
مینې ته، مین ته، مینتوب ته زه اتڼ کوم
ځان کې ډوبه ډوبه لیونتوب ته زه اتڼ کوم
ګوره ورته ګوره څومره ښکلې دنیاګۍ لرو
لمر ته، د لمر وړانګو پیغلتوب ته زه اتڼ کوم
هم شنیلۍ او هم دلوړو غرونو څوکې هم ګودر
ګل ته او د ونې زرغونتوب ته زه اتڼ کوم
هو، ستورو ته، سپوږمۍ ته، هرانسان او هر حیوان ته
ښکلي ته، ښکلا ته، ښکلیتوب ته زه اتڼ کوم
زیر شه معجزه ده مور په نس دا د ماشوم نړۍ
ماشوم ته، پاک زړه ته، وړکتوب ته زه اتڼ کوم
جګ او ټیټ ته، تور او سپین ته، رنګارنګه انسان ته
ګِرده زه تاویږم، بل ډولتوب ته زه اتڼ کوم
غوږ شه سُر ساز ته، ډول ته د سخي ښکلي رباب ته
ساربان ته ، ارمان ته، ژوندیتوب ته زه اتڼ کوم
هو، ولوله شعرونه، د حافظ غني نظمونه
بیدل ته، کاروان ته، شاعرتوب ته زه اتڼ کوم
څومره خوند په ژوند کې ده، په ځمکه ده، آسمان کې ده
هله خوږې واورې ستا سپینتوب ته زه اتڼ کوم
څنګه بارانونه دي، فصلونه دي، باغونه دي
هیڅ نه کوم کبر، انسانتوب ته زه اتڼ کوم
هم ناز ورکوم چا ته، هم زه نازوردار لرم
خپل کورګي او دې نړۍ کې غړیتوب ته زه اتڼ کوم
ډیر شکرونه باسم لویه خدایه له نعمت نه دې
خپل پلار ته اومور ته، خپلواکتوب ته زه اتڼ کوم
رڼا خپلواک