
د ۱۴ او ۱۹ کلونوتر منځ
د دې عمر هلکان او نجونې د بلوغ مرحلې ته داخليږي. د نوبالغه نجونو په باب مو معلومات مخکې ورکړي دي. لاندې معلومات دواړو هلکانو او نجونو ته ارزښتمن دي.
د ودې او تکامل پدې مهمه دوره کې د هر غذايي ګروپ پوره خواړه، میتابولیکي، هورموني او مزاجي تغیراتو ته پوره اماده ګي او توجه به د دې سبب شي چې د دې ګروپ نوي ځوانان ښه غذایي او ټولنیز عادتونه خپل کړي. دوی ته د کورنیو خوراکونو استعمال او په خوراک کې د ښه مثال کېدو لارې چارې ورښودل له دوی سره مرسته کوي.
د ژوند د لومړیو دوه کلونو په استثنا همدا دوره ده چې انسان پکې تر ټولو ډېره او چټکه وده کوي، د قد د لوړېدو سربېره د بدن وزن چې اوس یې حدود پراخ دي، زیاتېږي او ځکه دغې ودې ته پوره متوازن او رغوونکي خواړه پکار دي. د دې دوران نوي ځوانان باید ډېر خوراکي تمرکز په غوښو، ماهیانو، چرګانو، هګیو، شیدو، مستو، پنیر، مېوو او سبو وکړي. بازاري خواړه لکه چپس، برګر، ډېر غوړ خواړه، ډېر خواږه خواړه او هغه خواړه چې زیات مالګین وي، باید خپل عادت جوړ نکړي. خواږه شربتونه هم له ګټې څخه تاوان ډېر لري، باید ډډه ترې وشي. وچې مېوې او تخمونه پوره ګټور دي.
دا موده د نوې ځوانۍ چاغښت ته د داخلېدو له خطر سره مخ ده او باید پری نښودل شي، چې ځوانان په غیر صحي خوړو د چاغښت پر لور لاړ شي.نوي ځوانان او ځوانانې باید ورزش او فزیکي فعالیت د خپل ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه کړي، هره ورځ منظم ورزش وکړي.
نوي ځوانان باید لمونځ، اودس او نور عبادتونه قضا نکړي، ځکه ویل کیږي چې د ځوانۍ عبادت اوچت ثواب لري.
د۱۴ او ۱۹ کلونوتر منځ کسانو د غذايياو روغتيايي ژوند د تدابيرو لنډيز
(۲۰ پيمانې)
خواړه |
پیمانې |
سهار |
څاښت |
غرمه |
مازدیګر |
ماخوستن |
مېوې |
۳ |
یوه کېله |
|
یوه مڼه |
یوه پیاله انګور |
|
سابه |
۴ |
۱ قاب سابه |
|
یو قاب سلاد |
|
دوه کچالان |
حبوبات او غلې |
۶ |
۱ ډوډۍ |
|
۱ ډوډۍ |
|
نیمه ډوډۍ/ وریجې |
لبنیات |
۳-۴ |
۱ پیاله شيدې |
|
|
۲ پارچې پنیر |
یوه پیاله مستې |
پروټیني خواړه |
۲-۳ |
یوه هګۍ |
|
غوښه یا ماهي |
|
لوبیا |
اوبه (۸ ګیلاسه) |
پاکې او طبیعي اوبه د ضرورت په اندازه. په ګرمو ورځو کې ښې زیاتې، خو خواږه او د انرژي شربتونه دې محدود کړي. |
|||||
کله کله خواړه |
یوه پیمانه (یوه پارچه کیک، یا یوه دانه کلچه یا یو کوچنی شکولات، یا نیمه پیاله فیرني په ځینو محفلونو او جشنونو کې. |
|||||
نور تدابیر |
ورزش، لمر ته مخامخ کېدل، لمونځ، اودس او عبادت، د درسونو ویل، ټولنیزتوب، له ناوړه سلوکونو ساتنه، نجونو ته د ټیټانوس واکسین، له ټکرونو او ځان ژوبلولو ساتنه، له موټرو، لوړو ځایونو او برېښنایي وسایلو ساتنه. د ځوانۍ په باب معلومات. |
یاددښت: دا جدول یوه بیلګه (نمونه) ده. تازه او وچه مېوه، لوبیا او دال، سابه، چرګ ، غوښه او ماهي او د یوه ګروپ نور مواد باید هره ورځ د موسم، موجودیت او امکاناتو له مخې یو ډول له بل سره تبدیل شي. په هر غذایي ګروپ کې له هر ډول خوړو څخه باید استفاده شي.