له ناپاکو خوړو څخه پېداکېدونکې ناروغۍ


هر کال په میلیونونو انسانان له ناپاکو خوړو څخه د راپیدا شوو ناروغیو څخه ځورېږي. په پرمختیایي او پر مختللیو دواړو ملکونو کې دا ستونزه ډېره ستره ده. د امریکا په متحده ایالاتو کې د یوې منبع له مخې ۴۸ او د بلې له مخې ۷۶ میلیونه کسان هر کال د خوړو په تسمم اخته کېږي چې ۳۲۰ زره یې بستر کېږي. په استرلیا کې څلور نیم میلیونه او په فرانسه کې هر کال ۷۵۰ زره کسان هر کال له غذایي تسم سره مخ کېږي.
له  خوړو زیږیدونکې ناروغۍ په لسګونو دي، چې بیړنۍ او خطرناکې ناروغۍ دي او زیاتره له ناپاکو او ځنډنیو خوړو څخه پیدا کیږي. معمولا عامل یې میکروب یا د میکروب ذهر وي.
له میکروبونو څخه راپیداکیدونکې ناروغۍ هغه دي چې په خوړو کې موجود میکروب بدن ته ننوزي او د بدن د انساجو د میکروبي کېدو او تخریب په نتیجه کې ناروغي رامنځته کړي. دا میکروبونه کېدای شي، فنګسونه، باکتریاوې، پرازیتونه او یا هم ویروسونه وي. د دې ډلې ډېر خطرناک میکروبونه د کولرا عامل، د محرقې عامل، شګیلا، یرسینا، اشیرشیا کولای، کمپیلو باکتر، ویبریو پارهیمولایتیکس، لستیریا، کاندیدا، سپوروتینیک، وانیلا، هیپاتایتیس الف، نورواک ویروس، د پولیو ویروس او نور ډېر دي.
ذهر جن مواد چې له خوړو سره بدن ته ننوزي او یا بدن ته د داخل شوو میکروبونو څخه ازادېږي، معمولا د کلستریدیم بوتولیزم، کلستریدیم پرفرینجس، باسیلس سیریس او نورو توکسینونه دي.
له خوړو څخه زېږېدونکې ناروغۍ ډېرې خطرناکې وي، بیړنۍ درملنې ته ضرورت لري، خو ښه دا ده چې له اخته کېدو څخه یې ځان وساتو. د ساتنې لار یې هماغه دي چې پاس مو د خوراک د ساتنې په برخه کې په پنځه مادو کې تشریح کړې.
د ځینو ذهر جنو خوړو خوړل هم د ناروغیو او یا ممکن مړینو سبب شي، چې باید په کلکه ترې ډډه وشي
د