د غره مينه

 
ليک: عبيدالله ساحل
د غر فلسفه څه عجیب شانته ده؛ د اسلام لمړنۍ وړانګې هم د غره په يوه غار کې رانازلې شوې، انسانيت د نجات او ژغورنې فکره هم د غره په يوه څڼده کې د (حرا) په غار کې راپيدا شوه؛ اصحاب کهف هم  د استبداد او ظالم واکمن څخه د نجات او د نوی طرحې جوړولو لپاره غره ته وختل، د احد غزا هغه مهال د مسلمانانو په شکست تمامه شوه کله چې هغوي د غره څنډه او کنډو پريښود لاندې راښکته شول، نوح عليه السلام او ملګرو يې هم د ياغي طوفان او الهي عذاب نه نجات د غره په څوکه کې  پيدا کړ، د فساد او فتنې په اوج کې هم هغه څوک بريمن دي چې د غره څوکو او لمنو ته پناه يوسي.... کله چې د دومره سترو سترو مفاهيمو د مبداء او راټوکيدنې ځای غر وي، نو بيا ولې ځينې خلک د غره په مينانو نيوکې کوي؛ هغه څوک لويدلی بولي چې ژوند په غره کې تيروي.
د غره اديبان د ښار له اديبانو څو چنده غښتلي او کره وي، د عربي ژبې د واکمنۍ په دور کې هغه څوک په کره او نږه عربيت پوهيدل چې بانډچيان ؤ، د غرونو په لمنو کې يې د کيږديو او کنډرو ژوند درلود.
د غرونو سياستوال د ابادو او ښارونو له سياستوالو څو چنده پاک او سوچه دي، زړونه يې پاک، رنګونه يې پاک، نيتونه يې پاک، ارادې او عزيم يې سپين، ژمنې او تعهدات يې باوري او خلک يې ليدلو ته ليواله او سترګې په لار وي؛ د ښارونو سياستوال د دې برعکس وي، خلک ترې ماړه وي، تکلفي مينه او اړيکه ورسره لري.
هغه څوک به ډير بې انصافه وي چې د خپل هيواد په  غرني سياستوالو  نيوکې کوي، غرونو کې د هغوي پر پاتي کيدا ناسم تاويلونه کوي.
د ښار سياستوالو او ښاري جګپوړو په خپل وار سياسي ډګر کې ازموينه ورکړه غوڅ اکثريت يې ناکام شول، بیا راغلل بيا ناکام شول، دا ځل وار د غرنيو سياستوالو او جګپوړو دی چې هغوي څه کوي، د ولس سترګې هغوي ته دي، ولس او هيواد اوس له هغوي نه تمې او امیدونه لري، دوي نور په چا باور نکوي يواځي غرني سياستوال يې وروستۍ هيلې او اخرني اميدونه دي.
 
د غرني سياستوالو  حوصلې او ارادې غره ته ورته وي، وړو وړو ګواښونو، سازشونو او فشارونو سره نه سازش کوي او نه تنازل بلکې د حل تلپاتې لار يې لټوي.
 
نړيوال اسلامي پوهنتون (اسلام اباد)