ولسمشر غني یو دوه مخی بهرنی سیاست غوره کړی.

 
لیکنه امین پاچا
 
له امریکا څخه تر را ګرځېدو وروسته ولسمشر غني یو دوه مخی بهرنی سیاست غوره کړی دی. لومړی دا چې کله د حوثي او شیعه مذهبو تر منځ په یمن کې کړکېچ رامنځته شو نو په دې وخت کې د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې په یمن کې د شیعه مذهبو ډلو د ځپلو په موخه عملیات پیل شول، چې د خلیج یو شمېر هېوادونو هم پکې برخه واخیسته، خو له بلې خوا شیعه مذهبه ډلې د ایران له لوري ملاتړ کېدې، په دې وخت کې سعودي عربستان له یو شمېر نورو اسلامي هېوادو لکه پاکستان او افغانستان د مرستې غوښتنه وکړه، چې پاکستان د دوی دا غوښتنه ومنله او افغان ولسمشر هم د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ. کله چې ولسمشر خپل ملاتړ اعلان کړ، نو څو ورځې وروسته یې ایران ته سفر پیل کړ، خو له دې سفر څخه یې کومه لاسته راوړنه نه درلوده، کوې وعدې چې ایراني چارواکو له ده سره وکړې یوه هم پلي نشوه، تر ټولو مهمه موضوع د کډوالو موضوع وه، ایراني چارواکو ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې نور به افغان کډوال نه زورول کیږي، دوی ته به قانوني اسناد ورکول کیږي، خو کله چې دی کابل ته نه و را رسېدلی، د ایران حکومت د افغان کډوالو په دیستلو او زورولو پیل وکړ.
دویم هند ته د ده سفر دی چې په دې سفر سره یې د پاکستاني چارواکو احساسات را وپارول، دی کله چې واک ته ورسېد نو څو اونۍ وروسته یې پاکستان ته سفر وکړ، چې پاکستان ته یې د دې سفر موخه په افغانستان کې سوله راوستل وو، پاکستاني چارواکو د دې لپاره چې په افغانستان کې سوله راشي زیاتې هڅې وکړي او د کابل او اسلام اباد تر منځ د چارواکو تګ راتګ هم زیات شو، خو پاکستان د دې لپاره چې په افغانستان کې سوله راشي یو شمېر شرطونه وړاندې کړي وو، چې یو له هغې هم له هند سره سمې اړیکې نه درلودل. خو کله چې دی هند ته ځي له هندي چارواکو سره ګوري، نو د اړیکو یو نوی پړاو پرانیزي او هندي چارواکي د ده هره غوښتنه مني، په اروپا کې د افغانستان سفارتونه تړي او پر ځای یې به هند کې کنسل ګرۍ زیاتوي، له هندي چارواکو څخه د سولې په راوستو کې مرسته غواړي، د تروریزم پر وړاندې د یوې ګډې مبارزې غوښتنه کوي، د افغان ځواکونو د تجهیز په برخه کې مرسته غوښتل کیږي، د راکړې ورکړې یا سوداګرۍ په برخه کې له هندي چارواکو سره نوي تړونونه لاسلیک کیږي او له نوي ډهلي څخه په پاکستان غږ کوي چې که چېرې ماته د هند تر بندره لاره راکوې نو ښه، کنه زه به ستا پر مخ ټولې هغه لارې چې په افغانستان کې غځېدلې دي بندې کړم...
خو کله چې پاکستان چارواکي له دې تولو خبریږي، له اسوشیټټ پریس ورځپاڼې سره په یوه ځانګرې مرکه کې وایي چې په افغانستان کې د سولې راوستل ناشوني دي او له دې سره سم په هېواد کې نا امنۍ هم ورځ تر بلې زور اخلي.
په درناوي