
د ملي یووالي د حکومت له رامنځته کېدو سره سم په هېواد کې ناامنیو زور واخیست، کله چې دواړه رهبران د یوه سیاسي تړون پر بنسټ هوکړې ته ورسېدل، دوی د خپلې حکومتوالۍ په دوهمه ورځ له متحده ایالااتو سره دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړ، چې په دا بله ورځ یې ځانمرګو له مرکز کابل څخه پیل وکړ او یوه اونۍ وروسته تر ټولو لویه پېښه د پکتیکا ولایت په یحیا خېلو کې د والیبال په یوه لوبغاړي کې رامنځته شوه چې تر اتیاوو زیات کسان یې په شهادت ورسول.
اوس چې له یوې خوا په هېواد کې ناامنۍ ورځ تر بلې زیاتیږي، له بلې خوا د دواړو ډاکټرانو تر منځ چنې روانې دي. په دې وروستیو کې نیږدې په دې یوه اونۍ کې په هېواد کې تر پنځوسو زایات کسان مړه او په سل ګونو کسان د خپل بدن له غړیو بې برخې شول، د چا پښه ماته شوه، څوک په سترګو ړانده شول او څوک په دواړو پښو شل په خپل کور کې د تل لپاره پاتې شول.
د دې اونۍ تر ټولو خونړۍ پېښې د خوست او مزارشریف وې چې په خوست کې د یوه لاریون پر محال یوه بریدګر په ځان پورې تړلیو موادو ته انفجار ورکړ او دوهمه پېښه پرون په مزارشریف کې وه چې څو تنه بریدګر د دې ولایت د استیناف محکمې ته دننه شول او تر شلو زیات کسان یې تر ځان د مخه کړل.
له بلې خوا د دواړو رهبرانو تر منځ د یوه رئیس په ټاکلو هم د منډیي د دوکاندارنو په شان چنې وهل روان وي، کله چې ولسمشر په ټاکنیز نظام کې د اصلاح راوستو په موخه شکریه بارکزۍ دې پوسټ ته ونوموه، نو سمدستي دې بل ډاکټر ورسره مخالفت څرګند کړ، وروسته له هغې د ملي دفاع وزارت چې د هېواد تر ټولو مهم وزارت دی او همدا ورزات کولای شي د وسلوالو د بریدنو مخه ونیسي، کله چې ولسمشر د وزارت ته یو کس په نامه د افضل لودین ونوماوه، دې بل رهبر یې په مقابل کې د عتیق الله بریال په نامه یو کس د دې وزارت لوی درستیز معرفي کړ چې بیا د دواړو ترمنځ ستونزې رامنځته شوې او بلاخره افضل لودین تر خپلې نوماندۍ تېر شو.
اخر به تر کومه دا ډول چنې روانې وي، زه وایم چې که دا ډول کارونه نور هم دوام وکړي تاسو باور وکړی چې د ملي یووالي حکومت به ړنګ شي، ځکه نور خلک له دې خبرو ستړي دي، له ټاکنو را پدې خوا خلکو ته رواني ناروغۍ پیدا شوې دي، ټول خلک په دې چورت کې دي چې نن به دا کار کیږي که سبا. خو هېڅ هم نه کیږي، د دې په ځای چې د خلکو ستونزې هوارې شي لا یې ستونزې ډېریږي، خلک له فقر، لوږې، ډار او وحشت سره مخامخ دي.
اوس زما په فکر کې یو داسې انځور جوړیږي چې که داسې حال وي ناامنۍ ورځ تر بلې زور واخلي، تېښتونې زیاتې شي، نو شاید دا د ملي یووالي حکومت له ماتې سره مخ شي ځکه نور خلک نه غواړي تحمل وکړي، او دا هم په یاد لری چې که داسې حال وي نو خلک به د دې دواړو رهبرانو د استعفا غوښتوونکي شي، او په بدل کې به یې یو داسې کس رامخته کړي چې وکولای شي د هېواد ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي او یا به په هېواد کې یوه داسې کورنۍ جګړه پیل شي لکه څنګه چې په ۱۳۷۸ کې رامنځته شوې وه او کابل یې له خاورو سره خاورې کړ.
په درناوي
امین پاچا