د ملي یووالي حکومت که د خپل سرو حکومت!

 
شاوخوا اووه میاشتې وړاندې تر کړکېچنو ټاکنو وروسته د جان کیري په منځګړیتوب د یوه سیاسي تړون پر بنسټ د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي تر نامه لاندې یو ګډ حکومت رامنځته شو. خو دې دواړو رهبرانو کومې وعدې چې له خلکو سره کړې وې ونشوای کړای هغه وعدې تر سره کړي، دوی د دې پر ځای چې خپلې کړې وعدې ترسره کړي، هېواد یې له زیاتو ناخوالو او ګڼو ستونزو سره لاس ګریوان کړ، له اقتصادي پلوه د هېواد اقتصاد زیانمن شو، له سیاسي پلوه یوه دوه سری سیاست پر مخ وړل کېدو، له ټولنیز پلوه مو د ټولنې د وګړو په منځ کې خپګان رامنځته شو، یوه ورځ د خلکو په څېرو کې موسکا خو بله ورځ د خلکو په مخو کې ژړا تر سترګو کېده.
اوس چې دواړه رهبران یعنې ډارکټر اشرف غني او ډارکټر عبدالله په خپلو کې نه سره جوړیږي دا خو لا مخکې څرګنده وه، چې د کابینې جوړښت یې له څلوېښتو ورځو څخه یوسله شلو ورځو ته لاړ البته هغه هم د کابینې لومړی پړاو.
له کابینې پرته اوس د دواړو رهبرانو تر منځ نور زیات شمېر اختلافات لیدل کیږي، یعنې یو په یوه سر روان دی او بل هم په بل سر.
پدې وروستیو کې د حوثي یاغیانو او شعیه ملېشو تر منځ په یمن کې سخته جګړه روانه ده، سعودي عربستان یا حرمین شریف چې د ټولو مسلمانانو ګډ کور بلل کیږي، له یو شمېر اسلامي هېوادو وغوښتل تر څو د یمن د جګړې د پایته رسېدو په موخه او د شعیه ملېشو د ځپلو لپاره له دې هېواد سره هر اړخیزه مرسته وکړي او له پاکستان څخه یې د پوځیانو او هوایي ځواکونو مرسته وغوښته، چې پاکستان د دوی دا غوښتنه ومنله. خو له بلې خوا یو شمېر شعیه مېشتي هېوادونه په یمن کې له شعیه ملېشو څخه ملاتړ کوي، چې یو له هغې هېوادو ایران دی.
د افغانستان حکومت چې اوس په ډېرو اساسو شرایطو کې قرار لري، له یوې خوا د سولې خبرې اترې دي چې د سعودي عربستان په مشرۍ مخ پر وړاندې ځي او له بلې خوا پرته له حرمین شریف بل څوک نشي کولای وسلوال د سولې په ټغر کېنوي. خو د یمن څخه د ملاتړ په موخه له یوې اونۍ را پدې خوا د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ چنې روانې دي، ولسمشر وایي چې که د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د یمن ملاتړ ونه شي نو د سولې هڅې به مو په خاورو سره خاورې شي، خو ډاکټر عبدالله وایي چې که د ایران تر مشرۍ لاندې د شعیه ملېشو ملاتړ ونه شي، نو ایران په سیمه کې یو لوی ځواک دی او دا ځواک کولای شي سیمه له ګواښ سره مخ کړي. خو بلاخره افغان ولسمشر د خپل هېواد ملاتړ سعودي عربستان ته اعلان کړ، چې د ولسمشر دې کار د ډاکټر عبدالله او د ده د دوهم مرستیال محمد محقق احساسات را پارولي دي او دوی وایي چې ولسمشر دا کار په خپله خوښه کړی، موږ باید له ایران څخه خپل ملاتړ اعلان کړو.
بس نور نو ورته غوږ کېږدی چې څه کیږي...............
په درناوي
امین پاچا