
لیکنه: نجیب الله خان
چین په نړیواله کچه د خپل اقتصادي اغېز د پراختیا په لړ کې د اسیا د زېربنايي پانګونو په نوم یو بانک جوړ کړی چې سږ کال به فعالیت پیل کړي. د دغه بانک د کار د پیل لپاره ۵۰ میلیارده ډالره پانګه په پام کې نیول شوې ده. د «Asian Insfrastracture Investmetn Bank» په نوم دغه بانک ته د نړیوال بانک د رقیب په سترګه کتل کېږي.
تر اوسه په نړیوال اقتصاد کې امریکا د نړیوال بانک او ای اېم اېف په څېر د سترو بنسټونو له لارې د نړۍ پر اقتصاد خپل نفوذ ساتلی، خو د اسیا د زېربنايي پانګونو بانک په نړیواله کچه په ځانګړي ډول په ختیځ کې د امریکا اقتصادي نفوذ ننګولی شي.
په دې بانک کې چین یوازې نه دی، پر دغه هېواد سربېره له دې بانک سره ان د امریکا ملاتړي هېوادونه هم یو ځای شوي دي.
روسیې هم د اسیا د زېربنايي پانګونو له بانک سره د یو ځای کېدو اعلان کړی دی.
روسیه وروستی هېواد و چې د مارچ په ۲۸ مه نېټه د دغه پراختیایې بانک غړی شو. د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ایګور شوالف په چین کې اعلان وکړ چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پخپله دا تصمیم نیولی چې روسیه د چین په نوښت د اسیا لپاره د دغه ستر پراختیایې بانک غړې شي.
تر روسيې مخکې د امریکا ځینو مهمو سیاسي او نظامې متحدینو لکه برېتانیا، جرمني، فرانسي، اېټالیا او سویلي کوریا هم اعلان کړی و چې دوی د دغه بانک غړیتوب تر لاسه کړی.
دغه ستر پراختیایې بانک به د روان ۲۰۱۵کال تر پایه په کار پیل کوي او په اسیا کې د سترو بنسټیزو پروژو لکه سړکونو، د رېل ګاډو پټلۍ د مالي لګښتونو د ورکولو لپاره پانګونې کوي.
که څه هم په ظاهره متحده ایالاتو د چین په نوښت د دغه بانک د رامنځته کېدو ملاتړ کړی او دغه بانک یې په نړیوالو معیارونو برابر او د شفافیت د رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام بللی، خو داسې راپورونه شته چې متحده ایالاتو ډیر زیار وایست چې خپل نژدې اروپایې متحدین په دې قانع کړي چې ددغه بانک غړیتوب یا خو هېڅ وانخلي او یا یې هم معطل کړي.
شنونکي وايي متحده ایالات وېره لري چې د دغه ګام په اخیستو سره به چین د نړیوال اقتصاد راتلونکې رهبري خپله کړي. له دویم نړیوال جنګ وروسته امریکا په نړیوال اقتصاد کې مخکښ رول لري او د پیسو نړیوال صندوق یا (IMF) او نړیوال بانک یا World Bank نړیوال اقتصاد د70 کلونو لپاره رهبري کړل.
د چین رسمي خبري اژانس شینهوا خبر ورکړی چې امریکا د چین ددغه نوښت څخه په وېره کې ده او ډېر متاثره او بي حوصلي ښکاري، نو ځکه خو یې تر اوسه خپل پوره ملاتړ نه ده څرګند کړی. اژانس هغه د « تور انګور تخه دي» مثال یې ورکړی.
چینایې چارواکي هم ډېره په هوښیارۍ او ډیپلوماتیک ډول سره عکسلعمل ښيي. د چین د مالیې وزیر “لو جیوي” په واضح ډول وویل چې د چین په نوښت دغه بانک AIIB هېڅکله له IMF او World Bank سره د رقابت په موخه نه دی جوړ شوی.
د پیسو د نړیوال صندوق مشرې هم د چین له دغه نوښت څخه ملاتړ کړی. کریسټین لاګارډې ویلي چې د چین په نوښت د AIIB بانک د دوی له بنسټ سره ځکه توپیر لري چې IMF بانک بنسټیزي پراختیایې او ساختماني پروژو په برخه کې پانګونه نه کوي نو ځکه هم دا دواړه بنسټونه په رقابت کې نه دې.
د مرکزي اسیا لپاره ددغه بانک ګټه:
دا خبر کېدای شي د امریکا لپاره په زړه پورې نه وي، خو قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان وار له مخه علاقه ښودلې چې دوی د AIIB بانک سره یو ځای کیږي او غړیتوب یې اخلي. د دغه بانک هدف داده چې په جنوبي او منځنۍ اسیا کې د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د پرمختللو او بډایه هېوادونو لکه چین، سینګاپور او ځینې اروپایې هېوادونو د پانګو او مالي منابعو د همغږي کولو او مصرفولو لپاره یو منظم چینل رامنځته شي.
د ځینو منابعو د معلوماتو له مخي تر 2020 زېږدیز کاله پورې د اسیایي هېوادونو د بنسټیزي پروژو او پرمختګونو لپاره تر ۸۰ تریلیونه ډالرو ته ضرورت دی او AIIB شاید ددغو پیسود یوې برخې په ورکولو کې رول ولري.
چین او روسیه که څه هم مهم ستراتیژیک ملګري دې خو د مرکزي اسیا په هیوادونو کې طبیعي منابعو ته د لاسرسي لپاره یو له بل سره ټینګ رقابت هم لري. تر اوسه معلومه نه ده چې د روسیې غړیتوب به څومره تاثیر ولري خو روسیه داسي فکر کوي چې د دغه بانک د یوه غړي په توګه به په اینده کې د تصمیم نیونکو غړو له ډلې هم شي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.