د ننګرهار په غميزه کې ګرم څوک دی ؟ !

  له هماغه ورځې چې د هيواد په سياسي، فکري، کلتوري، خارجې او داخلي ډګرونو کې د افغانانو له واک او سلطې سره د نورو خارجي کړيو واک او نظريات خلط شوي، هيواد مو بيا سمه او ارامه ورځ نه ده ليدلي، د نامعلوم او ورک رنځه کړيږي، د هيواد ځمکه  سره تبۍ ګرځيدلې او بې وزله بې چاره افغان ولس په کې سوزيږي. په اوسنۍ نړۍ کې هغه هيوادونه ارام او سوکاله دی چې واک او سلطه يې د کورني چارواکو په لاس کې وي، د طرحو او نظرياتو واک په بشپړه توکه خپلواک وي، ځکه هغوي د خپل ولس په نبض تر نورو زر چنده ښه پوهيږي. دا د نن ورځې پيښه نه ده چې ننګرهار يې د وير په ټغر راټول کړ، پرون او پرون نه  ابله ورځ له دې څو چنده بوږنونکي او دردناکې پېښې وشوې، دا سلسله به همداسې روانه وي، سبا ورځ له دې نوره تياره ده؛ فرخنده د مهندسي پلان له مخې په شهادت ورسيده، ثابته شوه چې پلان د هيواد په رسمي دفاترو کې طرحه شوی ؤ، هغه چا طرحه کړی ؤ چې اوس هم د هيواد په قضاياو کې په کليدي محور څرخيږي، دا د دوي جرم نه ؤ ، ځکه دوي بې چاره ګان خو اوس د هيواد په قضاياو کې د (تبر بزن) حيثيت لري ( اينجا بزن) خو نور دي چې دوي هر يو يې په وړاندې د عسکرو حيثيت لري او له امر نه يوه ذره هم سرغړونه نه شي کولای؛ بيا هم خبره هماغه شوه چې د هيواد په ټولو قضاياو کې خارجي او اجنبي نظريات خلط دی او کورني چارواکي بله چاره نلري. د ننګرهار غميزه که څومره ښکته او پورته کړو، تاويل او تحليل پکې وکړو له دې پرته بله توجيه نلري چې د خارجي کړيو په شمول د هيواد استخباراتي ادارې  لخوا ترسره شوې. د هر هيواد استخبارت په داخلي چارو کې يو اصل لري چې د خپلو هيلو د تحقق لپاره د انسانانو وژل او ختمول ورته عادي او ضروري بريښي؛ دغه انسانان بيا اکثره عام بې وزله ولس وي؛ افغانستان استخباراتي کړيو د (داعش) ماهيت درک کړی ؤ، غوښتل يې چې دغه ډله د هيواد په عامه ذهنيتونو کې منفوره او لا ابالي انځور کړي، هماغه ؤ چې د دې هيلې د تحقق لپاره يې لمړی د جلال اباد ښار په يوه زيارت کې چاودنه وکړه په تعقيب  يې بله چاودنه د کابل بانک مخې ته په هغه ځاي  کې ترسره کړه  چې په سلګونو عام افغانانو پکې ژوند له لاسه ورکړ او يا يې ژوند نيمګړی شو، څو شيبې وروسته د (فک) او ساختګي انترنيتي پاڼې په مټ خبر نشر شو چې پړه يې داعش پر غاړه اخيستې. په دوه ټکو پوه او  د سليم عقل څښتن دا خبره درک کولی شي چې اصلي کيسه څه ده؟ او  په دې پيښه کې ګرم څوک دی؟! نړيوال اسلامي پوهنتون (اسلام اباد)