غني شوي خواړه او ارزښت يې

  د دې لپاره چې د ویټامینونو او منرالونو کمښت د نفوسو او ټولنو په کچه یوه لویه ستونزه ده، نو داسې لارو چارو ته اړتیا ده چې په یو ځل په ډېرو وګړو کې دغه ستونزه حل کړي. غني شوي خواړه د دې ستونزې د حل یوه تر ټولو ښه لار ده. په غني شوو خوړو کې میکرونیوټرینټونه (ویټامینونه او منرالونه) ګډ شوي دي چې کورنیو او ټولنو ته په اسانۍ رسېدای او ستونزه په کتلوي ډول حلولی شي.
له نېکه مرغه په وروستۍ پېړۍ کې داسې پوهه او ټکنالوژي راووتله چې په اسان او اغېزناک ډول په ځینو خوراکي موادو کې ویټامین او منرال ګډ کړي او د ټولنو او نفوسو د لويو برخو دغه ستونزه کمه یا له منځه یوسي.
د غنمو او جوارو په اوړو، مالګې، وریجو او غوړو کې د ویټامینونو او منرالونو ګډول له یوې خوا د کورنیو د غذایي رژیم او عادت تبدیلولو ته ضرورت نه پیدا کوي او له بلې خوا یې روغتیا ښه کوي، د کار حاصل یې زیاتوي او اقتصادي پرمختګ یې چټکوي. د خوړو غني کول ارزانې لارې چارې دي، چې ضرر او اړخیزې اغېزې یې یا هیڅ نشته او یا بېخي کمې دي. د ورځني غذایي رژیم په چوکاټ کې د یو هیواد او یا حکومت او د هغه د مرستندویانو په موجودو پروګرامونو کې مدغم کېدای شي، چې پدې توګه ډېرو اضافي لګښتونو او امکاناتو ته ضرورت نلري.
د غني شوو خوړو د ترویج په صورت کې د کمخونۍ، د ملا د تیر زیان، دماغي او ذهني ناروغیو، اسهالاتو، مړو زیږونونو، کم وزنه ماشومانو د زیږون او د معافیت د کمزورۍ پېښې کمېږي، د ماشومانو ذهني او فزیکي وده او د زده کړې نتیجې ښې کېږي. د کار د حاصل ۱۷٪ زیاتوالی منځ ته راوړي او د یو ډالر لګښت په مقابل کې ملتونو ته تر ۳۰ ډالرو ګټه راوړي.
له عامو خوړو څخه د ویټامینونو او منرالونو ضروري اندازه اخیستل کله کله ممکنه نه وي. د بېلګې په توګه یوه امیندواره مور هره ورځ ۴۰۰ میکروګرامه فولیک اسید ته اړتیا لري. دا اندازه ۲۰۰ ګرامه ځیګر، یا ۱۴ پیالو براکولي او یا ۲۰۰ دانو مڼو کې موجوده ده، چې خوړل یې ممکن ندي، نو ځکه غني شوي خواړه او یا د اړتیا په وخت کې د دغو موادو د تابلیت یا پوډرو په شکل اخیستل ضرور دي.
د عامې روغتیا وزارت د غذايي رژیم د بیې په باب یوه څېړنه کړې ده چې پکې د غني شوو خوړو د کارولو په صورت کې د خوړو د شمېر او مقدار د کمولو له لارې د هغو لګښت ډېر کمېږي.
د اوړو، غوړو، مالګې او ځینو نورو موادو د غني کولو په برخه کې دا تجربې شته او بریالۍ نتیجه یې ورکړې ده. دا هغه خواړه دي چې هر کور یې تقریبا هره ورځ کاروي، اضافي لګښت نلري، یوازې مایکرونیوټرینټ پرې ورزیاتېږي، کورنۍ او  ولسونه د معینو ویټامینونو او منرالونو له کمښت څخه وقایه کوي.
یوه بله ښه خبره پدې کې داده چې تر اوسه د دې غني کولو کوم ضرر ندی راپېښ شوی، امریکا او کاناډا د لسګونو کلونو راپدې خوا ټول خواړه غني کوي، خو تر اوسه پکې د غني شوو خوړو کوم تسمم او یا بله ستونزه نده لیدل شوې.
افغانستان هم پدې برخه کې لومړي ګامونه اخیستي دي. په مالګه کې د ایودین د ګډولو پروګرام ښه بریالی روان دی، په اوړو کې د اوسپنې، فولیک اسید، زینک، ویټامین ای او ویټامین ب د ګډولو پروګرام هم پیل شوی دی، چې تر یوه بریده بریالی دی، په غوړو کې د ویټامین ای  او ډي د ګډولو پروګرام تر کار لاندې دی او په څو ګونو مایکرونیوټرینټونو د ماشومانو د ورځني خوراک د غني کولو ځینې وړې پروژې عملي شوي دي، چې نتیجه او مقبولیت یې ښه دی.البته دا ټول مهم پروګرامونه پراخولو او تداوم ته ضرورت لري.
یو بل تختیک هم شته چې د هغه په واسطه د غذایي موادو په تخمونو کې داسې جنیټیک بدلونونه راوستل کېږي، تر څو معین مایکرونیټرینټونه پکې زیات شي، چې دا طریقه لا تر اوسه په افغانستان کې نده عملي شوې. (مثلا که په کچالو کې دغسې بدلون راوستل شي، د ویټامین ای اندازه به یې د ورځینۍ اړتیا لویه برخه پوره کړي)
هغه پیغام چې موږ غواړو لدې بحث څخه خلکو ته ورکړو دادی چې که مو په خواوشا کې غني شوي خواړه (اوړه، مالګه، غوړي او نور) موجود وي، نو لطفا په اخیستلو کې تر نورو دوی ته  ترجیح ورکړئ، چې د کورنۍ او په ځانګړي ډول د مېرمنو او ماشومانو له روغتیا سره مو ډېره مرسته کوي.