
پښتون وم همېشه خوشي د زور سره غږېدم
په څه ترخه لهجه به له خپل ورور سره غږېدم
اوس پوه شوم جې سحر مې زړګی ځکه دردېده
خو ټوله شپه نن خوب کې زه له مور سره غږېدم
څلور ديواله وران کړل، چا په بم باندې دا نن
او زه لېونی بیا له ړنګ بنګ کور سره غږېدم
رڼې، رڼې ډېوې په هدېره کې ځلېدې
زه ناست وم او د مور له خاورين ګور سره غږېدم
د سترګو تور چې ورک شو، شپه کې نه وتم بېرون
کرار به مې د شمعې د سره اور سره غږېدم
ايمان یې رانه وړی و، زه هېڅ پرې خبر نه وم
بې غمه مې د خپل زړګي له شور سره غږېدم
ايمان