اوس مو خوبونه هم خونړي شول

 
دا به نو ټولو لیدلي وی او ازمویلی هم وی چي خوب ذهن ته تر ټولو ښه ارام ورکوی او بهترینه وسیله ده چي په مرسته یی ذهن ارام محسوسوي له یو ستړي کار وروسته یا هم تر ډیره وخته پوری ویښ پاتي کیدلو وروسته یواځینی شی چي ذهن یی غوښتنه کوي هغه خوب دی چی له نه کولو یی سړی ځان ښه نه احساسوي ستړی وی زړه کی نیولی وی فکر یی ګډوډ وی، خوبونه هر څوک ویني او هر خوب خوب بیل بیل تعبیرونه لري داسی ویل کیږی چي د انسان نه پرته ځینی حیوانات هم خوبونه ویني پیغمبرانو ته به ځینی وحــــی د خوب په ذریعه رسیدلی چی وروسته به دوی خپل امت ته رسولي پخوا وختونو کی چي زوند او علم دومره عصری نه وه تر یو لری ځایه تګ به هفتی میاشتی ان ځینو سفرونو به تر کال هم غځیدل نو خلکو به د سفر کولو نه مخکی د خپل خوب په تعبیر سره خپل سفر پیل کولو که به یی خوب ښه لیدلی وه نو سفر ته یی ادامه ورکوله او که به یی خوب ته ښه تعبیر پیدا نه کړ نو سفر به یی لغوه کولو او یا به یی هم لږ شا ته کولو.                                                                                     
خوب می لیدلو چي یوه یوه ډله خلک د کومی خوشالي د لمانځلو په خاطر ښار ته راوتلی وی یو لو جشن روان خلکو یو بل ته لاسونه ورکړی وی اتڼونه نه کوی او یوه لویه میله روانه وی د دی میلی  مشرچی یو پلن او غوټ سړی وه د خلکو سر ته روان وه دی او ملګری یی ټول ښه سم ځانونه مسلح کړي وی او د ټولو خلکو امنیت یی نیولی وی دوکانداران څوک پری ګلونه ورشیندی څوک یواځی چک چکی ورته وهی او ځینی د سرک تر غاړی ولاړ یی یوازی ننداره کوي او ځینی نوی کسان د دوۍ ګروپ ته یو یو ننوتلو میله هم داسی مسته روانه وی چی یو ناڅاپه د میلی په منځ کی چاودنه وشی له چاودنی وروسته سم دم د میلي په ګډون کونکو د ښار له بامونو نه د ګولیو بارانونه وشی خلک ټول وارخطا شی د میلی مشر او ملګری یی د خپلو ماشینګړو شپیلی د بامونو په طرف ورسیخی کړی د یو څه جنګ وروسته حمله کونکی تیښتی ته مجبور شي د میلی مشر خپلو ملګرو ته ووایی چی یو به هم نه وزنۍ زوندی به یی راته راولۍ ملګری په حمله کونکو پسی شی د میلی مشر چی د مړو بد حال وګوری څوک نیم نیم پراته دی څوک سوځیدلی دی څوک په ویالو کی پراته دی او پ وینو لړلی دی د وینو لښتی وبهیدل مشر چی د داسی صحنی د لیدلو توان ونه لیدلو نو ده هم په ملګرو پسی ورمنډه کړی د یو څه مزل وروسته خپلو ملګرو ته ورسیږی وینی چی دوه کسه یی نیولی دی او د ده څنګ ته لاس تړلی راوستل خواوشا یی خلک ننداری ته راټول دی او ګوری چی مشر به په دی خلکو اوس څه کوي مشر د خلکو خواته مخ واړاوه او په زوره یی وویل دا اول ځل نه دی چی موږ په داسی بی رحمانه ډول وژل کیږو چی کله کله خو مو جسدونه هم څوک په سترګو ونه وینی نور مرګ او ټپونه خو د هری ورځی خبره ده نو زه نن نه  د دولت هیڅ پروا نه کوم د خلکو چی کوم ډول سزا زما دوستانو ته ورکړه په دوی می قرض دی همداسی سزا به ورکومه نه د قاضی پروا لرم نه د بل چا  زما ملګري یی په بي رخمي وژلی دی زه هم ورسره زیاتی نه کوم چی څه ډول یی راته وزلی دی په همغه ډول یی وزنم حمله کونکو سوال زارۍ ورته شروع کړل چی د خدای لپاره په عمری بند می بند کړه خو سزا مه راکوه  ته دولت لری سزا او  قانون دواړه لری موږ هلته بوزه موږ درته سوال کوو چی موږ بندی کړه مشر په قهریدلی غږ ورته ووایه چی حرامیانو ځان ته مو د بند نه لکه چی د خلاصولو لار مخکی لا کتلی ده په همدی سره یی دواړه د سرک منځ ته ښکته کړی یو ملګری یی ورته مخامخ ودروی چی ته ګوره ستا ملګری په کوم ډول سره وژل کیږی هغه ورته سوال زارۍ شروع کړی خو مشر چی ډیر په قهر وه همداسی یی غصه زیاتیدله نو مخ یی د نیول شوی کس په لور واړاوه  یو لوی تبرچی ملګری یی ورته لاس کی ورکړ په دواړو لاسونو ورته پورته کړ يوه پښه یی تری پری کړه حمله کونکی یوه دردونکي چیغه وکړه ګوری هغه پښه چی څو شیبی مخکی یی پری منډی وهلی د ده له بدن څخه جدا پرته ده مشر غوږ ته خوله ورنزدی کړه او ورته یی وویل همداسی زما د ملګرو نه هم وینی بهیدلی اوبه نه بهیدلی همداسی درد یی کولو لکه ستا پښه چی درد کوی بیا یی وار په وار دواړه لاسونه او پښی ورته پری کړی سړی له هر څه ولویدلومشر خلکو ته غو وکړ چی دا خلک په همدی ډول ونه وژل شی په کوم ډول چی موږ وژنی نه ورک کیږی بل حمله کونکی ته وویل شول چی سزا د ځان ته خپله خوښه کړی هغه ډیری سوال زارۍ ورته وکړي خو مشر ورته ووایی چی تا څو کورونه په غم نن اړولی دی څومره خلک دی ووژل تا له لاس سوال زارۍ هم کوی د مشر او د اسیر د خبرو په منځ کی د مشر یو ملګری هغه خواته راغی او مشر ته یی وویل چی داغه کس زما په خوښه ووزنی نو ښه به وی ځکه چی د خلکو زما مشر ورور په ډیری بی رحمۍ سره وژلی وه او بیا یی ویډیو په انټرنیټ خپره کړی وه مشر ورته ووایی دا یی هم ستا  ته یی ووزنه هغه ورته ووایی دوی زما ورور په تیزایو وژلی وه غواړم چی په ده باندی هم تیزاب وشیندم حمله کونکی یو دم بوغاری شروع کړی خو نورو کسانو د سرک منځ ته کش کړ له یو موټر نه یی بیټری راوویستله او تیزاب یی په مخ او د بدن په نورو برخو وروشیندل خلکو یی د مرګ ننداره کوله او ده چیغی وهلی چی اخر یی ساه ورکړه.
تر اوسه می کله هم داسی خوب نه وه لیدلی چی له  یوی داسی وحشی پیښی سره پکی مخامخ شم اوس نو زموږ ذهنونه هم ارام نه دی موږ ټول په یو ډول رواني ناروغۍ اخته یو د حقیقی زوند نه وروسته خوب کی هم په ارام نه یو هغه پیښی وینو چی زوند کی مو په بیا بیا تکراریږی دا خوب می له هغه وروسته ولیدلو کله چی جلال اباد کی د کابل بانک مخی ته چاودنه وشوه او یو شمیر بی ګناه هیواد وال پکی ووزل شول د شپی می په تلویزیون ولیدل چی یو پولیس د پیښی په صحنه کی یو کس په غیږ کی نیولی  او موټر ته یی جګوي خو د هغه بدن نیم وه او نیم نه وه خو پولیس هغه یو موټر ته اچولو چی روغتون ته یی انتقال کړی .