
تمامه ورځ ولاړ وي یو لالی په دروازه کې
خو نه ور کوي هېچاته زړګی په دروازه کې
د کومې بورې زوی دی، داد کوم پښتون بچی دی ؟
ملا دی بیا وژلی، سپين زلمی په دروازه کې
اوه واړه جنته یې، ديدن ته انتظار کړي
سپېڅلی تر ګلاب ولاړ سړی په دروازه کې
اوتر، اوتر ګرځېږي، یوسف مخی یار نن بیا چې
ترې ورک دی، د پېزوان یو شين غمی په دروازه کې
سرې شونډې یې له غمه اخ په دې دي سپېرې شوې
بیا چا دی ور مات کړی، سور منګی په دروازه کې
ايمان