د خوست د روان کړکیچ په اړه د خوست ځوانانو ټولنې اعلامیه


۱۳۹۴/۱/۱۱. کابل افغانستان

څرنګه چې هیواد ته ورپیښو بدمرغیو، ناخوالو او د دښمن له لوري د تپل شوې جګړې له امله پر افغان ولس او ګران افغانستان باندې ډیر ترخه شرائط راغلي، د دښمن له لوري د تپل شوې جګړې په اساس زمونږ په ټولنه کې له یوې خوا پراخه بشري غمیزه رامنځته شوې او له بلې خوا نظام د پراخ فساد او ګڼو ګواښونو سره مخامخ شوی، جګړه مار او مافیايي کړۍ هم د واک او ځواک په هستۍ کې د پراخ لاس لرونکې شوي چې دې وضعیت زمونږ دهیواد پرستیژ ته په ملي او نړیواله کچه لوی زیان ورساوه. فساد زمونږ په هیواد کې اوج ته ورسید، او د فساد له امله ولس زښت زیات وځوریده او دغه لړۍ د خوست ښکلي او ګلالی ولایت هم په غیږ کې رانیولی،  د ځمکو غصب، چور، د ضوابطو پر ځای د روابطو پالل، په یو او بل باندې بې بنسټه تورونه پورې کول، د یو او بل سره نه همکاري او دیته ورته نور... هغه څه دي چې د ولایت نظم یې ګډ وډ کړی.
د تیرو پنځو کلونو راپدیخوا د خوست والي او یو شمیر وکیلانو ترمنځ د شخصي ګټو په سر باندې اختلافات راپورته شوي، خو دغه اختلافونه ځینې مهال یو او بل ته د امتیازونو په ورکولو سره غلي شوي، خو ځینې مهال بیا بربنډ شوي او اوج ته رسیدلي دي.
د تیرو څو ورځو راپدیخوا دغه مخالفتونه د والي صیب او ځینو وکیلانو ترمنځ بیا د سره شروع شوي او د بزکشۍ میدان یو ځل بیا د سره ګرم شوی، د یو او بل د پلویانو له لوري په یو او بل پسې پراخه پوچ تبلیغات کیږي، وکیلانو لاریونونه او اعتصابات پیل کړي، ترڅو د خوست سرپرست والي استعفی ورکړي.
په خوست کې دې وضعیت لوی تاوان رامنځته کړی، کاروبار په ټپه ولاړ دی، د دولت بودجې او ولس ته هره ورځ په ملیونونو افغانۍ تاوان رسیږي. څرنګه چې د دغې موضوع د حل د پاره د مرکز څخه یو باصلاحیته پلاوی ټاکل شوی ، چې بیلابیل افراد پکې ګډون لري، خو زمونږ غوښتنه داده چې پلاوی باید مساله په پوره بیطرفۍ سره وڅیړي، او د هیڅ لوري فرمایشاتو ته باید غاړه کښینږدي، او جوړجاړی باید پدې ډول نه وي چې کوم لوري ته دې امتیازات ورکړي، بلکې دخوست د ولسونو او ملي ګټو اړخ دې په پام کې ونیول شي.
مونږ د خوست ځوانانو ټولنه په یاد پلاوي غږ کوو چې نه څو تنه وکیلان د ټول خوست استازیتوب کولای شي او نه د خوست ولایت مقام څوکۍ د چا میراثي ده، د خوست د خلکو ستونزې د ې په پام کې ونیول شي، د خوستوالو د حقوقو او ګټو څخه باید دفاع او ملاتړ وشي.

                                                په درنښت
                              د خوست ځوانانو ټولنه، کابل ، افغانستان