د( عزم)په نوم ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پرلیکه شوه

 
عزم ولې؟
د وخت جریاناتو او د عصر نبض ته په پام سره وینو چې میډیا د اجتماعي تحولاتو د توجیه او افکارو  د سوق او تنویر په برخه کې د ترټولو اساسي عامل موقف خپل کړی،چې له همدې ځایه د مثبت رسنیز فعالیت اړتیا ښه په ډاګه کیږي .
مثبت رسنیز فعالیت  د انسانانو ذهنونه او افکار ودانوي، او ودان افکار بیا د انساني ټولنې دنیا او آخرت ودانوي،بله داچې د انساني ژوند اوسنی پړاو د ځینو تاریخ پوهانو په باور د تهذیبونو د تصادم  مرحله بلل کیږي،په دې مرحله کې  به اساسي جنګ د وسلو او جنګي ابزارو نه وي ، بلکې د فکرونو او عقایدو جګړه به وي،معلومه خبره ده چې د فکرونو جګړه په  ټوپک نه بلکې د فکر او عقیدې د تبلیغ په وسایلو مخته وړل کیدای شي .
د ساینس په پرمختګ سره د تبلیغ وسائل هم بدلیږي، پرنټ  میډیا خپل ځای انلاین میډیا ته پریږدي، او په انلاین برخه کې د رسنیز فعالیت  ضرورت ورځ تر بلې  روښانه کیږي ،همدې ضرورت ته په پام سره  څو تنو د رسنیز ډګر فعالانو د یوې  ناپېیلې، خپلواکې او یوازې حقیقت ته ژمنې ویب پاڼې د جوړولو تابیا وکړه .
عزم  ویب پاڼه د همداسې یوه سپیڅلي عزم پایله ده  چې د هیواد په ملي ژبو پښتو او دري  به درته د خپل توان مطابق  خپرنیز مواد وړاندې کوي .
د عزم تګلاره
عزم په اسلامي او افغاني فکر سمباله  یوه  بې پرې، ناپېیلې، خبري او تحلیلي ویب پاڼه ده . عزم اسلام  عقائد او مقررات د خپلو عالي ارزښتونو په حیث  سپیڅلي بولي، په ټینګه یې دفاع کوي او د ساتلو ،تبلیغ او اشاعت لپاره یې  مبارزه کوي. عزم د افغانستان د مسلمان اولس روا ګټې محترمې بولي او د ساتلو لپاره یې کار کوي . عزم د بیان په آزادۍ باور لري خو تردې عنوان لاندې په دیني او ملي کرښو تعرض نه بښونکی جرم او له یاد عنوان سره جفا بولي . عزم په عموم کې د بشرد هدایت او سعادت، په ځانګړي ډول د اسلامي امت د ښیرازۍ او پرمختګ او په خاص ډول  د افغان اولس د سرلوړۍ ، عزت او سوکالۍ لپاره کار کوي  او همدې مبارزې ته خپل لوستونکی رابولي . عزم له هیڅ سیاسي  ډلې  یا تنظیم سره تړاو نلري . په عزم خپریدونکې مطالب د لیکوالو خپل نظریات دي د ادارې  د موقف نمایندګي نه کوي . عزم د مطبوعاتي خدمت لپاره داوطلب همکاران مني او د رسنیز ډګر د شائقینو  لپاره د  ژورنالیستکي فعالیت  او تجربې حاصلولو  زمینه برابروي . عزم په رسنیز ډګر کې په  انصاف،شفافیت ،واقعیت ګرایي او د پیښو په عیني انعکاس باور لري او په دې برخه کې د رسنیو  نا مسلکي او دوه مخی چلند ژورنالیستیک  جرم او  بداخلاقي ګڼي . عزم د نوي نسل د افکارو تنویر له خپلو لومړیتوبونو بولي،تر څو د ناسالمو تبلیغاتو له اثرپذیرۍ څخه خوندي  او د حق په  رڼا روښانه شي .  
په درنښت
د عزم  ویب پاڼې  اداره
وېب پاڼه : http://www.azamm.org
فیس بک : https://www.facebook.com/Azammweb
ټویټر : https://twitter.com/azamweb
ایمېل : azamm.org@gmail.com