
لومړۍ برخه
د نصیر کوټوال ژباړه او زیاتونه
مخ پر ودې هېوادونه د صنعت د پرمختګ په موخه دوه ډوله پالیسۍ پلي کوي. یو ډول یې هغه پالیسي ده چې تمرکز یې پر کور دننه فرصتونو دی. په دغه پالیسۍ کې لویه موخه د وارداتو پر ځای د کورنیو تولیداتو کارول دي یا تعویض دی چې Import Substitution یې هم بولي. دلته ټوله پاملرنه د کورني مارکېټ د تقاضا پوره کولو ته اړول کیږي او بهرني بازارونه له نظره غورځول کیږي. بله ستراتیژي او پالیسي بهرنیو بازارونو او فرصتونو ته پاملرنه ده چې پر صادراتو متکي یا export-led-growth یې هم بولي. په دغه کړنلاره یا ستراتیژۍ کې داسې صنعتونو ته پاملرنه کیږي او د هغوی د تقویې لپاره ګامونه اخیستل کیږي چې په بهرني بازارونو کې د سیالۍ ګټورتوب یا مزیت ولري.
لومړی – د وارداتو تعویض:
د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو تر منځ په ځینو مخ پر ودې هیوادونو لکه ارجنټاین، برازیل، مکسیکو او نورو کې د وارداتو د تعویض موضوع لوی اهمیت پیدا کړ چې تر اوسه پورې ډېری مخ پر ودې هېوادونه له نوموړې ستراتیژۍ استفاده کوي. په دغه ستراتیژۍ کې د بهرنۍ سوداګرۍ پر وړاندې غښتلي خنډونه او موانع barriers رامنځته کیږي تر څو کورنی صنعت د وارداتي رقابتي توکو په سیالۍ کې مخکې شي. لکه چې مخکې مو وویل، دلته کورنی تولید یوازې د کورنۍ تقاضا د پوره کولو په موخه حمایه کیږي او بیرون ته د صادرولو لپاره یې کومه اراده نه وي. د بیلګې په ډول کله چې په کور دننه د کیمیاوې سرې فابریکې شتون و نه لري او واردات یې زیات وي نو د هیواد په داخل کې د کیمیاوې سرې د صنعت د حمایه کولو پالیسي تر لاس لاندې نیول کیږي تر څو د بیرون څخه د کیمیاوې سرې د ورود مخنیوی وکړي.
که همداسې د هر هغه څه لپاره چې د بیرون څخه واردیږي کورني ځایناستي حمایه او غښتلي شي نو باالاخره داسې حالت ته رسیږو چې یو هېواد په ټولو اړتیاوو کې پر خپل ځان بسیا یا Self sufficient وي.
د وارداتو د تعویض ستراتیژي د مخ پر ودې هیوادونو د سوداګریز لیدلوري څخه سرچینه اخلي، ځکه ډېری مخ پر ودې هېوادونه فکر کوي چې د توکو او چوپړتیاوو صادرات یې په وس پوره نه دي او دوی په دې برخه کې د پرمختللي هېوادونو د هغه کمپنیانو سره سیالي نه شي کولای چې لا وار د مخه یې نړیوال بازار په خپله ولکه کې اخیستی او کوربه هېوادونو یې هم د مخ پر ودې هېوادونو د وارداتو په وړاندې پرېمانه خنډونه ایجاد کړي دي. همدا لامل دی چې مخ پر ودې هېوادونو ته پرته له دې بل چانس نه وي چې د وارداتو د مخنیوي یا کمښت او د داخلي صنعت د پرمختګ په موخه د بهرنیو وارداتي توکو په وړاندې خنډونه رامینځته او له دې لارې د خپل کورني صنعت ساتنه وکړي.
د وارداتي سهمیو او تعرفو وضع کول کولای شي تر ډیره بریده د وارداتو مخنیوی وکړي، کله چې له دې لارې نوي زیږیدلي کورني صنعتونه تقویه شي نو په راتلونکي کې یې د لا ډیر پرمختګ شونتیا وي او باالاخره ممکنه ده چې د کورنۍ تقاضا له پوره کولو وروسته یو وخت خپل توکي نورو هیوادونو ته هم صادر کړي.
دا منطقي خبره ده چې واردات باید په کورني تولید تعویض شي، خو ځینې اقتصاد پوهان وایي که چیرته په کور دننه د یو توکي تولید د نوموړي توکي د وارداتو څخه قیمته یا ګران تمامیږي نو غوره ده چې د تولید پر ځای له بیرون څخه وارد کړل شي. دغه ډله اقتصاد پوهان وایي چې توکي باید ډلبندي شي او یوازې هغه توکي په کور دننه تولید شي چې د واردات یې له داخلي تولید څخه قیمته پریوځي. د وارداتو تعویض ډیرې ګټې لري چې مهمې یې په لاندې ډول دي.
د وارداتو د تعویض په موخه د کورني صنعت ایجاد د کم زیان لرونکی دی ځکه د تولید کیدونکو توکو لپاره کورنی بازار له وړاندې شتون لري. د مخ پر ودې هېوادونو لپاره دا اسانه ده چې خپل کورني مولدین د بیروني رقیبانو څخه وساتي نه دا چې پرمختللي هېوادونه پر خپلو صادراتي توکو د بندیز یا خنډونو د رامینځته کولو څخه ایسار کړي. کله چې مخ پر ودې هېوادونه د وارداتو د تعویض په موخه د پرمختللي هېوادونو پر صادراتو بندیز لګوي نو پرمختللي هېوادونه د دغه کار د جبران په موخه او د تعرفو یا سوداګریزو موانعو څخه د خلاصون په موخه خپل تولیدي دستګاوې په مخ پر ودې هیوادونو کې نصبوي او له دې لارې د مخ پر ودې هېوادونو د بې روزګاره وګړو لپاره ډیر کاري فرصتونه رامینځته کیږي.
د پورتنیو ګټو تر څنګ د وارداتو د تعویض ستراتیژي ځینې زیانونه هم لري چې مهم یې په لاندې ډول دي.
یوازې د کورنی بازار له امله چې محدود شمېر تقاضا کوونکي لري، کاروبارونه نه شي کولای چې په پراخه پیمانه تولید وکړي او له دې لارې د خپل فی واحد تولید لګښتونه را کم کړي. د هغه صنعت منابع چې حمایه کیږي کیدای شول چې په بل کوم ځای کې ورڅخه استفاده شوې وه خو دا چې دولت حمایوي پالیسي تر لاس لاندې نیسي نو دغه منابع د نورو سکتورونو له استفادې څخه وځي چې کیدای شول دغه سکتورونو په راتلونکي کې نورو هیوادونو ته هم خپل توکي او چوپړونه صادر کړي وو. ځینې ادعا کوي چې د وارداتو تعویض فساد ته لار هواروي ځکه د تعرفو او سهمیو د وضع کولو له امله وګړي په ناقانونه توګه توکي واردوي او په بدل کې یې دولتي چارواکو ته رشوتونه ورکوي. دغه ستراتیژي کورني صنعتونه د نړیوال بازار د سیالۍ څخه باسي چې له امله یې هغوی د خپل موثریت زیاتوالي ته دومره پاملرنه نه کوي.
نور بیا ....
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.