
دوستانو افغانستان یو له هغو جګړو ځپلیو هېوادونو څخه دی چې څه کم څلوېښت کاله کیږي په دې هېواد کې کورني جنګونه دوام لري او اوس هم دا ناوړه پدیده د افغانانو شعار ده، خو دې جګړو نه یووازې هېواد وران کړی بلکې زیاتې قربانۍ یې هم اخیستې دي، او ټولنه یې له ډول ډول ګواښونو او کړاوونو سره لاس ګریوان کړې ده، چې یو له هغې هم زموږ ځوانان دي. ځوانان د یوې ټولنې تر ټولو ښه او ځواک لروونکی قشر دی او د خپلې ځوانې انرژۍ په مرسته دوی کولای شي په ټولنه کې مثبت بدلونونه را منځته کړي، خو دوی دې بدلون ته نه پرېښودل کیږي. د دوی تر شا داسې داړه ماران پراته دي چې هېڅکله دوی ته دا اجازه نه ورکوي چې دوی له خپلې انرژۍ کار واخلي، دا داړه ماران هغه کسان دي چې ټول د جهاد تر نامه لاندې د دولت په لوړو لوړو پوسټونو ناست او د تل لپاره یې ټېکه کړي دي. له بلې خوا په ټولنه کې یو شمېر غیر اسلامي دودونه شتون لري چې زموږ ځوان نسل یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی، چې یو له هغې هم په ودونو کې زیات لګښت دی. ځوانان کله چې د ځوانۍ مرحلې ته ورسیږي نو دوی د کور او کلي پېغور شي په ځانګړې توګه په پښتني ټولنه کې، کورنۍ دوی ته د کوژدې کولو په نیت کې وي او غواړي دی د خپل کور خاوند کړي، بلاخره ځوانان دې ته اړ شي چې خپله کورنۍ پرېږدي او ځانته د کوژدې کولو په موخه له کوره بهر شي.
ځکه دلته داسې دودونه شتون لري چې ځوانان دې ته اړ کوي تر څو نورو هېوادونو ته د مزدورۍ په موخه لار شي، کله چې دوی له کوره بهر شي نو بیا تر هغه نه راځي تر څو چې یا د خپل کور او یا هم د خپل ګور خاوند نشي.
ډېری ځوانان اروپایي هېوادونو ته مخه کوي او غواړي د قاچاق له لارې ځانونه دې هېوادو ته ورسوي، خو په لارو کې دوی ته د انسان خیال نه، بلکې دوی ته د یوه حیوان خیال کیږي، دوی په داسې لارو بېول کیږي چې یا په لارو کې د وحشیانو او ځنګلیانو خوراک شي او یا هم په لویو، لویو سیندونو کې ډوب شي او د نهنګونو خوارک شي او یو شمېر نور یې په لارو د بېلابېلو ناروغیو له امله مړه شي.
دوستانو دا نه یووازې زموږ د هېواد بېسواده طبقه ده بلکې زموږ زیات ځوان له پوهنتونو فارغیږي او د کار د نشتون له کبله دوی پردیو هېوادو ته مخه کوي، ځکه دوی له یوې خوا د کونیو ستونزو له کبله سر ټکوي او له بلې خوا کورنۍ دوی ته پېغور جوړ شي. دوی ته وایي چې تا دومره زده کړې وکړې اخر پایله دې هم هېڅ شوه، نو دا ډول خبرې دوی ډېر تنګوي او دوی مجبوره دي له کوره بهر شي.
خو دا هر څه د حل لارې چارې لرې چې د دې چارو په حلولو کې افغان دولت تر ډېره حده پاتې راغلی دی، لکه څنګه چې مخکې مې هم ورته اشاره وکړه، په افغانستان کې هره څوکۍ میراثي ده او په دې میراث هم هغو لټ مارانو ګونډې وهلې دي چې د ګوښه کولو کار یې هم ستونزمن دی، کله چې دوی ته د یوه ولسمشر زور ونه رسیږي نو د هغه دهقان زوی چې له لومړي ټولګي تر اخره په لومړۍ درجه کې پاتې شوی دی او تر ده یې وړتیا هم زیاته ده هغه به څنګه وکولای شي دی له څوکۍ ګوښه کړي.
هغه یو متل دی وایي جنت دپېریانو کار نه دی، اوس هم په دولت کې کار کول د ځوانانو کار نه دی.
په درناوي
امین پاچا