د خوست د پېښې په هکله په مسکو ښار کې، د افغانانو د سراسري ټولني دکاري مرکز د خواشينۍ پيغام

دخوست د وروستئ غمېزې په تړاو، دفدراتیفې  روسیې دپلازمينې مسکو ښار کې، د افغانانو د سراسري ټولني دکاري مرکز (د افغانانو دیاسپور)او دمهاجرینو د نړیوال کانګرس د رییس غلام محمد جلال د ډاډګیرنې او خواشینئ مراتب
 د خوست په ویر ویرجن یو
دتېرې اوونۍ د پنځه نۍ  په ورځ، د خوست میشتو ښاریانو ، د ولسوالیو خلکو او ځوانانو په یوه سوله ایز لاریون کې ناځوانمردانه  انتحاري برید وشو چې  په پایله کې یې زموږ یو شمېر بی ګناه هېوادوال شهیدان او د ولسي جرګي د یوه ځوان کارنده غړي همایون  په شمول لسګونه نور هېوادوال ټپیان شول.
زه پخپل وار سره دخوستي وروڼو په غم کې ځان شریک بولم او دغه غیر انسانی تروریستی عمل په کلکو ټکو غندم.
خوست یو له هغو ولایاتو څخه دی چې د افغانستان د جګړو او غمیزو په اوږدو کې یې خورا ستونزې او ناخوالې  زغملي او خلک یې ددغې غمېزی د تاریخي پړاوونو په هره دوره کې، زښت  مالي او ځاني تاوانونه ګاللي دي ،خو له بده مرغه د افغانستان د خاورې او خلکو د دښمنانو زړونه  ورباندې سوړ شوی ندی . دادې یو ځل بیا دغه سوله پاله او ورسره  د افغانستان ټول خلک یې د ویر پرټغر کینول.
خوست په تیرو دیارلسو کلونو کې د خپل ولس پر مټ،د پرمختګ د عمراني او معنوي بیا رغاونې لارې خپلې کړي، ټاکلیو بریالیتوبونو ته هم رسېدلی  او د هيواد له ښکلیو ښارونو څخه ګنل کېږي،چې دهېواد د دښمنانو حسادت پاروي ، ځکه خو یې لیدلای نشي او پر ضد یې نامردانه عملونه تر سره کوي.مګر خوست به خوست وي او خلک به یې د مېړانې او سولې له بهیره وانه وړي . دا داسې ړلس دی، چې سرونه به ورکوي خو د سولې سنګرونه به ټینګ ساتي.  
په روسیه کې د افغانانو کاري مرکز او په دغه هېواد کې د مهاجرینو د نړیوال کانګرس د مشرتابه هیات او زه پخپله ، د افغانستان د ملي وحدت له حکومت څخه په کلکه غواړو چې د افغانستان د سولې او آرامې د پاره لازم اقدامات ترسره کړي اوپه دې لړ کې د افغانستان دولسونو،روڼ اندو سیاسي- ټولنیزو سازمانونو او ملي شخصیتونو نظرونه ، اندونه، سره راټول او په هېواد کې د امنیت  در راوستلو دپاره یې پلی کړي،څو چې نور زموږ په هېواد کې  دښمنانو ته د دغسې ناوړه کړنو مجال بیا پېدا نشي.
اجازه راکړئ یو ځل بیا د خوست غم ځپلي ولس ته د دغې  ناوړې پېښې له امله د ډاډګیرنې مراتب څرګند کړم. د پېښې شهیدانو ته د لوی خدای له درباره،دجزیل اجر او پاتې کسانو، خپلوانواو دافغانستان ولس ته دتسلیت مسئلت او ټپیانو ته د سمدستي روغتیاینې دعا وکړم.
هیله مند یم چې زموږ په هیواد کې ژر تر ژره د غمیزې ټغر ټول شي او د افغانستان زورېدلي ولسونه د خوښیو او خوشحالیو د شنه آسمان لاندې د سولې د لمر په وړانګو کې خدای عز اسمه ته د شکرانی دعبادتونو طهارت وکړي.
ومن الله التوفیق