
دویمه او وروستۍ برخه
د کورني صنعت د پرمختګ بله ستراتیژي پر صادراتو متکي ستراتیژي ده. دغه ستراتیژي په بیرون پورې تړلې ده ځکه صادرات یو هېواد له اقتصادي اړخه د بهرنۍ نړۍ سره نښلوي. د دې پر ځای چې د کورنۍ صنعت حمایې ته پاملرنه وشي، په دغه ستراتېژۍ کې د صادراتو تقویې او زیاتوالي ته ډېره پاملرنه کیږي. په دغسې حالاتو د نړیوالې سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه له مینځه وړل کیږي او یا هم د امکان تر بریده پکې کمښت راوستل کیږي. په هغه صورت کې صادروونکو کاروبارونو ته سبسایډي ورکول کیږي کله چې نور هېوادونه د صادراتو په وړاندې وارداتي خنډونه رامینځته کوي. د نوموړې ستراتیژۍ پلویان اعا کوي چې د صادارتو زیاتوالی پخپله د کورني صنعت د پراختیا او پرمختګ لامل کیږي.
د کورني صنعت د پرمختګ لپاره صادراتي ستراتیژي درې ګټې لري. لومړی دا چې د نوموړې ستراتیژۍ په وسیله هغه کاروبارونه او صنعتونه هڅول کیږي کوم چې مخ پر ودې هېوادونه پکې رقابتي ګټورتوب لري، د بېلګې په ډول هغه صنعتونه چې د کاري ځواک ونډه پکې د تولید د نورو عواملو په پرتله زیاته وي. دوهم کله چې د صادراتو په وسیله کورني کاروبارونه نړیوال لوی مارکیټ ته لار پیدا کوي نو تقاضا او د تولید کچه یې زیاتیږي چې په پایله کې یې کاروبارونه کولای شي چې د لویه پیمانه تولید له لارې د خپل في واحد تولید لګښتونه را کم کړي. درېیم کله چې د وارداتي توکو په وړاندې خنډونه کم وي نو د بیو د کموالي له پلوه د کورنیو تولیداتو سره سیالي کولای شي. په دغه سیالۍ کې د مخکي والي لپاره کورني صنعتونه هڅه کوي چې د خپلو فعالیتونو موثریت زیات او خپل لګښتونه را کم کړي.
دا چې د صادراتو زیاتوالی به د مخ پر ودې هېوادونو له اقتصادي پرمختګ سره مرسته وکړي او که نه، د پرمختللې هېوادونو پورې تړلې ده چې تر کومه بریده د مخ پر ودې هېوادونو د صادراتي توکو او خدماتو د پیرودلو لیوالتیا او تقاضا لري. کله چې مخ پر ودې هېوادونه په هم مهاله توګه توکي صادروي نو ښکاره ده چې په نړیوال بازار کې یې د توکو قیمتونه رالویږي.
د نفوسو او جغرافیې له اړخه مخ پر ودې هېوادونه لوی خو له اقتصادي پلوه ډیر کوچني دي. که د نړۍ د غریبو او منځني عاید لرونکي هېوادونو صادرات جمع کړل شي نو د نړۍ په کچه د تولیداتو یوازې پنځه سلنه جوړوي. دا د تولید هغه مقدار دی چې د بریتانیا د ملي محصول سره مساوي دی.
که مخ پر ودې هېوادونه یو ځانګړی صنعت په نښه او په هغه کې تخصصي موقف Specialization ته ورسیږي نو دا چاره د پرمختللو هېوادونو لپاره په نړیواله سوداګرۍ کې د فرصتونو نوې کړکۍ پرانیزي. همدغه ټکي ته په پام سره، مخ پر ودې هېوادونه باید د خپل صنعت هغه برخې په نښه کړي چې په پرمختګ کې یې د نورو صنعتي سکتورونو په پرتله ډیره ګټورتیا لري. دا چاره د پرمختیایي هېوادونو لپاره ځکه ګټوره ده چې د نوي صنعتونو پرمختګ ډیر وخت او ډیرو منابعو ته اړتیا لري.
د صادراتو د زیاتوالي په موخه ځینې هېوادونه د خپلو اسعارو د تبادلې نرخ کموي. دغه پالیسي د هغه هېوادونو له لوري تر لاس لاندې نیول کیږي چې د کرنسي یې د نورو هېوادونو د اسعارو په پرتله د تبادلې لوړ نرخ لري او له دې امله یې په نړیوال بازار کې صادراتي توکي د قیمتونو د لوړوالي له امله سیالي نشي کولای. د کرنسۍ د تبادلې د نرخ د کموالي په وسیله د یو هېواد د صادراتو قیمت رالویږي دا چاره د کورني تولید لپاره د بهرنیو وګړو تقاضا را جذبوي او صادرات ورسره لا زیات پراخیږي خو دا په هغه صورت کې چې یو هېواد په کور دننه په پراخه پیمانه تولید ولري او په ډیرو اړتیاوو کې پر ځان د بسیا والي تر څنګ د توکو او خدماتو د صادرولو ځواک هم ولري. طبعي ده چې د صادراتو نوموړې پراختیا به د تادیاتو د بیلانس د کسر په له مینځه وړلو کې ستره ونډه ولري. همدارنګه د صادراتو لوړه کچه به مجموعي تقاضا زیاته او چټک اقتصادي پرمختګ ته به لار هواره کړي.
پای