
بېلتون په ما نه دى چې ژاړم بېلتون شمال دى هره پاڼه خوزوينه
بېلتون په هر چا مېلمه كېږي چې په ما راشي تېروي مياشتې كلونه
بېلتون جواب كې راته وويل عادت مې نه دى د دوه زړونو پيوندونه
بېلتونه خداى دې ځواني مرګ كړه چې په ځوانۍ دې له اشنا نه جدا كړمه
بېلتونه خداى دې ځواني مرګ كړه ما لا جانان ليدلى نه و بېل دې كړمه
بېلتونه خداى دې اباد مه كړه په موږ دې بند كړل د ښاېسته يار ديدنونه
بېلتون چې وي خوشالي نه وي ځكه تمام عمر په غم كې تېرومه
بېلتونه څنګه دې جدا كړو كومو (موزيانو) درته موږ ښودلي وونه
بېلتونه څه درته حاصل شول چې دې زما په يارۍ اور ولږوونه
بېلتونه څومره زورور يې چې پښتانه دې لر او بر وېشلي دينه
بېلتونه څه كانې دې وكړې په پټه مينه دې رسوا په جهان كړمه
بېلتون ځواب كې راته ووى زغملى نه شم د دوه زړونو پيوندونه
بېلتونه ځه لاس دې ازاد شه جانان دې بېل كړ نور دې څه پروا كومه
بېلتون دې نور زغملى نه شم ستا دې قسم وي په ما مه وړه نور غمونه
بېلتون د غرونو په سر راغى راكوز يې مه كړې عاشقان جدا كوينه
بېلتونه دې كلي نه لاړ شه زموږ د كلي مينان ژړا كوينه
بېلتون د كلي په مخ راغى اواز يې وكړ چې مئين جدا كومه
بېلتون د كور كلي ملك شو عاشقان كډې باروي ژړا كوينه
بېلتونه راشه ستړى مشې زړه مې پښتون دى مېلمه نه خپه كوينه
بېلتون زما نه قلنګ اخلي سكې د اوښكو په قلنګ كې وركومه
بېلتون زما د تن جامه شوه د تن جامه خلك په صبر زړوينه
بېلتونه زړه دې پړق، پړق وچوه زه د اشنا په څنګل كړم ارام خوبونه
بېلتونه زور دې خداى اوبه كړه چې عاشقان وكړي بې غمه زړه خوبونه
بېلتونه زور دې رامعلوم شو نور به سلام په دوه لاسي درته كومه