
په اوړو کې د اوسپنې، زنک، ویټامین ای، ویټامین ب ۱۲ او فولیک اسید په زیاتولو سره اوړه غني کېیږي. دا چې د افغانستان کابو هره کورنۍ د غنمو اوړه خوري، نو په اوړو کې د ویټامینونو او منرالونو ګډول به په کتلوي ډول د کورنیو او په ځانګړي ډول د میندو روغتیا ښه کړي او د ویټامین او منرال کمښت به یې کنټرول کړي. د افغانستان په (۲۴٪) ښځو کې د اوسپنې کمښت او ۴۰٪ کې کمخوني موجوده ده، چې هم د مور روغتیا او هم یې د راتلونکي ماشوم فزیکي او دماغي ودې ته نه جبرانیدونکي زیانونه اړوي.
غني شوي اوړه یوه داسې لاره ده چې نه پرې ډېر اضافي لګښت راځي او نه د خوړو خوند او رنګ بدلوي، نو که مو کله له بازاره اوړه اخیستل لطفا یې وګورئ چې د عامې روغتیا وزارت له خوا پرې د غني شوو اوړو لیبل لګېدلی وي. تاسو کولی شئ له پلورونکي هم وغواړئ چې غني شوي اوړه درکړي. د جوارو اوړه او وریجې هم غني کېدای شي، خو زموږ په هیواد کې لا دغسې پروګرام ندی پیل شوی.