بيوطنه کډوال

خیال می وه چه زه او ته به
تر ابده پاتى کيږو
غیږ په غیږ به یو مونږ دواړه
لاس په لاس واړه بې خاره
بې بیلتونه او بې باکه
خو ته لاړې په سې لاړې
په درنو ماتو ګامونو
سم په کریږو په نارو وې
خوږې سولې ته خوولاړې
او جنگونه دې را پریښول
راکټونه او ټانکونه
بیننګیانې، تاوتریخوالۍ
مات نغرۍ، ړنګې کوڅې شوې
او تنکۍ زما وجود وه
ریګدیدم زه ترپیدم زه
او ژړا مې ورته کړله
هر راغلي بربریت ته
هر بې سا، ټپي انسان ته
وار په وار څیري ګریوان ته
هر یتیم ته!
سولې تا ته!
نور مې پریکړه داسې وکړه
هر څه پریږدم او سر واخلم
لکه تا!
نور زه لاړم ستا په لټه
په زړه تنګو تیارو لارو
شينډى وچى،وږۍ، تږۍ
ژوبل ځان، وینې پښې وې
پټ په پټه، بیریدلۍ
بی له ماله، لوڅ لغړ وم
خو زړه ډک له پنډکیو
ډیرې غوټې پرې وهلي
لالهانده او ستومانه
هیله مند وم او په تمه
په ژورو اقیانوسو
د یوروپ په دروازه کې
وه کښتۍ له زړه وتلې
عالمونه په کې ناست وه
او کښتۍ یاري و نه کړه
هو، ما لیدل...
ماشومان، میندو، پلارونو
آخري سلګۍ وهلې
انسانیت شو اوبو لاندې
بیا ګریز بیا ګډوډي شوه
خو ژوندۍزه ترینه پاتې
اوس دننه اروپا کې
نا بللۍ میلمه ناست یم
بی له نومه، بینشانه
بيوطنه يو کډوال یم!