د خوست د خونړۍ پېښې د عاملینو د موندلو په اړه د خوست  ځوانانو ټولنې  اعلامیه


۱۳۹۴/۱/۲۲. کابل افغانستان

درنو هیوادوالو! لکه څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده چې د تیرو څواوونیو راپدیخوا د خوست سرپرست والي او د خوست یو شمیر وکیلانو ترمنځ یولړ اختلافات رامنځته شوي وو، وکیلانو غوښتل چې والي استعفی ورکړي، خو دخوست والي پر خپلې دندې د پاتې کیدو ټینګار کاوه، بالاخره وکیلانو او ددوی پلاویانو په خیمو وهلو، او لاریونونو پیل وکړ، خو د اپریل په دویمهنیټه پداسې حال کې د خاورې او وطن د دښمنانو له لوري په لاریون کوونکوباندې ځان وژونکی برید وشو چې دوی سوله ییز لاریون پیل کړی وو، په بریدکې تر شلو زیات بې ګناه هیواد وال شهیدان شول او په لسګونو نور ټپیان
شول.  د برید په پایله کې ډیرې کورنۍ د ویر په ټغر کېناستې، خوستوالو درېورځې ماتم اعلان کړ، او هیوادوالو په پېښه ژور خفګان څرګند کړ، د مرکزيدولت څخه جدي غوښتنه وشوه چې د پېښې عاملین په ګوته او د عمل په جزا یېورسوي.
مونږ( د خوست ځوانانو ټولنې)  د ولسمشر څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې درېورځې ملي ماتم اعلان کړي، ترڅو له یوې خوا زیانمنې شوې کورنۍ او د خوستولسونو سکون حاصل شي او له بلې خوا د بشري حقوقو مدافع بنسټونو پام افغانوژنې بندولو ته را واوړي.  د مرکزي دولت د پلاوي د منځګړ توب په اساس پریکړه وشوه چې د پېښې عاملینبه پلټل کیږي او په جزا به رسیږي، خو داده څو ورځې کیږي چې تر اوسه دپېښې د عاملینو د پلټلو هېڅ درک نشته، د خوست ځوانانو ټولنه پر حکومت غږکوي چې د پېښې عاملین ژر تر ژره په ګوته کړي. همدا ډول مونږ د لویې پکتیاپه مشرانو، ځوانانو، قومي شوراګانو، مدني فعالینو غږ کوي چې زمونږ سرهپدې برخه همکاري وکړي، ترڅو په ګډه پر دولت فشار راوړلو چې د موضوععاملین په ګوته کړي.
درنو هیواد والو! زمونږ ولس سره ورځ د مرګ ژوبلې، بې کارۍ او بې کورې سرهلاس او ګریوان دی، د دښمن زړه د افغانانو په وژلو نه سړیږي، سیاسیون مو دواک او ځواک په سر سره لاس او ګریوان دي، ټولو بدبختیو او ناخوالو ولس تهمخه کړي، د افغان وژنې لړۍ ورځ تر بلې پسې زیاتیږي، پداسې یوه حالت کېزمونږ ته لازمه ده چې یو او بل ته سره لاسونه ورکړو، او ددغو ناخوالو پر
وړاندې په ګډه سره مبارزه وکړو. دولت او دولتي چارواکي یوازې د کمیسون پهټاکلو بسنه کوي، پېښه رامنځته شي، دولت پلاوی ورته وټاکي چې د پېښېعاملین به په ګوته کیږي، خو تر اوسه د هیڅ پېښې عاملین په جزا ونه رسیدل،دا ځل هم ژمنه وشوه چې د پېشې عاملین به په جزا رسیږي، خو داده څو ورځېکیږي چې دولتي چارواکو د پېښې په اړه هیڅ ډول غبرګون ونه ښود، او تر اوسهد پېښې د عاملینو د موندلو او نیولو په برخه کې هیڅ اقدام ونشو، مونږ دخوست ځوانانو ټولنه له مرکزي حکومت څخه په کلکه غواړو چې د پېښې عاملینژر تر ژره په ګوته او د عمل په جزا یې ورسوي.

                                               په درنښت
                                        د خوست ځوانانو ټولنه