
د اقتصاد د علم اړوند یوه بله جنجالي پوښتنه چې وګړي یې په ځواب ورکولو کې مختلف اندونه لري دا ده چې اقتصاد علم (ساینس) دی او که فن یا هنر؟
ساینس داسې تعریفولی شو چې: علم یا ساینس د پوهې یوه منظمه ټولګه او شکل دی چې د علت او د هغې د اغیزو څخه بحث کوي او د هغوی ترمنځ تړاو پیداکوي، یا په بله بڼه، هر هغه دسپلین چې ځانګړې تیوریګانې، مفاهیم او قوانین ولري چې د علت او د هغه د اغېزو(معلول) ترمنځ تړاو ښایي د علم په نوم یادیږي.
لومړنی اقتصاد پوه چې اقتصاد یې ساینس وبللو رابنیز و. هغه ویل چې د اقتصاد د علم وروستي درې توري(ics) په دې دلالت کوي چې اقتصاد یو ساینس دی، ځکه همدغه درې توري د نورو علومو لکه فزیکس، ډینامیکس او نورو په پای کې هم راغلي دي.
اقتصاد په علمي میتود اقتصادي پېښې څېړي او د یوې اقتصادي موضوع د وضاحت لپاره د ریاضیکي تیوریو او موډلونو څخه استفاده کوي.
د بیلګې په توګه یې د تقاضا او عرضې د کشش یا ارتجاعیت څخه یادونه کولای شو چې د موضوع د څېړلو لپاره یې آن د عالي ریاضیکي میتودونو څخه کار اخیستل کیږي.
د نوي تحلیلي او ریاضیکي موډلونو په معرفي کولو او د هغوی په مرسته د اقتصادي قضایاوو د څېړلو له لارې اقتصادپوهان هڅه کوي چې اقتصاد د وګړو اقتصادي کړه وړه په تیوریکي توګه بیان کړي.
مخکې مو وویل چې ساینس د علت او د هغه له اغېزو څخه بحث کوي، د بېلګې په توګه که د ځمکې د جاذبې قانون په پام کې ونیسو نو په فضا کې هر ازاد پریښودل شوی شی د ځمکې لور ته رالویږي، د دغه چارې علت د ځمکې د جاذبې قانون ګڼل کیږي. اقتصاد هم د علت او معلول ترمنځ د تړاو همدغه ډول ډېری قوانین لري چې د بېلګې په ډول یې دلته د اقتصاد د مشهور قانون یا د تقاضا د قانون څخه یادونه کولای شو. د نوموړي قانون پر بنسټ که د یو توکي بیه کمه نو تقاضا یې زیاته او که بیه یې لوړیږي نو باالعکس تقاضا یې کمیږي، دلته د قیمت لوړوالی او کموالی علت او د تقاضا کموالی او زیاتوالی یې اغېز یا معلول دی. که د ساینس قوانین ټولو ته د منلو وړ دي نو د تقاضا او نزولې بهرې د قانون په څېر ډېر اقتصادي قوانین هم پرته له شک څخه ریښتیني او وګړو ته د منلو وړ دي. که ساینسي قوانین په لابراتوارونو کې ازمایل کيږي، همدغسې د اقتصادي قوانینو اغېز موږ په خپل ژوند کې د سر په سترګو وینو. د دې تر څنګ بېلابېل اقتصادي نظامونه لکه اسلامي اقتصادي نظام، پانګواله، سوسیالیستي او مختلط اقتصادي نظام ټول د بېلابېلو اقتصادي آیډیاګانو لابراتوارونه ګڼل کیږي.
دلته یو څه ستونزې هم شته، او هغه دا چې اقتصادي قوانین پر ټولو یو ډول د پلي کیدو وړتیا نه لري. د بېلګې په ډول نه شو کولای چې د پانګوالۍ اقتصادي قوانین په اشتراکي یا سوسیالیستي ټولنه کې عملي کړو. له بله اړخه اقتصاد پوهان هم د اقتصاد په علمي توب او هنریت کې یوه خوله نه دي. د اقتصاد پوهان اړوند مشهوره خبره ده چې شپږ اقتصاد پوهان څنګ تر څنګ کښینوئ، دوی به هیڅکله هم په خپلو کې کومې پایلې ته سره و نه رسیږي.
پر اقتصادي قوانینو بله نیوکه دا ده چې نوموړي قوانی روښانه نه دي، په دې معنا چې د نوموړو قوانینو د ریښتینولۍ لپاره ځانګړي شرایط ایښودل کیږي او پر قضیې بیلابیل اغېز لرونکي عوامل ثابت په پام کې نیول کیږي.
هغوی چې اقتصاد ساینس ګڼي د خپلې ادعا د ثبوت لپاره بېلابېل دلایل لري، همدارنګه هغوی چې اقتصاد یو هنر ګني هم د خپلې خبرې د ثبوت لپاره معقول دلایل لري. د دواړه خواوو د دلایلو په پام کې نیولو سره موږ پرېکړه کولای شو چې اقتصاد هم علم دی او هم هنر. د دغه علم قوانین، اصول او تیوریانې ساینسي بڼه لري خو د دغه اصولو عملي کول بیا ځانګړی فن او هنر دی. دا سمه ده چې اقتصاد د کمیابو منابعو څخه د نامحدودو اړتیاوو د پوره کولو د لارو چارو د څیړلو علم دی خو دا چې د دغه منابعو په وسیله باید کومه اړتیا لومړۍ پوره شي د ځانګړي هنر څرګندونه کوي. مخکې مو وویل چې؛ علم یا ساینس ځانګړې تیوریګانې، مفاهیم او قوانین لري، اقتصاد هم ځان ته ځانګړي تیوریګانې، مفاهیم او قوانین لری، پر همدغه بنسټ ځینې وګړي د اقتصاد د علمي والي ادعا کوي.
د اقتصاد ساینسي اړخ تر هغه وخت بې معنا دی تر کومه چې یې د پلي کولو او له هغې څخه د اقتصادي ستونزو د حل کولو لپاره ځانګړی فن او مهارت شتون و نه لري. اقتصادي شرایط تل د بدلون په حال کې وي ځکه خو اقتصادي تیوریګانې باید د هر حالت په پام کې نیولو سره په پوره مهارت سره د اقتصادي ستونزو د حل په موخه وکارول شي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.