
یوه ژبه هغه وخت پرمختګ کوي چې هغې ژبې ته هر اړخیز کار وشي. یعنې د هغې ژبې لپاره یو پیاوړی ګرامر جوړ شي او ژبوهان یې دومره څېړنه وکړي چې خپله ژبه له هرې خوا قوي کړي، بل دا چې ژبه هغه وخت غني کیږي چې ژبې ته د نورو ژبو اثار وژباړل شي، دا په دې مانا چې که کله موږ له یوې بلې ژبې څخه خپلې ژبې ته یو څه ژباړو نو اړینه ده چې موږ په هغه بله ژبه باندې پوره تسلط ولرو، د هغې په ګرامر، په لیکدود او داسې نورو پوره حاکم واوسو. کله چې موږ د هغې ژبې په پورتنیو څیزونو تسلط ولرو نو کېدای شي دا کار زموږ په ژبه کې هر اړخیزه مرسته وکړي.
یعنې موږ کولای شو د خپلې ژبې هر څه له هغه ژبې سره پرتله کړو، توپیرونه یې وپېژنو او کومې نیمګړتیاوې چې زموږ په ژبه کې لیدل کیږي هغه نیمګړتیاوې بشپړې کړو، د دواړو ژبو په توپیر سره پوه شو چې په کومه ژبه کې نوم مخکې راځي او په کومه کې ستاینوم، په کومه کې فعل مخکې راځي او په کومه کې فاعل ډا ټول هغه توپیرونه دي چې باید پرې پوه شو.
بل دا چې موږ باید خپلې ژبې ته دومره ډېر کار وکړو تر څو نور دې ته اړ شي چې زموږ ژبه زده کړي، کله چې دوی زموږ له کلتور، دود او دستور سره بلد شي نو خود به خود به ځانونه زموږ له ژبې سره اعیاروي، خو شرط به دا وي چې لومړی موږ دوی ته د دوی په ژبه داسې کتابونه وژباړو چې خوند ترې واخلي، د بېلګې په توګه موږ باید دوی ته خپل ملي او پخواني اثار او تاریخونه وژباړو، چې دا د فرهنګ په نیږدې والي کې هم ښه مرسته کوي او اغېرمن ثابتیږي.
اوس که موږ ګورو د نړۍ تر ټولو پرمخ تللې ژبې دوې ژبي دي چې یوه عربي او بله هم انګلیسي ده، دې دواړو ژبو ځکه زیات پرمختګ کړی دی چې: دوی په خپلو ژبو کې بېلابېل اثار لیکلي دي او همدارنګه خپلو ژبو ته یې له نورو ژبو څخه بېلابېل اثار ژباړلي دي، چې دا دلالت په دې کوي چې دوی سربېره پر خپلو ژبو نورې ژبې هم زده کړې دي.
خو پښتو ژبه دیارلس کاله مخکې د ورکېدو په حال کې وه نېږدې وو چې مړه شي، خو د پرله پسې هڅو له امله پښتنو بېرته دا ژبه را ژوندۍ کړه، په ځانګړې توګه د ادب یو شمېر مینوال پدې وتوانېدل چې دا ژبه بېرته را ژوندۍ کړي، د دې ژبې په هر لوري کې یې کار وکړ او دا ژبه یې بېرته له نورو نړیوالو ژبو سره برابره کړه، دوی پښتو ژبې ته له بېلابېلو ژبو کتابونه وژباړل، ویې لیکل او داسې نور.
دوی په دې وتوانېدل چې پښتانه د نورو ژبو له زده کړې خلاص کړي او وروسته له دې وکولای شي په خپله ژبه کتاب ولیکي او په خپله ژبه لیک او لوست وکړي.
د اوسنیو ادبپوهانو به باور کوم کار چې په تېرو دیارلسو کلو کې پښتو ژبې ته شوی هېڅ کومې ژبې ته نه دی شوی او دا د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو لوی تحول دی چې په دومره کم وخت کې په پښتو ژبه کې رامنځته شو.
په درناوي