند نبي کریم – صلی الله علیه وسلم –فرمايي : ( کُلُّ المُسْلِمِ عَلَی المُسْلِمِ حَرَامٌ دَمُهُ وَمَالُهُ وَعِرْضُهُ ) [ مسلم : ۲۵۶۴ ] د هر مسلمان وينه ، شتمني ، او عزت په بل مسلمان حرام دي . او د دوهمې نقطې اړوند نبي کريم – صلی الله عليه وسلم – فرمايي : (مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ ) [ بخاري : ۲۴۸۰ ] . دخپلې شتمنې په خوندي ساتلو کې که څوک ومړ شهيد دی .