
زه بخښنه تانه غواړم
چه په لوی بازار رسوا شوې
بی پنا شوې، تماشا شوې
بینندګان درته راټول شول
فرخندې درد دې را په سر شه
ته په درد کښې ورانه ورانه
لوی میدان کښې لالهانده
ظالمان درته راټول شول
خورې زه ستا له مخ نه جارشم
چه په وینو وې لړلې
په زارۍ او کریغهار وې
جاهلان درته راټول شول
زه شرمیږم ستا له سترګو
په امید دې رغړولې
دشیرځوان په تمه ناسته
بزدلان درته راټول شول
خورې قربان دې له حجابه
په لوڅ سر یې ځغلولې
نامحرمو ته وهلې
شیطانان درته راټول شول
نوی کال مو اوس ماتم دی
انسانیت تا سره مړشو
په تیارو کښې ته لمبه شوې
عقدیان درته راټول شول
خورې اوس روح دې ښاد غواړم
صبر دردمن زړو ته غواړم
چې دوی هر یو په جزا شي
قاتلان درته را ټول شول