
آیا اقتصاد یوازې اقتصادي نظریه او حقایق هغسې څېړي لکه څنګه چې موجود دي او که نه د اقتصادي کړنو اړوند لارښوونه هم کوي؟ دا هغه پوښتنه ده چې په ځواب کې یې اقتصاد پوهان اختلاف لري. ځینې اقتصاد پوهان ادعا کوي چې اقتصاد یو اثباتي علم دی، په دې مانا چې؛ یوازې د حقیقتونو سره سروکار لري، حقیقتونه مشاهده او تحلیلوي او پرته له دې چې د هغوی په هکله کوم وړاندیز یا نظر ورکړي د شیانو او پېښو ریښتونی او حقیقي انځور بیانوي. د اقتصاد اثباتي اړخ یا Positive Economics دا څېړي چې اقتصادي نظام او قوانین څه ډول عمل کوي، د بېلګې په ډول ویل کیږي چې که تقاضا کمه شي نو د توکو قیمتونه ښکته رالویږي، دا د توکو د قیمتونو او تقاضا تر مینځ یوه ریښتوني اړیکه ده چې د اقتصاد علم را برسېره او ثابته کړې ده.
که ووایو چې، د پیسو زیاتوالی قیمتونه لوړوي نو دا د اقتصاد د علم اثباتي اړخ دی چې یوازې د دغه دوه متحولینو ( پیسو او قیمت) تر مینځ اړیکه ښایي. خو که داسې وویل شي چې: د دې لپاره چې قیمتونه را ولویږي باید د پیسو مقدار کم کړل شي. که دغه وروستنۍ جملې ته پام وکړو نو لیدل کیږي چې دلته د یوې اقتصادي ستونزې د حل اړوند چې د قیمتونو لوړوالی دی لارښوونه شوې. د اقتصاد علم هغه اړخ چې د ستونزو د حل په موخه لارښوونه کوي د لارښودونکي یا دستوري اقتصاد په نوم یادیږي. لارښودونکی اقتصاد یا Normative Economics د یوې اقتصادي قضیې په هکله لارښوونې او تجویزات وړاندې کوي او وایي چې یو اقتصادي نظام باید څه ډول عمل وکړي.
میلټون فریډمن اقتصاد یوازې اثباتي علم ګڼي. هغه په خپل کتاب(د اثباتي اقتصاد اړوند مقالې) کې وایي چې لارښودونکی اقتصاد د اقتصاد د علم د اصلي روح سره اړخ نه لګوي او د یو وګړي د ذهني اقتصادي تدبیر زیږنده وي چې د بېلابېلو شرایطو، اروایي او اخلاقي فشارونو په پایله کې را مینځته کیږي. فریډمن ادعا کوي چې اقتصادي نظریه باید د هر ډول رواني، اخلاقي فشارونو او نورو بهرنیو عواملو له اغېز څخه پاکه وي. که د فریډمن ادعا په پام کې ونیسو نو ښکاره ده چې د یوې قضیې اړوند د وګړو برداشتونه او د هغوی پریکړې د هر چا د خپل ذهن محصول وي، او په بیلابیلو حالاتو کې وګړي د اقتصادي قضایاوو اړوند مختلفې پریکړې کوي چې له امله یې اقتصادي نظریې ته کوم واحد دریځ نه پاتې کیږي.
د فریډمن په مقابل کې د د لارښودونکي اقتصاد پلویان وایي چې یوازې د اقتصادي نظریاتو، د اقتصادي متحولینو د اړیکو او اقتصادي قوانینو را سپړل بسنه نه کوي بلکې اقتصادي ستونزو ته باید د معقولو حل لارو وړاندیز هم وشي. د دې تر څنګ په اقتصادي کړنو کې باید د ښه او بد تر مینځ هم توپیر وشي، یعنې دا باید وټاکل شي چې څه شی زمونږ د اقتصادي جریان د روغتیا لپاره ښه او کومې کړنې ورته زیان اړوونکي دي.
پورتني بحث ته په پام سره پوښتنه دا ده چې اقتصاد باید اثباتي یا د پیښو بیانوونکي او که لارښودونکی یا دستوري علم وګڼل شي؟ د دواړه لوریو د دلایلو پر بنسټ، معاصر اقتصاد پوهان وایي چې د اقتصاد علم دواړه اثباتي او دستوري اړخونه لري. ټیلور Taylor وایي چې اثباتي او دستوري اقتصاد دواړه یو د بل ضد نه بلکې یو د بل بشپړوونکي دي. رښتیا هم که پام وکړو، د یو څه اړوند پریکړه تر هغه وخته شونې نه ده کله چې یې اړوند بشپړ معلومات تر لاسه نه کړو. د اقتصاد اثباتي اړخ مونږ ته د یوې اقتصادي پدیدې یا قانون اړوند معلومات راکوي، د همدغه معلوماتو پر بنسټ اقتصادي موخې یا اهداف ټاکل کیږي او نوموړي اهدافو ته د رسېدلو لپاره اقتصاد پوهان بیلابیل وړاندیزونه او لارښوونې کوي. که اثباتي اړخ نه وي نو ښکاره ده چې لارښوونکي اړخ هم کوم رول نشي لوبولای، همدارنګه که اقتصادي پیښې یوازې بیان شي، یا د اقتصادي متحولینو تر مینځ اړیکې چې اقتصادي قوانین یې هم بللای شو یوازې تشریح شي نو کومه ګټه نه لري، تر څو چې د همدغه تشریح پر بنسټ د ستونزو د حل په موخه اړینې حل لارې وړاندیز نه شي.
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې.