له ۲ تر ۴  کلن ماشوم د تغذیې او روغتیا تدابیر

 
پدې عمر کې تر یوه وخته د مور شیدو ته نور هم دوام ورکول ښه کار دی. نور خواړه باید له ټولو مهمو غذايي ګروپونو څخه د ورځې د درې ځله اساسي او څو ځل ضمني خوړو په ډول ورکړل شي. هغه خواړه چې انرژي او خواږه لري، خو پروټین او ویټامینونه نلري، باید هیڅ یا کم ورکړل شي. د بوتلونو او ډبلیو خواړه او شربتونه د دې عمر ماشوم ته ډېر مضر دي، کوښښ وکړئ په یو ډول مو ترې ماشوم وساتئ. د دې عمر ماشوم ته باید پوره پاکې اوبه او ګټور مایعات ورکړل شي.
د دې عمر ماشوم کله کله د ښو خوړو سره ضد کوي او ډېره توجه یې بازاري او ژر تیارېدونکو د ډبلیو او بوتلونو خوراکونو او شربتونو ته وي. دا د مور و پلار په مهارت او توجه پورې اړه لري، چې خپل ماشوم څنګه د مفیدو خوراکونو په خوړلو روږدی کولی او له غیر مفیدو څخه یې راګرځولی شي.
د عامې روغتیا وزارت په کال کې دوه ځلې د ویټامین ای کپسول د دې عمر ماشومانو ته   وړیا وېشي، دا یقیني کړئ چې ماشوم مو له دغه فرصت څخه ګټه واخلي.
دا ماشومان معمولا ډېر فعال وي والدین بايد متوجه اوسي چې دوی روغ او خوځند وي. همدارنګه ورو ورو دې په جومات، کور یا وړکتون کې د لوستونو اماده ګي هم پیل کړي.
د دې عمر ماشومان ډېر وخت ځانونه ژوبلوي، ځانګړي محافظتي تدابیر باید ورته ونیول شي.
 
له دوه تر څلور کلنو ماشونو د غذايي او روغتیایی تدابیرو لنډيز
(۱۰ پيمانې)

خواړه
پیمانې
سهار
څاښت
غرمه
مازدیګر
ماخوستن
میوې
۲
    یوه مڼه
یوه کیله
 
سابه
۲
۱ قاب سابه
  سلاد
  یو کچالو
حبوبات او غلې
۳
۱ پارچه ډوډۍ
  ۱ پارچه ډوډۍ
  نیمه پیاله وریجې
لبنیات
۲
۱ پیاله شېدې
    ۱ پیاله شېدې
 
پروټیني خواړه
۱
یوه هګۍ
  غوښه یا ماهی
   
اوبه
پاکې او طبیعي اوبه د ضرورت په اندازه. په ګرمو ورځو کې ښې زیاتې خو خواږه او د انرژي شربتونه به نه څښي.
کله کله خواړه
یوه پیمانه (یوه پارچه کیک، یا یوه دانه کلچه یا یو کوچنی شکولات)، یا نیمه پیاله فیرني په ځینو محفلونو او جشنونو کې.
نور تدابیر
فعال اوسېدل، لمر ته مخامخ کېدل، کورني درسونه، له ټکرونو او ځان ژوبلولو ساتنه، له موټرو، لوړو ځایونو او برښنایي وسایلو ساتنه.
 
یاددښت: دا جدول یوه بیلګه (نمونه) ده. تازه او وچه مېوه، لوبیا او دال، سابه، چرګ، غوښه او ماهي او د یوه ګروپ نور مواد باید هره ورځ د موسم، موجودیت او امکاناتو له مخې یو ډول له بل سره تبدیل شي. په هر غذایي ګروپ کې له هر ډول خوړو څخه باید استفاده شي.